لیکنه: ډآکټر ابراهیم شینواری
ایا غواړئ ماشومان مو هوښیار اوسي؟ باور لرم چې هر څوک غواړي د خپلو ماشومانو د بري او نېکمرغۍ څخه ډاډه و اوسي. ایوډین د ماشومانو ستاسو د ماشومانو د هوښیارتیا هیلې پوره کوي.
په ایوډین سره غني شوې مالګه د ایوډین تر ټولو ارزانه او اسانه منبع ده، چې د ماشومانو د ذهني قوت د زیاتوالي لپاره ډېر ارزښت لري.
که په یو هیواد کې ۹۰٪ خلک ایوډین لرونکې مالګه وکاروي، نو د ټول ملت ذهني قوت ۱۵٪ درجې اوچتېږي.
زما یو ملګري لس کاله مخکې یوه فرضیه لرله چې افغانان ځکه هر څه په یوه عادي غوسه بایلي چې بحري غذا ګانې چې له ایوډین څخه ډکې دي، نه خوري او انګرېزان ځکه هر څه په سړو مغزو ګټي چې په خوړو کې ایوډین خوري. دغه فرضیه به یو څه مبالغه وي، خو ایوډین چې څومره کوچنۍ غذایي ماده ده، هماغومره مهمه ده.
د ایوډین کمښت په ماشومانو او میندو کې د ډېرو، نه راګرځېدونکو زیانونو سبب کېږي. ښکاره زیان یې جاغور دی. خو دا تر پټو زیانونو څو چنده کم دی. پټ زیانونه یې ډېر زیات خطرناک دي: په ماشومانو کې ذهني وروسته پاتې والی، د فزیکي ودې ځنډ او کمښت، د زدکړې د قدرت کمښت یا نشتوالی او په میندو کې د زیږون زیانونه، مړه زیږونونه او کم وزنه ماشومان زېږول هغه مهم زیانونه دي چې زموږ له نظرونو پټ دي.
د دې وړې مادې کمښت او یا نشتوالی د ټولنې راتلونکي ته ډېر لوی ضررونه رسوي. ماشومان د خپلې ودې او انکشاف پوټنشیل ته نه رسېږي،چې په نتیجه کې د ټول هیواد د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ د کمښت سبب کېږي.
په ۲۰۰۸ کال کې د نړۍ تر ټولو سترو اقتصادپوهانو ـ چې څو تنه د نوبل جایزې ګتونکي هم پکې شامل وو، ثبوت کړه چې ایوډین لرونکې مالګه د نړۍ د ستروانکشافي او اقتصادي ستونزو په لسو بهترینو حل لارو کې شامله ده.
په مالګه کې د ایوډین د ګډولو تخنیک یو لوی بشري پرمختګ دی، چې هر کال په نړۍ کې د ۹۰ میلیونه ماشومانو له ذهني وروسته پاتې والي مخنیوی کوي.
که څه هم نړۍ وروسته دې مهمې مسئلې ته متوجه شوه، خو پرمختګ پکې هیله بښونکی دی. ایوډین لرونکې مالکه تر ۱۹۹۰ پورې یوازې ۲۰٪ وګړو کاروله، خو اوس دا پوښښ ۷۰٪ ته رسېدلی دی. ایډیال پوښښ یې ۹۰٪ دی چې تر اوسه لا ورته د امریکا په شان د نړۍ تر ټولو پرمختللي هیوادونه هم ندي رسېدلي.
د دې دومره اهمیت سره اوس هم د نړۍ ۱۸۸۰ میلیونه خلک پوره ایودین ته لاسرسی نلري. د نړۍ له دریو څخه یو تن په داسې سیمو کې اوسیږي چې په خاوره کې یې کافي ایودین نشته.
زموږ ګران افغانستان پدې برخه کې نسبتاْ بریالی سفر کړی دی. په ۲۰۰۴ کال کې ۲۴٪ افغانانو ایوډین لرونکې مالګې ته لاسرسی درلود، حال دا چې په ۲۰۰۸ کې دغه سلنه ۶۰٪ او په ۲۰۱۳ کې ۶۶٪ ته ورسېده. اوس په ټول هیواد کې د ایوډین لرونکې مالګې د تولید ۳۳ فابریکې فعالې دي او د دې ظرفیت شته چې د انساني ضرورت ټوله مالګه ایوډیني شي .د مالګې د ایوډیني کولو په پروګرام کې د عامې روغتیا او کانونو له وزارتونو سره نړیوال موسسات هم مرسته کوي.
ټول ملت ته زموږ دا پیغام دی چې د کورني استعمال لپاره یوازې او یوازې ایوډین لرونکې مالګه وکاروي او پدې سره د خپلو نسلونو پرمختګ او نېکمرغي تضمین کړي.
څو نورو خورا مهمو او ضروري ټکو ته مو هم پام را اړوم:
په عمومي ډول د انسانانو او خصوصاْ مسنو خلکو لپاره د مالګې کمه اندازه استعمال پکار دی، ځکه زیاته مالګه د وینې د لوړ فشار او ځینو نورو ناروغیو زمینه جوړوي، خو په مناسبه اندازه مالګه ضرور ده چې باید ایوډین لرونکې وي.
په دیګ کې هغه وخت ایوډین لرونکې مالګه واچوئ چې خوراک پخېدو ته نژدې شوی وي. زموږ د خلکو معمول دا دی چې له لومړي سره د پیازو او رومیانو د سره کېدو په وخت کې په خوړو کې مالګه اچوي. پدې صورت کې د ایوډینو یوه اندازه له منڅه ځي.
امیندوارې ښځې باید ضرور ایوډین لرونکې مالګه وخوري چې هغې او ماشوم دواړو ته یې حیاتي ارزښت لري.
هغه خواړه هم مه هیروئ چې ایوډین لري لکه له بحر څخه تر لاسه شوي ماهیان.