لیکنه: ثناءالله مهربان
د واکمن حکومت مخالف ( اپوزسیون ) د سیاست په اصطلاح کې اپوزیسیون د افرادو او ډلو هغه مجموعې ته ویل کیږي چې د سیاسي نظام مخالف وي کوم چې په واک او اقتدار کې وي یا اپوزسیون هغه سیاسي ګوندونه او ډلې چې د واکمن حکومت مخالف وي او د قانون په چوکاټ کې په حکومت انتقادونه کوي تر څو په راتلونکو ټاکنو کې اکثریت رایو په ګټلو سره د حکومت واکې په لاس کې واخلي په هغه هیوادونو کې چې پارلماني نظامونه وجود ولري قانونې اپوزسیون په کې تر ډیره ممکن دی په مختف هیوادونو کې تر اوسه پورې په دری ډول قدرت غوښتونکې، اصلاح غوښتوونکې او انقلابي غوښتوونکي اپوزیسیون رامنځته شوې دی.
قدرت غوښتوونکي اپوزسیون کې د اشخاصو اراده په دی باندې ولاړ وي چې دوی یوازې د واکمن حکومت له اشخاصو سره مخالف وي او نور نظام سره جوړ وي دوی غواړي چې یوازې د واک په ګده کېني او ټوله مبارزه دې همدې قدرت له پاره وي خو بیا اصلاح غوښتونکي اپوزسیون کې د ټول واکمن نظام له اشخاصو او قوانینو سره مخالف نه وي دوی د واکدار حکومت له روانو سیاسي تګلارو سره مخالف او حکومت چې کوم سیاست په داخل اوخارج کې مخته وړي دوی مخالف وي او غواړي چې په نظام کې اصلاحات راشي خو انقلابي اپوزسیون بیا ددی دواړو برعکس دی دوی دشته نظام دټولو چارو سره مخالف وي نه اشخاص نه قانون اونه هم سیاستونو سره جوړوی دوی غواړي چې ټولنه ته په ټوله معنا سره تغیر ورکړي دوی ان رژیم ته هم تغیر ورکوي چې دا زیاتره په هغه هیوادونو کې دیکتاتور نظامونه دي وي راپرځوي او پر ځای په دیموکراسي ولاړ نظامونه حاکم کوي دوی غواړي په سیاسي ، اقتصادي او اجتماعي چارو کې په پوره معنا سره تغیر راولي. دا چې اپوزسیون د دولت سره یو ځای منځته راغلې ځکه چیرې چې دولتونه او حکومتونه وي هلته به حتمي یو مخالف موجود وي چې یا به د نظام سره او یاهم د اشخاصو سره او یا د روان سیاست سره کوم چې واکمن حکومت یی د هیواد په داخل اویا خارج کې پلې کوي په اوس وخت کې چې زیاتو هیوادونو کې دیموکراسۍ ولاړنظامونه شتون لري نو دیموکراسۍ یو شرط دادې چې اپوزسیون موجود وي ترڅو په حکومت باندې انتقاد وکړي تر څو په ټاکنو کې اکثریت ترلاسه کړي نوبیا دحکومت واکې په لاس کې اخلي چې پخوانۍ ډله بیا د اپوزسیون شکل غوره کوي . په هغه هیوادونو کې چې توتالیتر یا دیکتاتور نظامونه موجود وي هلته مسله بل ډول ده په دی ډول نظامونو کې اپوزسیون قانونیت نه لري ولې بیا هم شته دی چې په غیر متشکله او پټه توګه عمل کوي په تیرو وختونو کې داسې فکر موجود وه چې د اپوزیسیون پرته یوه ټولنه جوړه کړي چې سټالین ،هټلر ، او موسلیني له همدې اشخاصو له جملې څخه وه خو په عمل کې دا یو سوچه خیال وه ځکه د دیکتاتوره شتوالې د اپوزسیون د نشتوالي په معنا نه دې دیکتاتوري په زور زیاتي تکیه کوي او دوی د مخالفینو منلو اوواک څخه تیریدلو ته تیار نه وي .
خو برعکس په دیموکراسۍ کې اپوزیسیون نه یوازې دښمن نه دی بلکې د موجوده سیاسي نظام یوه جوړونکې برخه ده. او همدې سیستم په چوکاټ کې د واک د لاسته راولو له پاره په ځانګړي توګه او یاله نورو سره په ایتلاف کې هڅه کوي په دیموکراسۍ کې اپوزسیون په ګډون ټول ګوندونه ګډو ارزښتونو ته ژمن وي او د هغه پیروي کوي . دلته په افغانستان کې بل تعبیر شوې دی دکومې ورځې نه چې واک شته دی اپوزیسیون هم ورسره مل دی د افغانانو په سیاسي کلتور کې د مودو راهیسې د مخالفت او اپوزسیون پر ځای د دښمن کلمه کارول شوې ده د واکمن سره یا له سیاست او یاهم د نظام سره مخالف د هیواد او یا د ملت مخالف بلل شوې دی او دښمن خطاب ورته شوې دی د سلطنت مخالفین د وطن مخالفین وو لکه د کمونیست هر مخالف اشرار ،ملي خاین اوضد انقلاب وو د مجاهد او طالب هر مخالف کمونیست ، بې دینه وطن خرڅونکي او کافر ګڼل شوې دي خو په عمل کې اپوزسیون د واکمنو او د هغو د تګلارو مخالفت په معنا وو خو په تیرو دیارلسو کې کله چې طالبانو رژیم اسلامي امارات سکوت وکړ او پر ځای په دیموکراسۍ ولاړ رژیم اسلامي جمهوری دولت رامنځته شو په لومړیو کې که څه هم منل یی خلکو ته ستونزمن وه خو ورور یی ورسره عادت وکړه اساسي قانون رامنځته شو ټاکنې ترسره شوې د بیان ازادي که څه هم په پوره معنا نه ده ورکړل شوې خو بیا شته دی په سیاسي او اقتصادي برخو کې ډیر تغیرات راغلل. چې سیاسي برخه کې ښه بیلګه د ولسمشر کرزي په واکمنه کې د اپوزسیون موجودیت وه خو داسې یو آپوزسیون چې هم یی د حکومت انتقاده وه او هم یی غړي وه دوی وکولای شول چې شمال ټلوالې پورې مربوط ډلې را ټولې کړي او یو اتیلاف رامنځته کړي که څه هم دوی د ولسمشر کرزي دواکمنه پرمهال ونشو کولی چې ځان د واک په کده کینوي خو بیا هم د قوت په توګه موجود وه . خو کله چې نوې حکومت ۱۳۹۳ کال ټاکنو له لارې د ملي یوالي په نوم نومول شوې نو تردی دمه یی په مقابل کې مخالف شته خو قوي اپوزیسیون نشته دی چې پراخه قوت نه برخمن وي . په داسې حالتو کې پښتنو پورې تړلو ګوندونو او ډلو ته پکار دي چې سره یوځا ی شي او یو داسې اتیلاف رامنځته کړي چې ټولو ته قبول او د پوره قدرت نه برخمن وي .
کله چې جنرال فرانکو دهسپانیا دیکتاتورمړ کیدو نو خپلو پلویانو ته ووی (( چې مخالفین د هسپانیا دښمنان نه بلکې زما دښمنان وو))
په همدی هیله چې زموږ په هیواد کې دزغم کلتور پیاوړې او ټول قومونه سره یو موټې شي
You also might be interested in
لیکنه: ثناءالله مهربان دوهمه برخه : داساسي قانون پرتطبیق څار[...]
لیکنه: ثناء الله مهربان جرم د یو انساني او ټولنیز[...]
لیکنه: ثناءالله مهربان په دی لیکنه کې غواړو چې داساسي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی