زموږ اړيکه ډېره عجيبه وه، نه ماته ځان د هغې ښوونکى ښکارېده او نه هم د هغې پوهه
د زده کوونکو په څېر ابتدايي او کمه وه. د ژوند ډېر داسې اړخونه به وو چې ما به له يوې
زوايې ورته کتل اوهغې له بلې او د نظرونو دې اتصال به د بشپړتيا تر پولې رسولو.
زموږ دواړو موخه يوه وه او د فطرت په پټو ښکلاوو پسې ستړي ستومانه وو، خو په
دې مزل کې مو يو ډېر څه له يو بل نه زده کړل، هغې ماته مينه را وښوده او ما د مينې
پاللو او ښکلا ستاينې روزنه ورکړه.
هغې زما په مخکې د خپلې ښکلا زرين کتاب پرانېښت او ما ددې کتاب په تورو او
څپرکو کې د ځان ورکولو او د ابدي حسن د موندلو او لټون هنر ور ياد کړ. موږ دواړه د
يوه به ښوونکي او زده کوونکي يو.
زموږ اړيکه ډېره سپېڅلې او عجيبه ده، کله چې سره مخامخ کېږو زړونه مو يو بل ته له
ډېر درناوي او مينې زرې زرې وي او يو ډول نه هېرېدونکى خوږلت په کې څپې وهي.
زموږ لومړۍ ډالې د يو بل ستاينه او له مننې ور ها خوا په خاموشو ژبو کې پټ رضايت
دى چې د انساني پنځه حواسو وړاندې يې له روح سره تار غځولى.
٢٠١٥ د جنوري ٧مه