اکرام الدین کامل د ننګرهار خوږیاڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی. ابتدايي، متوسطه او ثانوي زده کړې يې د الهجرة والجهاد عالي مدرسه کې کړي. د مدرسې تر څنګ کې یې د ابوذر غفاري په حلقه کې د قران کریم حفظ هم کړی دی.
کامل د ثانوي زده کړو وروسته په پېښور ښار کې د عربي ژبې په پوهنځي کلیة الامام ابوحنیفه کې شامل شو. تر یو کال زده کړو وروسته یې دغه پوهنځی پرېښود او د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې د شرعیاتو او حقوقو پوهنځي کې یې داخله واخېستله.
په پوهنتون کې د افغان محصلینو د اتحاديې لخوا چاپېدونکې مهالنۍ علمي او کلتوري مجلې «ويښتابه» مرستیال او مسوول مدیر هم پاتې شوی دی. تر پنځه کاله تحصیل وروسته يې د جنوبي اسیا پوهنتون چې د هند په نوې ډيلي ښار کې پروت دی، امتحان ورکړ او د ازاد رقابت له لارې د نړیوالو حقوقو په پوهنځي کې شامل شو.