لیکنه: عبدالعلی فضلی
Oxytocin چه د عشق هورمون بلل سوی یو داسې هورمون دی چه نه یوازی د زوجینو د جنسی اړیکی په وخت کی و دواړو ته جنسی تسکین،مینه،روانی ثبات او باور وربخښی بلکه د بیالوژیک پلوه د ماشوم په زیږولو او شیدی ورکولو کی بنسټیز رول لری۰
Oxytocin دمور او ماشوم په منځ کی مورنۍ عاطفه پیدا کوی او مور د انسانی نسل په تسلسل او بقا راضی کوی او د زیږون په وخت کی د درد او د شیدی ورکولو او لویولو په وخت د هر رنګه مشکلاتو د زغمولو توان ور په برخه کوی۰
اکسیټوسین یو نیورو کیمیکل دی جه د زیږون په وخت کی ترشح یا د طبعی لږوالی له امله مصنوعی ترزیق کیږی او د ښځینه اعضاوو دانقباض لامل کرځی او زیږون اسانه کوی۰
د زوجینو یو د بل سره زیاته مینه ،ګرانښت او د جنسی اړیکی په وخت د ښځی د تیو د زیات لمس او زبیښولو له لاری داکسیټوسین ترشح زیاتیږی چه په نتیجه کی د زوجینو خپلمنځی باور ،مینه او عاطفه زیاتیږی او صله رحمی او یو بل ته وفاداری او امانت داری ایجادوی۰
همدغه اکسیټوسین دی چه د ماشوم سره د مور و پلار مینه ،عاطفه اودمسولیت احساس پیدا کوی او د انسانی نسل د بقا،ارتقااو ښیګڼی ضمانت ګرځی۰
څومره چه د د زوجینو په منځ کی عشق،مینه او تفاهم ډیر وی هغومره اکسیټوسین هورمون زیات ترشح کیږی هم په هغه اندازه د اولاد سره مینه زیاتیږی او د اولاد مینه د هغه په ښه تغزیه او تعلیم و تربیه منتج کیږی او انسانی ټولنه د خوشبختی او خوشحالی خوا ته بیایی۰
اکسیټوسین څنګه کشف سو او د زوجینو په منځ کی د جنسی عمل تر څنګ مینه او عاطفه څنګه پیدا سوه،او د اولاد د زیږولو ،لویولو غوښتنه او په دی لار کی د مشکلا تودزغملواراده او حوصله څنګه پیدا شوه په دی اړه د بشرپیژندونکو()پوهانو نظر دا دی چه کله اوسنی انسان د څلورو پښو څخه پر دوو ودرید نو د لاسونو په فراغت سره د مخ په مخ د جنسی عمل د تر سره کولو په نتیجه کی لمس،مچول او مینه په وجود راغله او همدغه د نارینه د ښځی د تیو سره د اشنا کیدو او ورسره د شدید علاقی
ښکارندویی کوی۰