ژباړه: حمیدالله حمیدي
کېدای شي د ډېرو بریالیو کسانو د ژوند کیسه درته چندان الهام بښونکې نه وي او فکر وکړئ چې بریا تر ډېره د چانس خبره ده او هغه کسان چې بریالي دي، یوازې چانس یې ورسره یاري کړې ده چې د غرونو په شان ستونزې یې شا ته پرېيښې دي او توانېدلي چې بریا په غېږ کې ونیسي. که دا ډول فکر درسره وي، نو کېدای شي له کوچنۍ موخې یې پیل کړئ، لومړی د ځان لپاره داسې موخې وټاکئ چې پر ځان پوره باور لرئ کولای شئ ور رسېږئ. په دې ډول کولای شئ پر خپل ځان له لاسه ورکړی اعتماد او باور یو ځل بیا لاسته راوړئ.
هو، همدا چاره درسره مرسته کولای شي چې یو ځل بیا پر خپل ځان او نفس باندې باور پیدا کړئ، هر ځل چې دغو وړو موخو ته رسېږئ، پر ځان مو باور زیاتېږي او له دې څخه د یوې څه ناڅه لویې موخې تکل کوئ. په همدې ډول له وړو کوښښونو سره کولای شئ خپل بالقوه استعدادونه پر بالفعل تبدیل کړئ او په پایله کې تر بریا غېږه چاپېره کړئ.
دغه راز پر موخه ایمان درلودل، هڅه او کار باید تل درسره ملګري وي، تر څو په ډېرې اسانۍ سره وکولای شئ موخې ته د رسېدو لپاره کږلېچونه ووهئ او د غرونو په شان لويې ستونزې تر شا پرېږدئ، د توپانونو پر وړاندې خپل متین عزم له لاسه ورنه کړئ، په دې ډول به مو موخې ته د رسېدو لپاره پر ځان باور دوه برابره شوی وي او د غشي غوندې به ور ورسېږئ.
بلې، “پر ځان باور، د مسوولیت احساس، پرېکړه او کاري وجدان” د بریا درې عوامل دي چې په څنګ کې ورسره “تل کار او هڅه” مو بریا ته لاسرسی تضمینوي.
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي وړوکي ماشوم یې د انځور کښنې کتابچه[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي کلونه وړاندې یو ځوان، چې یوازنۍ هیله[...]
د نړۍ په ډېرو بریالیو شرکتونو کې لومړی ګډ کار[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی