د یوې ژبه زده کول هیڅکله دومره اسانه نه وو لکه نن ورځ. د مصنوعي ځيرکتیا په مرسته اوس د ژبې زده کولو ډېر اپلیکیشنونه لکه ډولينګو ډېر مشهور شوي دي او ډېر مينوال لري.
د لووئین پوهنتون د دوهمې ژبې د زدکولو پروفیسوره الکه پيترز له راډیو اېن سره په مرکه کې وايي. “داسې اپلیکیشنونه په تمرین او تکرار باندې ولاړ دي. بې شکه چې تاسې یو څه زده کولی شئ، خو تاسې د اپلکشنونو په مرسته د ژبې د لوړې کچې مهارتونه نشی ترلاسه کولای.”
ډولينګو په ټوله نړۍ کې اوس میلیونه کاروونکي لري. د کاروونکو په وینا یې، دغه اپلیکیشن په خپل ډول کې روږدی کوونکی یا اعتیاد اور هم دی. دا تاسې مجبوروي چې هره ورځ یې وکاروئ، کنه تاسې به خپل تسلسل او مقام له لاسه ورکړئ.
پروفیسور پیټرز د رادیو اېن د De Wereld Vandaag خپرونه کې وايي: “که نن مو ایټالوي نه وي تمرین کړي، نو تاسې ته به د تمرین کولو یادونه وشي (نوټیفکېشن به درته واستول شي)، دا ډېر هڅونکی دی، چې تاسې مبایل را واخلی او خپل تمرین وکړئ.” د هغې په وینا، دا ډول اپلیکیشنونه د تمرین کولو او د یوې اضافي وسیلې په توګه ښه دی.
“دا ډول اپلیکیشنونه د تکرار او تمرین پر بنسټ ولاړ دي. تاسې ته څو ځوابه پوښتنې درکول کېږي، د ساده جملو او کلمو تکرار لري. په دې ډول تاسې یو څه زده کولی شئ، خو دا بسنه نه کوي چې په ژبه کې تاسې لوړ مهارت ترلاسه کړئ یا په اسانۍ سره خبرې وکړای شئ.”
د پیټرز په وینا، په دې اپلکشنونو کې ځینې اړین عناصر چې د ريښتينې ژبې د زدکړې لپاره اړين دي نشته. د ژبې اپلیکیشنونه تاسې له حقیقي موادو سره نه مخ کوي، نو ځکه تاسې نشی کولای چې روانې خبرې وکړی.
پروفیسور الکه پیټرز وايي: “که تاسې په یوه ژبه کې ریښتیني مهارت ترلاسه کول غواړئ، نو د ژبې کورسونه ونيسئ چې په عملي ډول هلته حضور پیدا کړی. په دې کې تاسې ټول هغه مهارتونه چې د یوې ژبې لپاره اړين دي په یوځای کې غښتلي کوئ. تاسې ته په دې کورسونو کې د لوستلو، خبرې کولو، ګرامر او نور څه په اړه ډېر تمرینونه درکول کېږي، او تر ټولو مهم دا چې تاسې خپلې تېروتنې سموئ.”
له ټولنیز اړخه هم باید دا هېره نه کړو چې د ژبې زده کولو ټولنیز اړخ ډېر مهم دی. کله چې تاسې له نورو سره یو ځای د ژبې زده کړه کوئ، تاسې د هغوی له احساساتو څخه یو څه زده کوئ، چې دا بهیر ستاسې ذهن ته ډېر په زړه پورې دی او تاسې ډېر څه په بنسټیز ډول زده کوئ.
په فلانډر کې د لویانو لپاره د ژبې د کورسونو زده کوونکي (هغوی چې ایټالیوي، هسپانوي او نورې ژبې زده کوي) له یو څه وخت راهیسې ورو ورو کمېږي، او شاید د دې یو لامل د ژبې زده کولو د اپلیکیشنونو بریالیتوب وي. ولې پروفیسور پیټرز په لووئین پوهنتون کې د ژبې زده کوونکو د شمېر د زیاتېدو خبره کوي او وايي چې دلته د ژبې زده کوونکي ډېر شوي.
