لیکنه: آرش ننګیال
جامې د انسانانو له شخصیت سره په مستقیم ډول تړاو لري. د ایټالیا خلک وايي
[quote]که غواړې د مقابل لوري شخصیت مالوم کړې بوټونه یې وګوره[/quote]د جامو یا لباس څرنګوالی د انسان پر شخصیت، پر خلکو او د انسان پر اړیکو د پام وړ اغېزه لري. همدا ډول د جامو رنګونه او شکل هم خپلې اغېزې لري. که څه هم چې د ښکلا لپاره کوم منلی معیار نشته خو د هغه تعریف له مخې چې د اندام تناسب ته ښکلا وایی، ځینې انسانان طبیعی ښکلا لري یانې مناسب اندام لري خو ځینې بیا داسې نه دي…هغوی چې طبیعي ښکلا نه لري کولای شي چې ځان کې جذابیت یا راښکون پیدا کړي او ځان ښکلی کړي.
ساینس له ټول پرمختګونو سره، سره په انسانانو کې هغه طبیعي ښکلا نه شي راوستلی خو جذابیت هر څوک په ځان کې راوستلی شي او ځان نه جذابه انسان جوړولی شي دا چاره له ډاکټر او روغتون نه پرته موږ خپله او په ډېرې اسانۍ یوازې د غوره سلیقې په درلودلو سره ترسره کولای شو. ګنې جامې او بوټونه هرڅوک اخلي که ارزانه وي او که ګران. هغه څه چې انسان کې راښکونه پیدا کوي هغه د جامو او رنګونو انتخاب دی.
که له باطني ښکلا سره ظاهري جذابیت هم ملګرې شي ښکاره ده چې انسان اغېز ناکه کولای شي. د ظاهري شکل له مخې ټول نارینه یو شان دي خو هغه څه چې ددوی ترمنځ تفاوت رامنځته کوي ظاهري ښکلا ده. یانې د ظاهري بنې هماهنګي ده. هغسې لباس اغوستل چې انسان پکې ښکلی او جذابه ښکاره شي.
که ځينو غونډو او محفلونو کې مو فکر شوی وي کله چې یو څوک له عادي یا هم نا منظمو جامو سره راشي د هیچا پام ورته نه اوړي او څوک یې کیسه کې نه وي خو که څوک له منظمو او ښکلو جامو سره راشي د ټولو پام ور اوړي او فکر کوي چې دی یو( څوک) دی. همدا د جامو اغېزه ده او د خلکو تر منځ په اړیکو جوړولو کې ستر رول لري.
ایا داسې څوک مو لیدلی چې زړو او خېرنو جامو کې واده، ختم، دفتر یا چکر ته تللی وي؟ یا له همدې جامو سره په کبر او غرور روان وي؟؟
خو که ښکلې جامې، بوټونه، ښکلې لونګۍ، یا دریشي مو په تن وي نو د غرور، پر ځان اعتماد او د خوښۍ احساس به کوئ. وايي هغه کسان چې په لوکسو او ښکلو جامو کې کار ته ځي یا هم خپلې رسمي جامې اغوندي نو هلته ورته داسې احساس پیدا کېږي چې په خپل کار او هنر کې متخصص دی، پر ځان عتماد کوي او ځان ورته ښه ښکاري. شاید ځکه خو د رسمي دفترونو، مثلا ښاروالۍ، د ودانیزو شرکتونو کار ګرو، ډاکټر او…. جامې سره توپیر لري. نو ویلی شو چې د انسان ظاهري بڼه د انسان په روح او روان اغېزه لري.
او رنګونو کې خو دومره ځواک شته چې ځوان زړو او زوړ ځوان ښکاره کړي. د جامو تر څنګ بوټونه هم د انسان په جذابیت کې ستر رول لري، که بوټه او جامې سره ډېر تفاوت ولري نو ټول زحمت مو اوبه وړي.
که څوک له دریشي او نکټايي سره څپلۍ واغوندي نو څه ډول به ښکاره شي….!
جامې او بوټونه چې په انسان کې د جذابیت لامل کېږي هغه جامې او بوټونه دي چې زموږ او ستاسو د وجود او اندام برابر وي او له یو بل سره هماهنګي یا ورته والی ولري. کله چې مختلف رنګونه او شکلونه سره یو ځای شي ښکاره ده چې راښکونه پیدا کوي.
په درنښت
Jan 22,2016