لیکه: سلطان شاه صفاري
په منځنیو پیړیو کي عیسوي کشیشانو پرخلکو باندي جنت خرڅاوه او ناپوهـ خلکو هم دپیسو په مقابل کي دجنت یوڅه برخه اخیستل، دمارتین لوتر په نوم یوه هوشیار شخص چي دخلکو له دې ناپوهۍ څخه ځوریدی، په هرعمل یې لاس پوري کړ خو خلک له دې کاره منعه نه سول ترڅو چي یوفکر ورته پیداسو، کلیساته ولاړی دجنت دخرڅولو مسؤل ته یې وویل چي ایا دوزخ خرڅوې؟
د دوزخ قیمت څودی؟
کشیش تعجب وکړ ویې ویل چي دوزخ؟!
هوشیار سړي وویل چی بلي هو!
کشیش بې له فکرکولو څخه وویل چي: درې سکې
سړي ژر پیسې ورکړې او ورته یې وویل چي مهرباني وکړئ سند یې هم راکړئ
کشیش دیوې پاڼي پر مخ وکښل چي د دوزخ سند
سړي په خوشهالۍ سره هغه سند راواخیستی او دکلیسا څخه ووتی، ښارته ورغی او نارې یې کړلې
ای خلکو! ماټوله دوزخ رانیوی او دایې هم سند دی، نور لازمه نه ده چي تاسو جنت رانیسئ ځکه زه خپل په دوزخ کي څوک نه پریږدم
دا هوشیار سړی مارتین لوتر و چي ۱۸۴۳م کال دنومبر پر لسمه د المان په آیزلبن ښار کي نړۍ ته راغی، هغه دکاتولیک مذهب یو له نقادانو څخه و او دپروتستانت مذهب یو سرسخت پلوۍ، دلوتر او فرانسوي کالون پیروان په امریکامتحده ایالاتو کي خورا اکثریت دي.
دلوتر له اصلاحاتو څخه څودادي چي د کشیشانو نکاح یې ازاده کړه، دپیسو په مقابل کي یې دګناهونو دبخښولو مخه ونیول، نن ورځ په اکثرو پرمختللو عیسوي هیوادونو کي عیسویان پروتستانت دي لکه په امریکا، انګلستان او کاناډا کي پروتستانت
لوتر د۱۵۴۶م کال دفبروري پر اتلسمه وفات سو او مقبره یې د ویتنبرګ په ښار کي ده.
تبصره:
عیسویت خپل دین هغه وخت تخریب کړ چي دین یې دشخصي غوښتنو تابع وګرځاوه، ان دانجیل ژباړه یې منع کړه ترڅو خلک دانجیل داصلي درسونو څخه خبرنسي کوم چي ددوی خرافات پکښې نه وه.
انتباه:
یوه ورځ مي کومه ویډیو کي یو سند ولیدی چي دشهادت سند په نوم و، چي یوشخص ته ترمرګ مخکي ورکړل سوی و چي ګویاته به حتماً شهیدکیږې، متاسفانه دې حالت راته دعیسویت دوخت خرافات رایاد کړل، بل خوا مي شاهي وخت راپیداسو چي وايي علماءو به دقرانکریم ترجمه او تفسیر ګناه ګڼل چي کیدای سي څوک غلط سي نو ځکه باید یواځي پرتلاوت بسنه وسي او بالاخره ددې ترڅنګ دهغه کسانوحال رایاد سي چي همدا اوس یوڅوک ونیسي نوورته وايي چي که دومره پیسې راکوې ښه کنه بیادي مرګ روا دی، نوبناءً غوښتنه مي داده چي راځي دین دخپلو غوښتنو مطابق جوړ نکړو بلکه ځانونه ددین دغوښتنو مطابق جوړ کړو او دقرانکریم په معني او مفهوم خامخاځان پوهــ کړو.