ــ ایا د قران او بایبل توضیح یو ډول ده؟
ځینې کړۍ هڅه کوي چې قران داسې کتاب معرفي کړي چې د دوئ په وینا سرچینه یې پخپله بایبل دی. هغه ورځ مې په پښتو ژبه کې د دهریانو یوه مقله لوستله، دوئ هڅه کړې وه چې قران او بایبل په یوه تله وتلي او ووایي چې قران له بایبل نه نقل شوی دی او دواړه له ساینس سره ټکرونه لري. دوئ د ځمکې او اسمانونو د شپږ ورځني خلقت بېلګه وړاندې کړې وه او ویلي یې ول چې بایبل هم وایي چې ځمکې او اسمانونه په شپږ ورځو کې پیدا شوي دي، او قران هم پخلی کوي چې هوکې، ځمکې او اسمانونه په شپږ ورځو کې پیدا شوي دي، خو د دوئ په وینا ساینس دا خبره نه شي منلی بلکې حقیقت دا دی چې د ځمکې او اسمانونو پيدایښت د خورا اوږدې مودې په ترڅ کې بشپړ شوی دی- دومره اوږده موده چې د شپږ ورځو پرتله ورسره د عقل خلاف کار دی.
ما په دې لیکنه کې هڅه کړې چې په قران کې د ځمکې او اسمانونو د خلقت رښتینې کیسه وړاندې کړم او له بایبل سره یې د پرتلیز جاج په ترڅ کې د ساینس په تله هم وتلم. هېره دې نه وي چې قران دومره کامل او بشپړ رښتینی کتاب دی چې ساینس باید د قران په تله وتلل شي، نه دا بل ډول. خو دلته د دهریانو نیوکې ته ځواب وایم، ځکه خو ساینس د تلې په توګه کاروم.
۱) بایبل د هرڅه په اړه پرله پسې او پېیلې خبرې کوي، په بله وینا، د موضوع په اړه تر مالوم سرلیک لاندې مالومات وړاندې کوي. خو قران کې د یوې ټاکلې موضوع په اړه ایتونه شیندلي وي، څېړونکی او لوستونکی اړ دی چې د قران له څنډو نه ایتونه سره را ټول او د موضوع جاج واخلي.
۲) که موږ پر یوه ټاکلې موضوع ټولیز او جامع مالومات اخلو، اړ یو چې د موضوع په اړه د قران تر څنګ صحیح نبوي احادیث هم را ټول کړو او وګورو چې قران او احادیث په ګډه څه وایي. د یادونې ده چې قران او صحیح نبوي احادیث کله هم ترمینځ ټکر نه لري. دلته نیوکه پر قران وه، زه به یواځې پر قراني لارښوونو تم شم. ان شاء الله.
د موریس بوکایل په وینا، لویدیځو ژبو ته چې د قران ژباړې او تفسیرونه شوي دي، د هغوئ لویه تېروتنه دا ده چې د قران ډېری توضیحات د بایبل سره پرتله کوي او خلکو ته قران او بایبل په خپل مینځ کې سره پوره-پوره ورته معارفي کوي.
ښاغلی بوکایل په خپله وینا کې پر حق دی. د ادیانو په اړه د لږې مطالعې لرونکي لویدیځوال رښتیا هم په همدې ګمان دي چې قران او بایبل ګواکې زیات ورته دي. د دې کار تر شا ما ته قصدي هڅه ښکاري، هغه داسې چې بایبل خو په ښکاره له ساینس سره ټکر دی، نو که خلکو ته داسې ګروهه ورکړله شي چې قران او بایبل سره ورته دي، دوئ پخپله په اتوماتیک ډول په دې نظر کېږی چې څنګه بایبل همداسې قران او دواړه له ساینس او واقعیت نه لري کتابونه!.
د کائیناتو د پیدایښت شپږ ورځنی پړاو
۱) بایبل،
۲) قران.
ا) بایبل:
په بایبل کې د ځمکې او اسمانونو خلقت لپاره شپږ ورځې وخت ټاکل شوی دي. بایبل په ښکاره ټکو کې وايي چې کاینات په شپږ ورځې کې الله پیدا کړل او بیا په اوومه ورځ الله دمه جوړه کړه. دې ورځې ته Sabbat ویل کېږي. زه نه پوهېږم چې دا به عربي توری وي که هیبرو یا یوناني. په هر صورت Sabbat هغه ورځ ده چې د عیسویانو او یهودو په به باور، له شپږ ورځنې کار نه وروسته پکې د کایناتو پیداکوونکي دمه جوړه کړه. اوومه ورځ لومړی د یهودو له خوا د رخصتۍ او دمې ورځ ومنل شوه او بیا عیسویانو له خوا.
بایبل کې په ښکاره ټکو یادونه کېږي چې شپږ داسې ورځې وې چې مهال یې په لمر ختو پیلېږي او په لمر لوېدو پای ته رسېږي. په دې توګه بایبل د ورځې تعریف زموږ-ستاسې نني تعریف نه اخلي، یانې د لمر په چاپېر په خپل محور د ځمکې چورلېدلو ته ورځ وایي. بل پلو ساینس وایي چې نه، ځمکې او اسمانونه په خورا اوږده وخت کې جوړ شوي دي چې پرتله یې له شپږ ورځو سره د سلیم عقل خلاف ده. په دې توګه بایبل په ښکاره له ساینس سره، په دې ټکي کې، ټکر پیدا کړی دی. هغوئ چې د بایبل په غلطیو خبر دي او له عیسویت سره یې مخه ښه کړې ده، پر قران هم همدا ګمان کوي چې ګواکې قران هم تېروتنې لري او د رب وینا نه شي کېدای. راځئ قران کې وګورو چې د ځمکې او اسمانونو خلقت په اړه څه ویل شوي دي.
۲) قران.
إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ…
ژباړه:
پرته له شکه چې رب مو هغه الله دی چې ځمکې او اسمانونه یې په شپږ ورځې کې پیدا کړل…
(قران، الاعراف، ۷: ۵۴)
ډېری ژباړونکو د ایام توری په ورځو ژباړلی دی. انګلیسي ته را وروستو ژباړو او تفسیرونو کې عبدالله یوسف علي د (ایام) توری په (ورځو) نه بلکې (پړاوونو/اوږدو مهالونو) ژباړلی دی. هوکې! عربي کې ایام یواځې ورځو ته نه ویل کېږي بلکې اوږدو مهالونو ته هم ویل کېږي
د (یوم) مانا ورځ ده. هېره دې نه وي چې ډېری مهال ترې مانا د ورځې لمرین مهال وي. یانې له لمر خاته تر لمر لوېده پوري. بل پلو (ایام) د (یوم) جمع ده چې خورا اوږدې مودې ته هم ویل کېږي. راځئ قران کې وګورو چې نورو ځایونو کې ایام او یوم څه ته ویل شوي دي:
… ثُم فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ …﴿٥﴾
… په ورځ کې چې اندازه یې ستاسې د زرو کلونو ده…
بل ځای کورو:
تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ ﴿٤﴾
ژباړه:
ملایکې او او روح په ورځ کې چې اندازه یې ستاسې په کلونو پنځوس زره کاله کېږي، د هغه لور ته پورته ځي.
( قران، المعارج، ۷۰: ۴۴)
دواړو ځایونو کې کورو چې یوم وخت دومره ټاکل شوی چې زموږ د ورځې په پرتله خورا اوږد دی. نو د ایام وخت خو بیخې لوی او اوږد مهال کېږي.
په قران کې بل ځای لولو:
قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَندَادًا ۚ ذَٰلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿٩﴾ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِن فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاءً لِّلسَّائِلِينَ ﴿١٠﴾ ثُمَّ اسْتَوَىٰ إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ ﴿١١﴾ فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَىٰ فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا ۚ وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿١٢﴾
ژباړه:
ووایه: ایا تاسې له هغه انکار کوئ چې ځمکه یې په دوه پېره ( پېر د وخت لویې اندازې ته وایو) کې پيدا کړه، او هغه ته ساري لټوئ ؟ دی د عالمیانو رب دی. او په ځمکه یې محکم غرونه ودرول او پکې یې زیاتې کټې پیدا کړې او روزي یې په څلور پېره کې تقدیر کړه او (هغه هم) یو ډول او د اړمنو د اړتیا وړ. همدارنګه یې اسمان ته مخ کړ په داسې حال کې چې هغه دود ؤ. بیا یې هغه او ځمکې ته وویل: په خوښه یا ناخوښه راشئ. دواړو وویل: فرمان وړونکي راغلو. بیا یې هغه د اووه اسمانونو په توګه په دوه پېره کې تیار کړل او ټولو اسمانونو کې امرونه وحیه کړل. او د ځمکې اسمان یې په ستورو ښکلی کړ او حفظ یې کړ. داسې دی د عزیز او علیم رب تقدیر.
(قران، فصلت، ۴۱: ۹-۱۲)
په دې ایت شریف کې زیاتو ټکو ته اشاره شوې ده، چې یو مهم ټکی یې د ځمکې اسمان له نورو نه توپیر کول دي. د اووه اسمانونو په کیفیت خبرې دلته نه کوو، کنه د ځمکې اسمان په اړه به مو خبرې کړې وې او اووه اسمانونه به مو څېړلي ول. څه چې دلته مهم دي او ما دا ایت شریفونه ذکر کړل دادی چې ځینې دهریان او کره کتونکي نیوکه کوي چې دلته په قران کې ټکر پیدا شو. ځکه قران کې وایي چې ځمکي او اسمانونه په شپږ ورځو کې پيدا شول خو دلته که ورځې سره ټوټل کړو، اته ورځې کېږي:
ــ ځمکه په دوه پړاوه/پېره کې پیدا کول ،،
ــ څلور پړاوه/پېره کې د ځمکې اوسېدونکو لپاره ( که انسانان دي، حیوانات، حشرات، او نباتات) د روزي بندوبست کول (ثم)،،
ــ دوه پړاوه کې اسمانونه جوړول.
په دې توکه ټول اته پړاوه شول.
ایت ته مراجعه وکړئ او وګورئ چې د ثم توری کارول شوی دی چې د (بیا/وروسته) او (همدارنکه/هممهال) مانا کانې لري. یانې په دوه پړاوه کې ځمکه پيدا شوه، څلور پړاوه نور وخت یې ونیو چې د ځمکې ټولې اسانتیاوې پوره شوې او ورسره هممهال اسمانونه هم تیار شول. په دې توګه ټول شپږ کېږي.
قران د کایناتو پیدایښت لپاره Sequence نه دی اېښی. بلکې د Sequence په اړه مطالعه ښیي چې په پورته ایت کې قران د ثم له توري څخه د هممهال مانا ورکوي. د کایناتو سیکونیس په اړه د قران لارښوونو ته به بله ورځ وخت ورکړو او په اړه به یې مالومات وړاندې کړو. ان شاء الله.
موږ وویل چې له یوم نه موخه پړاو/پېر ده او د ایام مانا خورا اوږد مهال کېږي چې ساینس هم له دې خبرې سره سراسر جوړ دی. البته دلته د شپږ پړاوه توضیح قران کې لولو، پوښتنه داده چې ساینس د شپږ پړاویز پیدایښت په اړه څه لري؟
ساینسي څېړنې ښیي چې د کایناتو پیدایښت خورا اوږده موده نیولې ده، خو د شپږ پړاوه پر کیفیت ساینس د خپل محدود پرمختک پر درشل کې لا هم هیڅ مالومات نه لري. نو شپږ پړاویز پیدایښت په اړه ساینس نه پخلی کولی شي او نه یې ردولی شي. خو ساینس دومره پخلی کوي چې هوکې! د کائیناتو پیدایښت په اړه قران حق وایي چې خورا اوږد مهال یې نیولی دی.
د دهریانو او کره کتونکو نیوکه او ځواب:
دهریان او کره کتونکي نیوکه کوي چې که له ایام نه موخه خورا اوږد مهال وای، ولي یې همداسې صریحاً د اوږد مهال یادونه نه کوله؟ او دا چې ولي باید ایام په اوږده مهال مانا شي؟
زه به په دریو ټکو کې دې پوښتنې ته ځواب ووایم:
۱)
ځکه چې د ایام مانا مازې له ډکشنریو او قاموسونو نه ده اخیستل شوې بلکې په قراني context کې د یوم مانا بل ډول هم راکړل شوې ده. داسې نه ده چې پر اوږده مهال د یوم مانا نادوده ده، یا خو خورا زړه ده او یا نوې جوړه شوې ده. دا یې منل شوې مانا ده او بل قران کې هم د یوم مانا یواځې په ورځ نه ده شوې بلکې صریحا یې ویلي دي چې: داسې ورځ چې ستاسې د هغې زرکاله کېږي او یا ان پنځوس زره کاله کېږي.
۲)
دا یادونه هم کوم چې- البته دا زما شخصي نظر دی، هر څوک کولی شي د دلایلو په رڼا کې یې رد کړي- د اسلام د ظهور په مهال د ساینس په نوم هیڅ هم نه ول، خلکو یواځې پر دیني کتابونو باور در لود، او ډېری خلک په دې باور ول چې ځمکه او اسمانونه رښتیا هم په شپږ ورځو کې پیدا شوي دي. نو که قران صریحتا ویلي وای چې نه!، دې پیدایښت زرګونه کلونه نیولي دي، ممکن یهود او عیسویان نه وای قانع شوي چې دا کتاب په تورات او انجیل پسې بل الهي کتاب دی. ځکه دوئ به ویل چې دا خو زموږ له کتابونو سره په ښکاره ټکر کې دی. هېره دې نه وي چې د اسلام په اولو وختونو کې هڅه دا وه چې یهودو او عیسویانو ته باور ورکړل شي چې د محمد شریعت هماغه د ابراهیم شریعت دی او په مدینه کې د محمد صلی الله علیه وسلم لویه هڅه دا وه چې مدیني یهودو ته قناعت ورکړي چې راشئ مسلمانان شئ، اسلامي شریعت ستاسې د شریعت مکمله ده. په دې پار، رسول الله له یهودو سره روژه نیوه چې پیل به یې په لمر لوېده کېده او تر بل لمر لوېده به نیول کېده. همدارنګه لمونځ هم د بیت المقدس ( زړې قبلې) پر لور کېدی او د شریعت حدود ( لکه د زنا حد) هم د یهودو شریعت له مخې کېدی. د دې هرڅه مقصد داؤ چې یهود ژر تر ژره مسلمانان شي او باور پیدا کړي چې اسلام او یهودیت سره ټکر نه بلکې اسلام یې مکمله ده.
۳) پخواني مفسرین یو هم نه پوهېدل چې د یوم مانا چې قران زر یا پنځوس زره کاله ورکړې، هدف به یې څه وي. اوسني ساینسي پرمختکونو ښودلې ده چې وخت هم نسبي دی. یانې astronomical time د ځمکې له وخت سره توپیر کوي. په دې حقیقت موږ یواځې اوس پوهېدلي یو. دلته هغه ایتونه چې د کائیناتو پیدایښت پکې توضیح شوی دی، هغه ټولې کړنې د ځمکې په سطح نه دي شوې. له دې ځایه ده چې وخت یې باید تغیر وي. د حیرانتیا خبره ده چې قران کې هم کله چې خبره له ځمکې پورته کېږي، د وخت تغیر ته اشاره کېږي: مثلا پورته موږ ولیدل چې روح او ملایکې چې رب ته ور کرځي، وخت یې زموږ سره تغیر کوي او زموږ د هغه پنځوس زره کاله کېږي. او یا هم دا چې د امورو ور کرځېدل د رب لورې ته په یوه ورځ چې شمېر یې زموږ د هغې زر کاله کېږي. دلته عجیب ساینسي ټکي ته اشاره ده، او هغه د ځمکې او اسټرانومیکي وخت تغیر دی. بله خبره دا ده چې کائیناتو په پرتله ځمکه په سمندر کې د یوه ټکي په اندازه هم نه ده، نو ځکه ایام باید په اوږده مهالونو مانا شي ځکه د کائیناتو لرې څنډې له ځمکې نه په نه حسابېدونکې کچه لرې دي، او کله چې دغومره لرې فاصلې په اړه قران خبرې کوي، د یوم مانا یې تل اوږد مهال ( زرکونه کلونه) کړې وي. ځکه خو زموږ خبره په زبات رسېږي چې د ایام مانا خورا اوږده مهالونه دي.
پایله:
ـ قران او بایبل دواړه د ځمکې او اسمانونو پیدایښت په شپږ ورځې کې بللی دی.
ـ بایبل یې وخت هم تعریف کړی دی چې د ځمکې د ورځ سره انډول وخت یې ښودلی دی، ځکه ناسم دی.
ـ قران یې هم وخت ښودلی دی خو خورا اوږد مهال.
ـ ساینس د قران پخلی کوي، داسې چې د کائیناتو پيدایښت یې د خورا اوږده مهال کار بللی دی.
یادونه:
لیکنه د بیلابیلو لیکوالو د نظر چاڼ او زما شخصي نظر زیاتونه ده. هرڅوک حق لري چې ویې ننګوي.