ځمکني توت چې څومره ښایسته دي، په هماغه اندازه یې روغتیایي ګټې هم ډېرې دي. دغه مېوه د یو شمېر ویټامینونو په لرلو سربېره د انټي اکسایډنټس له غوره سرچینو څخه ګڼل کېږي. ځمکني توت لاندې ګټې لري:
۱- د بدن دفاعي سیستم غښتلی کوي
څېړنو ښودلې چې ځمکني توت د ویټامین سي (Vitamin C) چې بدن یې د جوړولو وړتیا نه لري، یوه غوره سرچینه ده. د کلیفورنیا پوهنتون د څېړونکو په خبره، که چېرې د یوې مودې لپاره په ورځني ډول ځمکني توت وخوړل شي، نو په دې مېوه کې د شته انټي اکسایډنټس وړتیا د وینې برخه ګرځي.
۲- د سرطان مخه نیسي
ویټامین سي هغه څه دي چې د سر
طان په مخنیوي کې مهمه ونډه لري. دغه ویټامین د بدن دفاعي ځواک غښتلی کوي او سربېره پر دې د مختلفو ناروغيو پر وړاندې مقاومت کوي. د یوې څېړنې پر بنسټ په ځمکنيو توتو کې شته ایلاجیک اسید (Ellagic Acid) نومي ګټور مواد د سرطان ضد خاصیت لري او د سرطاني حجراتو د زیاتېدو او پرمختګ مخه نیسي.
۳- د وینې فشار نورمال ساتي
په ځمکني توت کې پوتاشیم یوه بله ګټوره ماده ده چې نه یوازې د وینې فشار کنټرولوي، بلکې د وینې د لوړ فشار په کمولو کې هم مرسته کوي.
۴- د بدن فایبر زیاتوي
فایبر د خوړو د هضم لپاره ډېر اړین دي او په ځمکني توت کې دغه ګټوره ماده په ډېره زیاته پیمانه پیدا کېږي. که په بدن کې فایبر کم شي، نو د قبض او کولمو د عفونت خطر هم زیاتېږي.