هغه ماشومان چې په منظم ډول سهارنۍ خوري، تر نورو نوښتګر وي. څېړنو ښودلې که ماشومان په منظم ډول سهارنۍ وخوري، په لوی عمر کې له ګڼو ناروغیو لکه شکرې، چاغوالي او نورو څخه ژغورل کېږي.
روغتیا پالان میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي چې باید پر دې ځان ډاډه کړي چې د ماشومانو په سهارنۍ کې یې ارو مرو پروټین او کاربوهایدرېت شتون لري؛ ځکه دغه چاره په وینه کې د شکرې اندازه د څو ساعتونو لپاره لوړه ساتي او ماشومان ژر نه وږي کېږي.
که سهارنۍ هېڅ ونه خوړل شي د ماشوم پر ودې منفي اغېز کوي.
روغتیا پالان وایي، که سهارنۍ هېڅ ونه خوړل شي، کېدای شي ماشومان له ګڼو روغتیایي ستونزه سره مخ شي او پر وده یې منفي اغېز وکړي. دوی وایي که ماشومانو ته په منظم ډول سهارنۍ ورکړل شي، وده کوي او په څنګ کې یې ورسره د نوښت او ذکاوت قوه هم پیاوړې کېږي او ذهن یې هم وده کوي. هغوی ټولو میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو خیال وساتي او خوړو ته یې پاملرنه وکړي.
ژباړه: حمیدالله حمیدي
You also might be interested in
فرانسیس توربین د ضربې (impulse) او عکس العمل دواړود ګډعمل[...]
ژباړه: محمد فرید عاطف لومړۍ پوښتنه . د کوږوالي مومنټ[...]
یو شمیر اړین انجینري واحدات. 1. Kg=9.81 N 1 2.[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی