Afghan Tips

AFGHAN TIPS

د بلجیم او اروپا په اړه په پښتو معلومات

پښتو   |   NL   |   EN

کورپاڼه / لیکنې

ایا غوره ده چې له بلجیم څخه بل هېواد ته کډه وکړو؟

کډوالي او له یوه ځایه بل ځای ته لېږد د بشري ژوند یوه طبیعي پدیده ده، چې تل د ښه ژوند او هوساینې په لټه کې ترسره کېږي. د بلجیم د احصایې د رسمي ادارې (Statbel) د شمېرو له مخې، هر کال له ۱۱۰،۰۰۰ تر ۱۳۰،۰۰۰ پورې کسان له بلجیم څخه نورو هېوادونو ته کډه کوي، چې شاوخوا ۴۰٪ یې پخپله بلجیمي اتباع او پاتې ۶۰٪ یې بهرني وګړي دي. د دغو کسانو د تګ لاملونه تر ډېره اقتصادي او اقلیمي دي؛ د بېلګې په توګه، ډېر کسان فرانسې ته د ګډې ژبې او ارزانه کورونو لپاره، هالنډ او جرمني ته د پیاوړي کاري مارکېټ لپاره، هسپانیې ته د تودې هوا لپاره او لوګزامبورګ، بریتانیا یا امریکا ته د لوړو مسلکي دندو او ټیټو مالیاتو په موخه کډه کېږي. دا شمېرې ښيي چې له یوه هېواد څخه بل ته تلل یو نورمال ستراتیژیک تصمیم دی. 

په دې وروستیو کې په بلجیم مېشتو افغانانو وټساپ ګروپ کې یوه په زړه پورې ټولپوښتنه وشوه چې پایلې یې له ټولنیز او ستراتیژیک پلوه خورا د بحث وړ دي. په دې ټولپوښتنه کې پوښتل شوي چې که چېرې د کډې کولو فرصت ولرئ، کوم لوری به وټاکئ؟ د ۵۱ ګډونوالو له ډلې څخه، ۲۵ کسانو ویلي چې بلجیم ورته ارام دی او د ژوند لپاره تر ټولو ښه دی، خو په مقابل کې ۲۲ کسانو رایه ورکړې چې که شرایط ښه شي بېرته افغانستان یا یوه اسلامي هېواد ته ستنېږي. یوازې ۴ کسانو انګلیسي ژبو هېوادونو ته د تګ هیله ښودلې چې د ژبې د اسانتیا، ښه کار او د اولادونو د تعلیم لپاره یې دا ټاکنه کړې او ګاونډیو اروپايي هېوادونو لکه هالنډ، جرمني، فرانسه ته هېچا هم رایه نه ده ورکړې. 

د دې لپاره چې دا پایلې په علمي توګه تحلیل کړو، باید پوه شو چې له بلجیم څخه وتل یوازې د افغانانو هیله نه ده، بلکې دا یوه پراخه ملي او نړیواله کچه لري، خو د افغانانو په قضیه کې دا تصمیم د اقتصادي ګټو پر ځای تر ډېره پر کلتوري او هویتي مسایلو ولاړ دی، ځکه ګاونډیو هېوادونو ته یې هېڅ تمایل نه دی ښودلی.

زما له نظره، د افغانانو د ټولپوښتنې پایلې دوه بېلابېل ټولنیز لوري په ډاګه کوي. هغه ۲۵ کسان چې بلجیم یې د ژوند لپاره غوره کړی، په حقیقت کې یې واقعیت منلی دی او په نوي چاپیریال کې د ادغام پر لور بریالي ګامونه اخلي. هغوی پوهېږي چې دلته امنیت، ټولنیز خوندیتوب او ثبات شته. په داسې حال کې چې هغه ۲۲ کسان چې بېرته افغانستان یا اسلامي هېواد ته د ستنېدو هیله لري، له یوه ډول رواني نوستالژي او د هویتي تړاو له ننګونو سره مخ دي. د ټولنیزې ارواپوهنې په ډګر کې دا یوه طبیعي چاره ده چې کډوال د نوي چاپیریال د ستونزو په غبرګون کې د خپل اصلي هېواد ایډیال انځور په ذهن کې ساتي، حتی که هلته عملي شرایط برابر هم نه وي.

علمي او ارواپوهنیزې څېړنې ښيي چې د ژوند په نوي چاپیریال کې د تړاو احساس  یا Sense of Belonging د انسان د هوساینې او پرمختګ تر ټولو بنسټیز شرط دی. هغه کډوال چې د مېشت هېواد ځمکې، سړکونه، بریاوې او شتمنۍ د خپلې ملي شتمنۍ په توګه احساس کړي او ځان د هغې ټولنې نه بېلېدونکې برخه وګڼي، هغوی معمولاً د خوښۍ لوړه کچه تجربه کوي او په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې چټک پرمختګ کوي. برعکس، هغه کسان چې دا ډول احساس نه لري او په رواني لحاظ یې خپل ژوند په لنډمهاله انتظار کې درولی وي، ترڅو یوه ورځ بېرته ستانه شي، هغوی معمولاً له دوامداره خفګان، انزوا او رواني فشارونو سره مخ کېږي. دا پردیتوب د دې لامل کېږي چې هغوی په مېشت هېواد کې له شته فرصتونو، مسلکي پرمختګ او ټولنیز ګډون څخه وروسته پاتې شي.

زما شخصي وړاندیز دا دی چې کډوالي او د ښه ژوند لټون یو طبیعي حق دی، خو دا ډېره مهمه ده چې موږ خپل اوسنی ژوند د یوې نامعلومې راتلونکې قرباني نه کړو. هغه کسان چې لا هم په بلجیم کې ژوند کوي، باید هڅه وکړي چې د دې هېواد له کلتور، قوانینو او ټولنې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او دلته د خپلې کورنۍ او اولادونو لپاره یو باثباته بنسټ کېږدي. د ټولپوښتنې له مخې د هغو کسانو پرېکړه چې بلجیم یې د ارام ژوند لپاره غوره بللی، یو خورا معقول او عملي دریځ دی. د هېواد یا بل ځای د تګ خوبونه لیدل منع نه دي، خو تر هغو چې دلته یاست، د دې ټولنې بریا خپله بریا وګڼئ او په پوره انرژۍ سره په کې فعاله ونډه واخلئ، ترڅو هم مو رواني هوساینه خوندي شي او هم د یوه بریالي او روښانه راتلونکي خاوندان شئ.

درنښت
انجنیر بشير سجاوندی