ژباړه: حمیدالله حمیدي
مور یې خپل زوی سعید نن د نورو ورځو په پرتله یو څه مخکې له خوبه را ویښ کړ، ځکه د پلان له مخې باید د سعید ټولې کورنۍ نن په یوې لوې کښتۍ کې سفر کړی وای.
پلار به یې تل ورته ویل« زویه هغه کښتۍ ډیره لویه ده او په سل هاو کوټې او لوی لوی د ورزش صالونونه لري.»
له ټاکلي وخت سره سمه کښتۍ د اوبو څنډې ته راغله سعید، چې پوره اووه کاله عمر یې درلود له خپلې لس کلنې خور سارا، مور او پلار سره د خلکو په هغه اوږده کتار کې ولاړ وو، چې په کښتۍ کې د سپرېدو انتظار یې کاوه.
ټول په کښتۍ کې سپاره شول، د کښتۍ خدمتګارانو د سعید کورنۍ خپلې مشخصې کوټې ته، چې په لومړي پوړ کې وه رهنمایي کړه.
ټول له هغه ښه و، چې سعید به يې په اړه فکر کولو، وخت ډېر په تېزۍ سره تېرېدو. کښتۍ په اوبو کې لکه مار غوندې روانه وه، او دواړه څنګونو ته یې د غرونو په شان اوبه بېلولې.
د سعید ټوله کورنۍ د کښتۍ په کانټین کې په خوراک او خبرو بوخته وه ، سعید همدا وخت یې مناسب ولید او غوښتل یې، چې د کښتۍ له خلاصې پنجرې څخه د بېرونۍ ښکلې او زړه وړونکې هوا څخه خوند واخلي.
بېرون نرم او ملایم باد چلېدو. له کښتۍ بېرون هوا او منظره دومره ښکلې وه، چې، سعید یې د خوښې په موجونو کې لامبو وهله او ځان یې دومره خم کړی و، چې بې پامه له کښتۍ لاندې را پرېوت.
د اوبو په لویو موجونو کې به یې کله سر را ښکاره شو لویه، چیغه به یې وکړه او کله به یې غږ بېرته ورک او څېره به یې له سترګو پناه شوه.
په کښتۍ کې سپاره پنځوس کلن سړي د خطر د زنګ بټنې ته فشار ور کړ او ځان یې اوبو ته د سعید د ژغورلو لپاره ور ختا کړ. د کښتۍ ټولې سپرلۍ د دې صحنې لیدنه کوله، د ژغورلو ډله په بیړه را ورسېده او په ډېره تېزۍ سره یې سعید او یاد پنځوس کلن سړی وژغورل.
له را ختو سره سم سعید د خپل پلار غېږې ته ورغلو ، په بښنې غوښتلو یې پیل او د پنځوس کلن سړي په ستایلو یې پيل وکړ کوم، چې د ده په ژغورلو کې یې مرسته کړې وه.
په همدې وخت کې هغه کس، چې د سعید د ژغورلو هڅه یې کړې وه په داسې حال کې، چې له جامو یې اوبه څڅېدې د سعید خواته ور روان شو، سعید هم په خپل ځای کې ودرېد، د سړي لاس یې ښکل کړ، مننه یې ترې وکړه، چې د ده ژوند یې وژغورلو.
سړي په مسکا ځواب ورکړ« زویه هیله لرم، چې ژوند دې د ژغورلو ارزښت ولري.»
دا خبرې د سعید په زړه چنګ و واهه او د بریا لامل یې ورګرځېده. دې جملې یې په زړه کې داسې ځای وکړ، چې د تل لپاره ور سره مل وه او له سعید څخه یې یو بریالی او خیر غوښتونکی کس جوړ کړ.
د سعید به تل دغه جمله، چې « زویه هیله لرم، چې ژوند دې د ژغورلو ارزښت ولري.» په یاده وه او ده ته به یې قوت ورکاوه.
اوس له ځانه وپوښتئ:
ایا ژوند مو د ژغولو ارزښت لري؟
ایا غواړئ په ژوند کې درنه یو ارزښتناک شی په مېراث پاتې شي؟
ایا هوډ لرئ، چې د خپلو اطرافیانو لپاره یوه الګو (مخ بېلګه) وګرځئ؟
له همدې نن څخه یې پیل کړئ
ژوند مو په امید او خیر خواهۍ سره پیل کړئ.
موخې مو په نښه کړئ، د رسېدو لپاره ورته نقشه جوړه کړئ، پر ځان باور ولرئ تر څو ورته ورسېږئ.
د ښېګڼو بدله خدای پاک په څو چنده انسان ته ورکوي، له هر چا سره ښه چلند وکړئ. داسې، چې فکر کوئ دا کس د وروستي ځل لپاره ګورئ.
که خدای پاک ته نېږدې شوئ وبه ګورئ، چې ژوند مو څه ډول له خوښیو ډکېږي.
له همدې نن ورځې هڅه پیل کړه، چې ژوند ته دې په مثبت لوري بدلون ورکړې.
هڅه وکړه، له خلکو سره ښه وکړئ، تل په یاد ولرئ، چې هر څه ستا په خپل لاس کې دي.
You also might be interested in
په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا د[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي د هوا خرابوالي په لویو ښارونو کې[...]
په یاد ولرئ، چې تاسو یو بالقوه نابغه او د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی