لیکنه: جمشید عمر
د شلمي پیړۍ په لومړیو کې د سمبولیزم تر تاثیر لاندې یو شمیر امریکایي او انګلیسي شاعرانو په لندن کې یو مکتب جوړ کړ، چې ازراپاوند (۱۹۷۲ــ ۱۸۸۵ (Ezra pound) هغه ته د ایماژینیزم یا تصویر جوړونه، نوم ورکړ. دی د امریکا و، خو په لندن کې اوسیدو. دی او ټی ایس ایلیټ ددي (امیاژينیزم، تصویرجوړونه) نظریې بنسټ ایښودونکي دي.
ددې مکتب نورې څېرې ریچارډ الدینګتن (R, Aldington) او د دده ښځه هلیدا دولیتل (H, Doolittle)، اف ایس، فلینت، اسکیپویت کانل، امی لوئل او جان کورنوس دي.
دوی له پخوانیو شعري سبکونو او فورمونو خسته شوي ول. دوی د ویکتوریایی ( ویکتوریایی یوه دوره وه. په دې دوره کې اشعارو غوره موضوع په ایمان باندې شک کول ول.
رومان یې د ټولنیزو ستونزو، لکه: فقر، بیکاري، اقتصادي… او مرګ څخه بحث کاوه. شعر یې ډیر دواړو نړیو اندیښنو ته متوجه و. هره ورځ به د خلکو سنتی عقیدي او طبیعي علومو پرمختګ تر سوال لاندې و او علماو هم ددي عقیدو څخه دفاع نه شوی کولی. مخکې به چې یوه مور په طبیعي ډول له خپل اولاد سره مینه کوله، خو اوس به يې غوښتل چې په خوله یې ورته غوښې وشکوي او له منځه یې ویسي.
په تیر وخت پښیماني، اندیښنه، یوازیوالی، جنګونه او په ایمان شک کول ددي دوري د شعر موضوعګاني دي)، دي او جورجین اشعارو سره به یې کلک مخالفت کاوه او غوښتل یې چې یوه نوي لار او سبک په شعر کې پيدا کړي، چې د کلیشو، قیدونو، عادتونو نه په ادبیاتو کې لیري اوسی یعني پخواني شعر نه ازاد اوسي او په دې بی ثباته نړی سره نوي بڼه خپل فکر او شاعرانه احساس بیان کړي.
دوی غوښتل چې شعر ته له یوي نوي زاوي وګوري او یو نوی تعریف ورکړي.
هیوم په کلاسیک فکر : شعر یې له مجسمه جوړوني سره تشبه کاوه. الیوم به ویل، چې شاعر باید د تصویرونو، نوو تشبیهاتو په پنځولو کې د ژبې له خلاقیت له ځانګړتیا څخه کار واخلئ.
اف. ام. فورد له الیوت غوندې عقیده درولود او ویل به یې چې: شعر باید خلکو ته نږدي په روانه ژبه وویل شي، کلیشه او ګرامري اصول باید یوي خواته کیښودل شي، مګر اما امی لوئل به اوله کې وزن او موسیقیت ته اهمیت وکاوه او په دې عقیده و، چې شعر باید موسیقی، وزن ولري او زړه راښکونکی وي.
ددي مکتب پيروان وايي: د یو مفهوم د بیان لپاره د مستقیم بیان پر ځای، له تصویرنو کار واخلئ. تصویرونه باید واضح وي، د مفهوم سره یو شی وي او تر ډېره عیني وي.
دوی لومړی کار ازاد شعر او چیني شعرونه او هایکو ته په تصویر جوړولو کې ځای ورکړ. دوی تصویر ته ډیر تمایلات درلودل. د موضوع انتخاب مجاز و. شعر واضح، ایجاز ددي شعرونو ځانګړتیاوي وي.
ددوی عقاید:
ازاد شعر:
دوی د ازاد شرع طرفداران ول. ددوی په اند په داسي شعرونو کې د شاعر لاس خلاص وي، د دنني احساساتو د بیان لپاره او د شعر د خلق لپاره بهترین فورم دی، چې شاعر په ډیر راحتی سره هره موضوع بیانولی شي.
انځورجوړونه:
ددي مکتب پيروانو به ساده مضامین په انځورونو سره نظم کړل او هر حسی او ذهني مبهم شی ته خارجي واقعیت ورکاوه.
روښانه بیان:
دوی په دي عقیده ول، چې ایجاز او ګټور یعني هر هغه مفهوم چې بیانوی باید لنډ او ګټور وي. د شاعرانو په وینا، د کلماتو په کارولو کې باید بخیل اوسئ.
سمبول:
په طبیعي ډول هر شی سمبول دی، نو کله چې هغه شي ته اشاره کوي په مستقیم ډول هماغه شی بیان کړی او تشبه، استعاره او کنایه وکاورئ.
د ادوارد استورر ( Mirrors of illusion) د وهمونو اییني، ددي مکتب فکری اثر دی. بل اثر (Some imagist poets) یو څو انځورګر شاعران دی. (A Few Don, ts) یوه بله مجموعه ده او همدارنګه د راپاوند ادبي مقالي (A Retrospect) چې ددي مکتب فکري ثمره ده.
ماخذونه:
۱ـ شینواری، دوست، د ادب تیوری اساسونه۱۳۹۳، یار خپرندویه ټولنه.
۲ـ خرسان ورځپاڼه، تصویر ګرایی.
۳ـ فخري، لیدا، مقاله، ایماژیسم و تصویرسازی.
You also might be interested in
لیکنه: انور لمر تر ډېره به مو اوریدلي وي چې د[...]
تدريسي مېتودونه هغه طريقي بلل كېږي چې كوم ښوونكي او[...]
لیکنه: مروت درد دردونه هنرونه پنځوي او چې کله دځینو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی