• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ایکوکاردیوګرافي د نادرو واقعاتو په تشخیص کې

Home روغتیاایکوکاردیوګرافي د نادرو واقعاتو په تشخیص کې
ایکوکاردیوګرافي د نادرو واقعاتو په تشخیص کې

ایکوکاردیوګرافي د نادرو واقعاتو په تشخیص کې

لیکنه: ډاکتر محب الله زغم
د زړه تومورونه نادر دي. په زړه کې د ابتدايي تومورونو شیوع 0.001-0.03% پورې وي؛ خو تشخیص یې په دې خورا مهم دی چې سیر او درملنه یې د زړه له نورو ناروغیو جوت توپیر لري. تر 1952 کال مخکې په ژوندیو انسانانو کې د زړه تومورونه نه وو تشخیص شوي او یوازې تر مرګ وروسته په اوټوپسې کې تشخیصېدل؛ خو په همدې کال کې ګولډبرګ Goldberg په لومړي ځل د ژوندي انسان په زړه کې تومور تشخیص کړ چې هغه هم مېګزوما وه. دا خبره د ایکو اهمیت ښيي، د ایکوکاردیوګرافي تر عامېدو د مخه د زړه تومورونه معمولاً له نظره پټ پاتې کېدل.
وجه یې دا ده چې د کلینیکي لوحې پر اساس د زړه د تومورنو تشخیص ناممکن دی؛ ځکه اعراض او علایم یې د نورو ناروغیو په شان وي او ډاکتر ورته نه متوجه کېږي. مثلاً میګزوما که په چپ اذین کې وي او د مایترل د دسام لاره ونیسي عیناً د مایترل دسام د تضیق اعراض تولیدوي او که په ښي اذین کې وي د ټرای کسپید د تضیق او د ښي بطین د عدم کفایې اعراض؛ څنګه چې دغه نورې ناروغۍ د تومورونو په نسبت زیات شایع دي؛ نو ډاکتر په لومړي سر کې هماغه ناروغیو ته فکر کوي او د تومور تشخیص ځنې پاتې کېږي.
میګزوما د زړه په تومورونه کې خورا شایع تومور دی چې د ابتدايي تومورونو تقریباً 30% جوړوي. دا تومورونه مختلفې اندازې لري، له یوه سانتي رانیولې تر دومره لوی توموره پورې چې د اذین ټول جوف ډکوي. دا تومور په ۷۵٪ واقعاتو کې په چپ اذین کې وي او له اذیني حجاب څخه منشا اخلي، ۱۵٪ په ښي اذین، ۵٪ په ښي بطین او ۵٪ په چپ بطین، اذیني – بطیني دسامونو او نورو ځایونو کې لیدل کېږي. میګزوما اکثراً نامتجانس، متکلس او غیرمنظم شکل لري، کله کله د انګورو د وږي په شان ښکاري او ماتېدونکی وي یعنې د دې امکان شته چې ټوټې ځنې جلا شي او امبولې ورکړي. د مېګزوما یو ډول فامیلي بڼه لري؛ نو که د کورنۍ په یوه غړي کې یې وینو باید نور قریبان یې هم معاینه کړو.
ایکوکاردیوګرافي د زړه د تومورونو د تشخیص لپاره خورا معتبره معاینه ده. د دې ناروغیو تشخیص په دې اهمیت لري چې یو خو اکثره تومورونه سلیم وي (۷۵٪) او چې په جراحي عملیې سره وایستل شي، ناروغ عمري ښه کېږي. البته ځینې تومورونه لکه میګزوما په تېره بیا فامیلي بڼه یې تر عملیات وروسته ممکن عود وکړي؛ نو د ناروغ پر له پسې معاینې په کار دي. له بلې خوا که د زړه تومور پر وخت تشخیص شي له اختلاطاتو او ناوړه عواقبو یې مخنیوی کېږي. د دې تومورونو عمده اختلاط امبولې ګانې دي. امبولې ګانې کېدای شي له د توموره منشأ واخلي یعنې ممکن د تومور ټوټې جلا شي او یا هم کېدای شي له هغه ترومبس څخه منشأ واخلي چې د تومور په سر جوړېږي. د چپ چمبرونو تومورونه اکثراً سیستمیک امبولې ګانې ورکوي چې دماغي هغې یې زیاتې شایع دي خو که له چپ څخه ښي ته شنټ موجود وي، ریوي امبولیزم هم ورکولای شي. همدارنګه د ښي چمبرونو تومورونه اکثراً ریوي امبولیزم رامنځته کوي؛ خو که د patent foramen ovale په وجه له ښي څخه چپ ته شنټ پیدا شي، د سیستمیک امبولې سبب هم کېدای شي.

د واقعې کیسه
نوم: فروزان
سن: ۲۵ کلنه
اعراض: ستړیا، ساه لنډي، د پښو پړسوب
ناروغه د ۱۳۹۲ کال د حمل په ۴ مه نېټه د معالج ډاکتر له خوا یې د ایکو لپاره رالېږل شوې وه. ناروغې ته یاد اعراض په وروستیو څلورو میاشتو کې پیدا شوي او وار په وار سره شدید شوي وو. په کورنۍ کې یې بل چا د زړه ناروغي نه لرله.
په اصغا کې په tricuspid محراق کې سیستولیک مرمر، دیاستولیک مرمر او کلیک وزمه اواز اورېدل کېده.
کله چې ایکوکاردیوګرافي ورته وشوه، په ښي اذین کې یو غټ، نامتجانس، نامنظم تومور له ځینو سونولوسنت محراقونو سره ښکاره شو چې په اذیني حجاب کې یې ارتکاز درلود او په دیاستول کې د ښي بطین خوا ته خوځېده او د ټرای کسپید دسام لاره یې بندوله.
د تومور اندازه3.9 x 3.6cm وه. ښي چمبرونه شدیداً ارت شوي وو، د ریوي شریان فشار نارمل (25mmHg) و او moderate TR موجود و.
دغه تومور احتمالاً میګزوما Myxoma ده چې د زړه د ابتدايي تومورونو تقریباً ۳۰٪ جوړوي او سلیم تومور دی.

heart

په دې تصویر کې د پېغلې فروزان زړه وینئ چې په ښي اذین کې یې یو ایکوجینیک تومور لیدل کېږي.

 

heart 22

تومور په دیاستول کې د ښي بطین خوا ته خوځېږي او د ټرای کسپيد دسام خوله بندوي. په دې توګه تومور د ښي بطین د ډکېدو مخه نیسي او د ټرای کسپيد دسام د تضیق په شان عمل کوي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

مرۍ ته د معدې تېزاب راپورته کېدل  Gastro-esophageal Reflux

مرۍ ته د معدې تېزاب راپورته کېدل  Gastro-esophageal Reflux

Aug 1, 2015

لیکنه: ډاکټر محب الله زغم مري له معدې څخه د[...]

الهام څه دی؟

الهام څه دی؟

Sep 20, 2015

لیکنه: محب الله زغم الهام په دین کې بله مانا[...]

خشونت او مرګ د فروید له نظره

خشونت او مرګ د فروید له نظره

Jun 21, 2015

  لیکنه: محب الله زغم فروید وایي هېڅ انسان کاملاً[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022