لیکنه: عبدالوافي نايبزی
د بازار (مارکيټ) مفهوم
ادم سميټ سکاټلنډي عالم ؤ دا يې څرګنده کړه چې په بازار کې يو مېکانېزم شتون لري چې د دې مېکانېزم (ساختمان يا جوړښت) په بنسټ بازار په خپلسري (اټوماټيک) ډول سره رهبري کېږي او د بازار مېکانېزم د آزاد قېمت د تشکيل څخه عبارت دى، چې د عرضه او تقاضا له مخې بدون د دولت له مداخلې څخه ټاکل کېږي.
بازار هغه ځاى يا محل دى چې په هغه کې عرضه کوونکي او تقاضا کوونکي سره مخ کېږي، د طبيعي اقتصاد په مرحله کې مستقيمه تبادله د انسانانو په منځ کې موجوده وه.
اما د اقتصادي واحدونو اړيکې يوه اندازه سره نږدې شول او هم د توليد او استهلاک په منځ کې اړيکه نږدې وه او کوم څيز چې توليد کېده سم د لاسه به استهلاک کېده.
په دې مانا چې د طبيعي اقتصاد په مرحله کې د مستقيمې تبادلې ستونزې ډېرې وې او انسانان د دې په فکر کې شول چې يو داسې څيز چې هم ارزښت ولري او هم د نورو توکو/اجناسو په مقابل کې د تبادلې قابليت ولري بايد منځته راشي چې د هغې وروسته (پيسې) اختراع شوې او پيسې منځته راغلې چې د پيسو په شتون سره نظم يا د يوه نوي محل تشکيل منځته راغى، چې دغه محل ته بازار وايو، د غير مستقيمې تبادلې ځاى چې جنس په جنس سره تبادله کېده، مستقيمې تبادلې ونيو، په دې مانا چې جنس په پيسو او پيسې په جنس سره تبادله کېدلې او پيسو په تبادله کې مرکزي ځاى ونيو.
دا چې د ښاري اقتصاد په مرحله کې بازار له ښارونو څخه تشکيلېږي او اقتصادي واحدونه په دې مرحله کې د خپل ځآن لپاره نه بلکې د بازار له پاره توليد کوي او په دې وخت کې د پيسو په منځ ته راتګ سره د اجناسو تبادلې په پيسو سره صورت ونيولو، يعنې توليدات يا توليدي توکي/اجناسو په پيسو سره ارزيابي کېږي او د توليدي اجناسو قېمت منځته راځي او د دې اړيکې پر بنسټ چې د کوچنيو اقتصادونو په منځ کې په وجود راغى، نوي ښارونه يې منځته راوړل او د انتقالي وسايلو په ذريعه سره د متعددو ښارونو په منځ کې ارتباط صورت نيولو، چې په دې وخت کې د ښارونو د ارتباط په اساس ملي اقتصاد په وجود راغى.
موږ چې کله په بازار کې ؤ او کله چې موږ توکي پېرو يا پلورو او يا هغه وخت چې د اسهامو آخيستلو او د مشارکت پاڼو د خرڅولو له پاره اقدام کوو، نو موږ په بازار کې قرار ولرو او په نړۍ کې ډېر رنګا رنګ بازارونه شته دي، د هر څه د مخه بازار په لاندې توګه توضيح کوو:
بازار Market په اقتصاد کې له مهمو او با ارزښتو مفاهيمو څخه ګڼل کېږي، بازار په اقتصادي معنى او مفهوم په هر رنګه اقتصادي مبادلې دلالت کوي، په کلي توګه د بازار له پاره درې ځانګړنې په پام کې نيول کېږي.
الف: بازار هغه ځاى دى چې پېرودونکي او پلورونکي يو له بل سره ويني او ليدل کوي.
ب: بازار هغه ځاى دى چې په هغه کې د شيانو او خدماتو مبادله صورت نيسي.
ج: که چېرې په مخابراتي او تيلېفوني بڼه هم معاملې سرته رسېږي، بازار منځ ته راځي، ځکه په دې ځاى کې بازار په ځانګړي ډول د يو خاص ځاى او مکان معنى نه لري او بازار په خلاصه ډول په دې توګه تعريفوو:
د پېرودونکو او پلورونکو اړيکې د کالو (توکو) او خدماتو د تبادلې په منظور په يوه ټاکلي وخت کې عبارت له بازار څخه دى، د همدې تعريف پر بنسټ يو څو ټکو ته پام کوو او دا چې کله بازار منځته راځي، لازمه ده چې پېرودونکي او پلورونکي د توکو او خدماتو د تبادلې توان او اراده بايد ولري.
همدارنګه که چېرې پېرودونکى شتون ولري، مګر دوى د تبادلې انګېزه ونه لــــــري، بـازار هم نه غـــــواړى چې توکــــي ولري، (په دې معنى چې بـــــازار ته څوک توکي نه عرضه کوي).
په همدې ترتيب سره که چېرې پلورونکى د خرڅلاو اراده نه لري، چې توکي خرڅ کړي، نو د توکو آخيستل صورت نه نيسي، بيا هم دلته بازار په منځته نه راځي.
دريم دا چې، په پخوا وختونو کې بازار هغه ځاى ته ويل کېده چې هلته فقط يو څو بندې (تړلې) مغازې موجودې وې، نو د بازار اطلاق ورته کېده، اما نن ورځ چې د دومره ارتباطي وسايلو په لرلو سره لکه تېلېفون، کمپيوټر، انټرنټ، فکس او … چې شتون لري، مګر بيا هم بازارونه ډېر زيات پراخه شويدي، د بېلګې په ډول په پخوا وختونو کې به چې په ښارونو کې د بازار څخه خبرې اترې کېدلې، نو همدغه تصور د سړي په ذهن کې راتلو، اما نن ورځ د زياتې توجه او د خلکو د چټکو ارتباطاتو يا اړيکو په اساس سره د يو هېواد نه، بلکې د نړۍ هېوادونو يو بازار منځ راوړى دى، په اوسني وخت کې که چېرې د سرو زرو قېمت يا بيه په نړيواله کچه لوړه او ګرانه شي، په ډېرې چټکۍ سره د سرو زرو قېمت په ايران يا نورو هېوادونو کې هم لوړېږي، دا په دې معنى چې بازارونه د پخوا په پرتله اوس ډېر زيات وسيع او پراخ شويدي او په ماډرن (جديد) وسايلو سره سمبال شويدي، دا خيال او فکر به ورته پيدا کېږي، چې د نړۍ ټولو بازارونو فقط يو بازار تشکيل او جوړ کړى دى، لکه چې تيلفون، انټرنټ، کمپيوټر، فکس او داسې نور وسايل چې ډېر عصري او پرمختللي وسايل دي، د پېردونکو او پلورنکو تر منځ د اړيکو او ارتباطاتو د ټينګولو يوه ښه منظمه او بهتره وسيله ده.
راتلونکې ليکنه – د بازار ډولونه