• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

بدل

Home ادببدل
نحیب منلی Najib Manalai
نحیب منلی

بدل

– نجیب منلی –

– ته دې فېروزه ماته راکړه، زما زرکه ستا!

– وه د خدای ناترسه، په خوله کې دې یو غاښ نه دی پاتې او زما نهه کلنه لور غواړې!

– بس، خوښه دې نو.

د دریو میاشتو راهیسې دا د د دوی ورځنی بحث و.
ګل باش او رحمتی د ماشومتوب انډیوالان وو. په ښونځي کې، د چتو او چڼچڼو په ښکار کې، په غم او ښادۍ کې او د قمار په میدان کې به دواړه سره یوځای وو. چا فکر نه کاوه چې دوی به سره بېل شي. دواړو په یوه ورځ د میرخان په لور مرکه وکړه. بخت د ګل باش و، نجلۍ یې ده ته ورکړه. په سبا رحمتی له کلي ووت. نهه، لس کاله ورک و. همدا درې میاشتې کېدې چې بېرته راغلی و. له ګل باش سره یې چې ولیدل، داسې روغبړ یې سره وکړ لکه شېبه مخکې چې سره جدا شوي وي. هماغه د ځوانۍ یارانه وه.
د ګل باش د کور په هوجره کې سره ناست وو چې فېروزه راغله. سلام یې هم وانه چاوه. پلار ته یې پټ په غوږ کې څه وویل، په منډه بېرته ووته. له هماغې شېبې رحمتي ګل باش ته ته همدا یوه خبره کوله:
– ته دې فېروزه ماته راکړه، زما زرکه ستا!

د رحمتي زرکه هم د خدای یوه پیدا وه. له هماغې اولې شېبې یې د ګل باش په زړه کې ځای نیولی و.
زرکه یو خوا، د رحمتي دوستي بل خوا، ګل باش په خپل زړه کې بدل منلی و. په کور کې څوک نه وو چې پوښتنه یې ترې کړې وای. د فېروزې مور وه خو د ښځو د نارینه وو په کار کې څه کار؟ غم د کلي د خلک وو. د هغوی خوله بیا چا نیوله؟
فیصله په دې شوه چې د جمعې په مازیګر به د کلي ملا او دوه تنه شاهدان راغواړي، نکاح به تړل کېږي او رحمتی به له کلي ورکېږي.
همداسې وشول. د جمعې په مازیګر ګل باش فیروزه هوجرې ته راوسته. ملاصاحب ویل چې نجلۍ په نهه کلنۍ پېغله ده، نکاح یې شرعي ممانعت نه لري. ایجاب او قبول وشو. یو قاب کې څو دانې نقل ایښي وو، خولې یې پرې خوږې کړې.
رحمتي فېروزه له لاسه ونیوه. برته له دې چې خدای پاماني وکړي ووت. لږ وروسته ملاصاحب او شاهدان هم په خپله مخه ولاړل. میرباش څو شېبې په هرجره کې له زرکې سره یوازې و. ورو پاڅېد. د زرکې پنجره یې لاس کې ونیوه.
ورغی، چې د فېروزې مور خبره کړي چې نوره دې نو د لور په تمه نه کښېني.
[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

استاد نجیب منلی
استاد نجیب منلی

درناوی

Mar 1, 2015

-ليکنه: نجیب منلی – ګونا ټوله زما ده. که ما[...]

نحیب منلی Najib Manalai
نحیب منلی

رنګ مې دې هېر دی…

Jan 11, 2015

نوی کابل ته راغلی وم. نوې مې فارسي زده کړې[...]

استاد نجیب منلی
استاد نجیب منلی

غچ

Mar 7, 2015

خوښه مو چې غلا یې بولئ او که په لاښو[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022