ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
د جبران دا ډول تر ډېره په هغو کسانو کې ليدل کېږي چې د ځان درنښت ته اهميت ورکوي او د قوي عزت نفس خاوند وي. په داسې کسانو کې حقارت د هغه لمسوونکې منبعې حيثيت لري چې د دوى د مبارزې غريزه په خوځښت راولي. گواکي دوى به خپلې کمزورۍ ته وايي چې «ته نو گومان کوې چې پر ما به برېږې؟ ته تېر وتلې يې، اخر به زه پر تا باندې بر شم» دوى د دې لپاره چې واقعاً پر خپلې کمزورۍ باندې بر شي، يوازې په جبران نه قانع کېږي؛ بلکې په «مضاعف جبران» لاس پورې کوي. مانا دا چې دوى په دې لاره کې خپله ټوله انرژي، هڅه او هاند کاروي. دوى نه يوازې د خپل ضعيف غړي نيمگړتيا له منځه وړي؛ بلکې هغه په داسې غړي بدلوي چې تر معمولې کچې ډېر پياوړى وي.
په دې توگه د ځينو وړتياوو نه لرل، د خارق العاده استعدادونو په بڼه څرگندېږي. د «مضاعف جبران» يوه وتلې بېلگه د يونان نامتو خطيب «دموستن Demosthene» دى. هغه په زلميتوب کې بې زړه او تړتړى و خو وروسته نه يوازې دا چې پر خپلې کمزورۍ بر شو؛ بلکې د خپل وخت خورا لوى خطيب شو.
الفرد ادلر د دغو بېلگو په هکله ټينگار کوي او د «بتهوون» مثال راوړي چې د خپل عمر په اخرو کې کوڼ شوى و. د ادلر د شمېرنو له مخې په سلو کې ٧٠ نامتو نقاشانو د نظر كمزوري لرله. په دې توگه وينو چې پر نيمگړتياوو باندې د بري حس په ډېرو مواردو کې د استعداد او قريحې د لاس ته راوړلو غوره موقع او لاره ده.
د اتلولۍ د جبران د دې ډول مثالونه په تاريخ کې ډېر دي او په ټولو هغو کې پر بدني حالت د رواني حالت برى څرگند دى. «دويم گيوم» چې يو لاس يې د زوکړې پر مهال فلج و، د دردوونکو او له تصوره پورته هڅو په پايله کې غښتلى تورزن شو. خو دا ډول جبران ممکن په ټولو مواردو کې ژور نه وي؛ ځکه چې د بدني نيمگړتيا له منځه وړل، کېداى شي ورسره مله اروايي ستونزه حل نه کړي. مثلاً گيوم بايد پر خپل بې حده تکبر بر شوى واى، نه د خپل لاس پر شوټوالي. همدا وجه ده چې د هغه نسبي بري ونه شو کړاى چې د نيمگړتيا احساس يې له منځه يوسي. ښايي شاهزاده او د هغه روزونکي به په دې نه وي پوه شوي چې دلته د هغه مېړانه په تورزني کې نه؛ بلکې د خپلې نيمگړتيا په منلو او د يو ډول اخلاقي تقوا يعنې د تواضع په غوره کولو کې وه.
د حقارت جبران په داسې صفاتو باندې چې تر نيمگړتياوو لا عالي وي، د اتلولۍ د جبران تر ټولو ښه او عالي ډول دى. دې جبران چې ښيگڼه پر بدگڼه كاميابوي، تل د خلکو زړونه خپل کړي دي. بېلگې يې په ختيزو او لوېديزو اسطورو، کيسو او نکلونو کې ډېرې دي. «ساندريون» د يوې خوارې حقيرې وړې نجلۍ داستان دى چې په پاى کې د خپل صبر او تدبير په برکت د لويانو پر شرارت او بې رحمۍ برى مومي. په غربي ادبياتو کې «پتي پوسه»، «لوپتي پرينس» او ورته نور اثار او په شرقي ادبياتو کې د شاهنامې «بېژن او منيژه» او د سعدي د گلستان «حقير شاهزاده» او په سلگونو نورې کيسې يې څرگندې بېلگې دي.