بریلویت
پیژندنه:
بریلویان یوه صوفي ډوله ډله ده چې په هند کې د بریتانیا د ښکیلاک پر مهال راڅرګنده شوه. دا ډله د پیغمبرانو او اولیاوو او په ځانګړې توګه د وروستي پیغبر د سپیڅلتوب او له هغوی سره د دوستۍ په اړه افراط او تندلاري کوي او د هغوی لپاره داسې ستايني راوړي چې له بشریت څخه ېې لوړ انځور کړي.
پنځېدنه او نومیالي:
د دې ډلې رامنځته کوونکی د تقي علي خان زوی احمد رضاخان (۱۸۶۵-۱۹۲۱ ز)/(۱۲۷۲-۱۳۴۰ ل) دی چې ځان ېې عبدالمصطفی نومولی وو. نوموړی د اتراپردیش ایالت د بریلي په کلي کې زیږیدلی دی او زدکړې ېې د میرزا غلام احمد قادیاني له مشر ورور میرزا غلام قادر بیګ څخه کړې دي.
په ۱۲۹۵ ل کال د مکې مکرمې زیارت ته ولاړ او هلته ېې له ځینو شیخانو څخه زده کړې وکړې. نوموړی ډیر ډنګر، تندخویه، غصه ناک، بدژبی او په ځنډنیو ناروغیو ککړ وو. د هغه له نوموتو کتابونو څخه ځینې دا دي: (انباء المصطی)، (خالص الاعتقاد)، (دوام العیش)، (الامن والعلی لناعتی المصطفی)، (مرجع الغیب)، (الملفوظات) او د (حدایق العطیه) په نوم شعري ټولګه.
د هغه په وصیت کې راغلي چې خپلو خپلوانو او دوستانو ته په اونۍ کې دوه یا درې ځله له توان سره سم لاندې څیزونه واستوئ: وچې شیدې، د ریحان ګلونه، شامي کباب، غوړه ډوډۍ، رش، فیرني، نسک، له زنجبیل سره وریجې، د مڼو اوبه، د انارو اوبه او آیسکریم؛ دهغه د پیروانو تر منځ دا وصیت تر اوسه هم پلی کیږي.
دیدار علي بریلوي: په ۱۲۷۰ ل کال کې د الور ولایت د نواب پور په سیمه کې نړۍ ته راغی او د ۱۹۳۵ ز په اکتوبر کې ومړ، د هغه له کتابونو څخه (تفسیر میزان الادیان) او (علامات الوهابیة) دي.
نعیم الدین مرادآبادي (۱۹۸۴-۱۸۸۳ ز/۱۳۰۰-۱۳۶۷ ل): نوموړي د (الجامعة النعیمي) په نوم مدرسه درلوده. د هغه دوهم نوم یا لقب (صدرالافضل) دی. د هغه له کتابونو څخه (الکلمة العلیا) او (فی عقیدة علم الغیب) دي.
امجد علي د جماالدین زوی او د خدا بخش لمسی: په کهوسي کې وزیږید او په ۱۳۲۰ ل کې د جونپور د الحنفیه له مدرسې څخه فارغ شو، هغه په (۱۳۶۸ل/۱۹۴۸ز) کې ومړ او د (شریعت پسرلی) په نوم کتاب ېې پریښود.
حشمت علي خان: په لکهنو کې نړۍ ته راغی او په ۱۳۴۰ ل کې ېې زده کړې پای ته ورسولې. هغه ځان د احمدرضاخان د سپي په نوم ونوماوه او په دې نوم ېې ویاړ کاوه؛ همدا شان ېې بل نوم (غیظ المنافقین) وو. نوموړی د (تجانب اهل السنة) په نوم کتاب لري او په ۱۳۸۰ ل کال ومړ.
احمدیارخان (۱۹۰۶- ۱۹۷۱ ز): ډیر متعصب وو. د کتابونو له ډلې څخه ېې (جاءالحق و زهق الباطل) او (سلطنة المصطفی) دي.
اندونه او ګروهنې:
د دې ډلې غړي باور لري چې پیغمبر (ص) هومره ځواک لري چې کولای شي پر کایناتو واکمني وکړي.
امجدعلي وايي: پیغمبر د الله (ج) مطلق استازی دی او هغه د ټول عالم څښتن دی؛ هر څه چې وغواړي کوي ېې؛ هر چاته چې څه وغواړي ورکوي او څه چې زړه ېې وغواړي ترې اخلي او هیڅ څوک په عالم کې شتون نه لري چې پریکړه ېې بدله کړي. د انسانانو سردار دی او هر څوک چې هغه خپل څښتن نه بولي نو د سنتو له خوږوالي څخه محروم دی. د محمد (ص) او له هغه څخه د وروسته اولیاوو په کایناتو کې د نیواک او بدلون ځواک شتون لري.
احمد رضاخان وايي: یا غوث (یا عبدالقادر جیلاني) د (کن) ځواک چې محمد (ص) له الله (ج) څخه تر لاسه کړی دی؛ تا له محمد (ص) څخه تر لاسه کړی دی او هر هغه څه چې له تا څخه څرګندیږي ستا د نیواک د توان او ځواک څرګندويي کوي او روښانه کوي چې د پردې تر شا ریښتنی تر سره کوونکی ته ېې.
د پیغمبر (ص) په اړه د دوی نظریه تر ډیره له تندلارۍ او غلو څخه ډکه ده؛ تر دې چې هغه ېې العیاذ باالله د خدای (ج) مرتبې ته نږدې کړی دی. احمدرضاخان په (حدائق بخشش ۱۰۴/۲) کې وايي: یا محمده نشم ویلای چې ته الله ېې او نشم کولای چې ستاسو دواړو تر مینځ توپیر وکړم. ستا چاره خدای ته سپارم؛ هغه ستا په رښتیا ښه پوهیږي.
همدا رنګه ېې د محمد (ص) په ستاینه کې داسې صفات کارولي دي چې له رښتیا څخه لرې دي او په هغو کې ېې له مبالغې کار اخستی دی تر دې چې هغه ېې په پټو پوهیدونکی (عالم الغیب) بللی دی. احمد رضاخان د (خالص الاعتقاد) کتاب په ۳۳ مخ کې وايي: الله (ج) د قرآن څښتن سیدنا و مولانا محمد (ص) ته ټول هغه څه چې په لوح محفوظ کې وو؛ ورکړي دي.
دوی انګیري چې پیغمبر او اولیاء په ټولو هغو خبرو پوهیږي چې الله (ج) ېې پوهه د ځان لپاره ځانګړې کړې ده. احمد رضاخان د (خالص الاعتقاد) په ۵۳-۵۴ مخونو کې لیکي: له پیغمبر (ص) څخه له پنځه ګونو چارو څخه چې الله (ج) ېې په آیت شریف کې یادونه کړې ده؛ هیڅ یوه پټه نه ده. څنګه به له اولین او وروستني سید څخه چې دا هر څه د هغه په لامل او له هغه څخه پیدا شوي دي؛ پټه وي په داسې حال کې چې د هغه د امت اووه ګونو قطبونو ته روښانه ده او دا قطبونه له غوث څخه ښکته دي.
دوی یوه ځانګړې ګروهه لري چې د (عقیدة الشهود) په نوم یا یږي. دوی باور لري چې پیغمبر (ص) په هر ځای او هر وخت کې شتون لري او د وګړو په کړو وړو پام ساتي.
احمد یارخان په ( جاء الحق ۱۶۰/۱) کتاب لیکي: د حاضر او لیدونکي شرعي معنی دا ده چې د سپیڅلي ځواک خاوند له هماغه ځای چې دی؛ کولی شي ټول عالم د لاس د ورغوي په شان وویني. نږدې او لرې غږونه واوري، په یوه شیبه کې د نړۍ پر چاپیر راوګرځي، له بیوزلو سره مرسته وکړي او د دعا کوونکو دعا قبوله کړي.
احمد سعید د (تسکین الخواطر) کتاب لیکونکی په ۸۵ مخ کې لیکي: هیڅ داسې ځای نشته چې رسول (ص) هلته شون ونلري.
دوی د سوب او لیدونکي صفت نورو ته هم په زبات رسوي. د بیلګې په ډول احمد رضاخان په خپل کتاب (انوار رضا) ۲۴۶ مخ کې لیکي: احمد بریلوي ژوندی دی او زموږ تر منځ شتون لري؛ زموږ سره مرسته کوي او زموږ چیغه اوري.
د پیغمبر(ص) له بشروالي څخه منکر دي او هغه د خدای (ج) له نورونو څخه یو نور ګڼي.
احمد یارخان په خپل کتاب (مواعظ نعیمیه) ۱۴ مخ کې لیکي: رسول (ص) د خدای (ج) له نورونو څخه یو نور دی او نور ټول مخلوقات د هغه له نوره دي. احمد رضا خان په خپلو اشعارو کې وايي: کله چې د بشر په صورت کې الهي نور ګډون ونلري نو دا خټې او اوبه څه ارزښت لري.
هغوی خپل پیروان له انبیاوو او اولیاوو څخه د مرستې غوښتنې ته هڅوي او هغه څوک چې له دې خبرې څخه سرغړونه وکړي هغه په الحاد او بې دینۍ تورنوي.
امجد علي په خپل کتاب (بهار شریعت) ۱۲۲/۱ کې لیکي: څوک چې له اولیاوو او انبیاوو او د هغوی له قبرونو څخه د مرستې او کومک له غوښتلو څخه منکر دي هغوی ملحد دي.
هغوی قبرونه رنګ او په پاخه ډول جوړوي؛ د هغو پر سر څراغونه او شمعې بلوي. د قبرونو لپاره نذر په غاړه نیسي او د هغو لپاره نیکمرغي غواړي. همدا شان هغوی د قبرونو پر سر غونډې او جشنونه نیسي. پر سرونو ېې ګلونه، څادرونه او پردې ایږدي او خپل پیروان د نیکمرغۍ موندلو لپاره د قبر پر چاپیر طواف کولو ته رابولي.
د عبدالقادر جیلاني د شخصیت په ستاینه او سپیڅلتوب کې له تندلارۍ او غلو څخه کار اخلي او د صوفیانو د نورو مخکښانو درناوی هم کوي. له هغوی سره خیالي او له عادته وتلې چارې تړي چې دواغ او خرافاتي والی ېې څرګند او ښکاره دی.
د هغوی د پوچو او خالي باورونو څخه د احمد رضا خان د (ملفوظات) په کتاب ۲۷۶/۳ کې راځي:
د نبیانو (ع) میرمنې نبیانو ته وروړل کیږي او هغوی له خپلو میرمنو سره شپه سبا کوي.
دوی پر (اسقاط) باور لري او هغه د مړي له لوري د هغه د پریښودل شوو روژو، لمونځونو او نورو په کچه د صدقې ورکړه ده.
د صدقې کچه: د هرې ورځې د روژې او یا لمانځه پر وړاندې چې د مړي له لوري پریښودل شوي وي، د فطر د صدقې په اندازه ده. په دې کار کې له دوکې او ټګمارۍ هم کار اخلي؛ په دې ډول چې لومړی د یوه کال په کچه د روژې او لمانځه کفاره ویشي او بیا ېې بیرته د بښنې په ډول اخلي او بیا ېې بل کس ته ورکوي. دا کار د دې فریضې د پریښودونکو کلونو په کچه تکراریږي.
د دوی تر ټولو لوی عید مولود شریف دی چې په هغه کې ډیره شتمني لګوي او دا ورځ د دوی لپاره نیکمرغه او سپیڅلې ده. په دې ورځ شعرونه وايي او د هغو په ترڅ کې په درواغو او خرافاتي قصو د پیغمبر (ص) ستاینه کوي. په دې ورځ د (سرور القلوب فی ذکر المولد المحبوب) کتاب لولي. دا کتاب احمد رضا خان لیکلی دی او له افسانو او خرافاتو ډک دی.
عرس: له عرس څخه موخه په ټولیزه توګه زیارتونو ته تګ او هلته راټولیدل دي. د بیلګې په توګه د دیوه په ښار کې د شیخ شاه وارث عرس او د خواجه معین الدین چشتي عرس چې پکې ملیونونه وګړي راټولیږي؛ نارینه او ښځینه پکې یو ګډ او یو ځای کیږي او په پایله کې داسې خرابۍ رامنځته کیږي چې ښه راتلونکې نلري.
ليکنه: مانع بن حماد
ژباړه: سعيد
[review]