ژباړه: نصیر رښتین
- بریالي خلک د ځواب یوه برخه وي؛ ناکام خلک همیشه د ستونزي یو برخه وي.
- بریالي خلک له ځانه سره پلان لري؛ ناکام خلک همیشه عذر لري.
- بریالی شخص تل وایي (رازه چې دا کار ستا لپاره وکړم)؛ خو ناکام شخص بیا وايي ( دا کار زما دنده نه ده).
- بریالي خلک د ستونزی حل ګوري؛ خو ناکام خلک د هرځواب لپاره ستونزه ګوري.
- ګټونکي وايي (دا کار ښایي ستونزمن وي خو ممکن دی) خو نـاکام خلــک وايي (دا کار شاید ممکن وي خو ډیر زیات ستونزمن دی).
- بریالي خلک همیشه ریښتیني وي؛ ناکام خلک تل درواغ وايي.
- کله چې بریالي خلک سهوه کوي هغوي وايي ( مونږ سهوه شو)؛ خو ناکام خلک وايي، دا زمونږ غلطي نه وه.
- بریالي خلک د یوکار لپاره قوي هوډ لري خو ناکام خلک بیا وعدې کوي.
- بریالي خلک ښه خوبونه ویني، ناکام خلک توطئي جوړوي.
- بریـــالی شـخص وايي ( زه باید دا کار هرومـرو وکړم)، خو ناکــام شـخـص وايي ( یو څه شی باید وشي).
- بریالي اشخاص د یو ټیم (ډلې) یوه برخه وي، ناکام خلک له ټیمه ګوښه وي.
- ګټونکي لاس ته راوړني ګوري، ناکام خلک د ګواښونو په اړه فکرمند وي.
- بریالي خلک د امکانانو په لټه کې وي، ناکام خلک مشکلات ګوري.
- بریالي خلک هغه څه انتخابوي څه چې وايي، ناکام خلک هغه څه وايي چې انتخاب شوي وي.
- بریالي خلک سخت استدلال کوي خو نرم الفاظ کاروي، لیکن ناکام خلک پڅ استدلال کوي خو سخت الفاظ استعمالوي.
- بریالي خلک په ارزښتونو ټینګ ولاړ وي خو په وړو شیانو جوړجاړی کوي، ناکام خلک په وړو شیانو ټینګ ولاړ وي خو په ارزښتونو جوړ جاړی کوي.
- بریالی شخص د همدردۍ فلسفه تعقیبوي ( هغه څه د نورو لپاره نه کوي چې دې يي نه خوښوي)، د ناکامو فلسفه دا ده چې ( هغه څه چې د ځان لپاره يي نه خوښوي د نورو لپاره یي کوي).
- بریــالي خلـک وايي ( راځـئ چې پـدې کار لاس په سر شو)، نـاکـام خلـک وايـي ( صبر وبـه شي).
- بریالي خلک تل پلان جوړوي او د کار لپاره چمتوالی نیسي چې ددوئ د بریا ستر راز همدا دی.