ژباړه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ فرصتونه ویني او پیدا کوي یې، چې نور یې نه شي لیدلای .
۲ ـــ له ستونزو څخه درس اخلي، په داسې حال کې، چې نور یوازې ستونزې ویني .
۳ ـــ د حل په لارو تمرکز کوي .
۴ ـــ په هوښیارانه ډول ځان بریا ته رسوي، په داسې حال کې، چې نور هیله لري، بریا دوی پسې راځي .
۵ ـــ د نورو په څېر وېره لري، مګر اجازه نه ورکوي، چې وېره پرې واکمنه شي او محدود یې کړي .
۶ ـــ سمې پوښتنې له ځان څخه په سمه توګه پوښتي، هغه پوښتنې، چې دوی په مثبت ذهني او روحي تګلوري باندې بیایي .
۷ ـــ رټل نه کوي ( په رښتیا ګټه یې څه ده ؟ ) هغوی د خپلو ټولو کارونو مسوؤلیت او دغه راز د خپلو ټولو کارونو پایلې په خپله غاړه اخلي .
۸ ـــ په ندرت سره له کوم څیز څخه شکایت نه کوي او د هغه له پاره خپله انرژي له لاسه نه ورکوي، ځکه له کوم څیز څخه شکایت کول یو منفي او بې ګټې کار دی .
۹ ـــ کله چې لا چاره وي، نو له خپلې وړتیا څخه ډېره ګټه اخلي، د خپلو وړتیاوو د لوړولو له پاره تل لاره پیدا کوي، د خپلې وړتیا په پرتله له ځانه ډېره تمه لري . هغه څه چې لري یې، په سمه توګه ترې ګټه اخلي .
۱۰ ـــ تل بوخت، فعال او جوړونکي دي . کله چې نور د استراحت په حال کې وي، دوی پروګرام جوړوي او فکر کوي، تر هغه وخته، چې خپل کار تر سره کوي، ډېر کم عصبي فشار ولري .
۱۱ـــ له هغو کسانو سره یو کېږي، کوم چې له دوی سره د فکر همغږي لري، دوی د یوې ډلې د یوې برخې اوسېدو په ارزښت او اهمیت باندې پوهېږي .
۱۲ ـــ لوړې هیلې لري او خوښېږي یې، چې حیرانونکي واوسي . هغوی هر څه په ډېرې هوښیارۍ ټاکي، ترڅو تر ټولو غوره ژوند ولري او نه پرېږدي، چې ژوند یې په اتوماتیک ډول تېر شي .
۱۳ ـــ په روښانه او څرګنده توګه پوهېږي، چې په ژوند کې څه غواړي او څه نه غواړي . پرځای د دې چې یوازې د ژوند نندارچیان واوسي، په کره توګه، تر ټولو غوره واقعیتونه د ځان له پاره مجسم او طرحه کوي .
۱۴ ـــ له هغه څه څخه چې زیات تقلید وکړي، نوښتونه را منځته کوي .
۱۵ ـــ د خپلو کارونو د ترسره کولو له پاره نن او سبا ته نه ګوري او د کارونو د ترسره کېدو له پاره د وړ وخت په تمه نه پاتې کېږي .
۱۶ ـــ هغوی د ژوند د ښوونځي زده کوونکي دي او تل په خپلو زده کړو باندې پام کوي. هغوی د زده کړو له بېلابېلو لارو څخه لکه : لیدل، اورېدل، پوښتنه کول، لوستل او تجربه کولو پرمټ پوهه تر لاسه کوي .
۱۷ ـــ ګیلاس تل نیم ډک ویني او د سمې لارې د پیدا کولو وړتیا لري .
۱۸ ـــ پوهېږي، چې باید کوم کار ترسره کړي او خپل ژوند له یوه ښاخ څخه بل ښاخ ته په الوتلو سره له لاسه نه ورکوي .
۱۹ ـــ شمېرلي خطرونه ترسره کوي؛ مالي، دنده ایز او احساسي خطرونه .
۲۰ ـــ له ستونزو او ننګونو سره په چټک او اغېزمن ډول مخامخ کېږي او هېڅکله له ستونزو څخه نه تښتي . له ننګونو سره مخامخ کېږي او له هغو څخه د خپل پرمختګ له پاره کار اخلي .
۲۱ ـــ د قسمت او چانس په تمه نه پاتې کېږي، ترڅو راتلونکې یې ور جوړه کړي . هغوی په دې باور دي، چې په ژمنه، هڅه او فعالیت سره کولای شي، د ځان له پاره تر ټولو غوره ژوند جوړ کړي .
۲۲ ـــ کله چې ډېری خلک کار نه کوي، هغوی فعالیت کوي، مخکې تر دې، چې د یوه کار ترسره کېدو ته اړ شي، عمل کوي .
۲۳ ـــ غوره اړیکه نیونکي دي او په اړیکو باندې کار کوي .
۲۴ ـــ د عادي کسانو په پرتله په خپلو احساساتو باندې ډېر کنټرول لري، هغوی هماغه ډول احساسات لري، کوم چې موږ یې لرو، مګر هېڅکله د خپلو احساساتو غلامي نه کوي .
۲۵ ـــ د خپل ژوند له پاره پروګرام لري او هڅه کوي، چې خپل پروګرام په عمل کې پلی کړي . د هغوی ژوند د نا پروګرام شویو کارونو او ناڅاپي پایلو څخه تش دی .
۲۶ ـــ په هغه وخت کې، چې ډېری خلک غواړي په هره بیه چې وي، له درد او په سختو شرایطو کې له اوسېدو څخه ډډه وکړي، بریالي کسان په سختو شرایطو کې د کار کولو او اوسېدو په ارزښت پوهېږي .
۲۷ ــــ د ژوند ارزښتونه معلوم دي او خپل ژوند د هماغو ارزښتونو پر بنسټ جوړوي .
۲۸ ـــ منځلاري دي، دا چې له مالي پلوه بریالي دي، پوهېږي، چې پیسې او بریا یو د بل بدیل نه دي . هغوی پوهېږي، هغه کسان چې له مالي پلوه ښه دي، بریالي نه دي . دا په داسې حال کې ده، چې ډېری خلک داسې فکر کوي، چې پیسې بریا ده، مګر په دې باندې پوه شوي، چې د بریا د ترلاسه کېدو له پاره، د نورو څیزونو په څېر پیسې هم یوه وسیله ده.
۲۹ ـــ په خپل ځان باندې د کنټرول لرلو په ارزښت پوه شوي او په هغه لاره باندې له تللو څخه ډېر خوشالېږي، چې ډېر کم خلک کولای شي پرې لاړ شي .
۳۰ ـــ په خپل ځان باور لري .
You also might be interested in
لیکنه: مشتاق محمد رحیم د پوهانو ترمنځ دا بحث چې یو[...]
لیکنه: سراج الدین شینواری لکه څنګه چې پوهیږو نړۍ د پرمختګ لوړ[...]
ژباړه: ساحل منګل دکار او کسب کارپوهان دې پايلې ته[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی