لیکنه:شفیق الله یوسفزی
ستا خپل جرئت، ستا د بریا بنسټ جوړوي. ته باید داسې عقیده ولرې چې بریا یواځې د نورو لپاره نه ده، بلکې ستا لپاره هم ده. زمونږ څخه ډېری به همدا اوس په دې بشپړ باور لري چې مونږ د دې وړ یو، چې ستر کارونه وکړو او سترې لاسته راوړنې ولرو، خو دا به ستونزمنه وي چې خپل پوره انرژي وازمایو، پرې پوه شو او په بشپړ ډول ور څخه ګټه واخلو.
د یو ستر کاروبار د غوړیدا لپاره په کار دی خپل جرئت لوړ کړو، د کومې ویرې د احساس کولو څخه ډډه وکړو او هڅه وکړو چې د یو کاروباري شخص په ډول په مسلکیتوب سره پر مخ ولاړ شو.
یو اقتصاد پوه خپل زده کړیالانو ته وايي چې یو کاروباري شخص د شاهین په څير، په ځان یواځې وي، د نورو مرغانو په شان ډلې ډلې نه ګرځي، او تاسو به دا شاهین ډېر کم (یو یا دوه) ځله وګورې.
کله چې مې د شاهین مثال واورېد، نو د ځان سره په فکر کې شوم، خپل ځان مې مخاطب کړ او د ځان څخه مې پوښتنې پيل کړې، د یو بریالي کاروبار د رامنځته کولو لپاره د جرئت ترڅنګ نورې ډېرې اړتیاوې هم لرم؟ آیا زه یواځې د شاهین جرئت ته اړتیا لرم، خو ولې؟ هغه شاهین چې یواځې وي څه ترسره کوي؟ د شاهین په اړه له فکر کولو وروسته پوه شوم چې شاهین په یواځې ځان د اسمان څوکو ته په چټکۍ الوزې او بیا خپلې ځالې ته کوزېږي، لوړو او ژورو سره مخ کېږي، هو د شاهین په شان په یواځې ځان، تاسو باید فکر وکړې، تاسو باید د اسمان تر لوړو په یواځې ځان الوتنه وکړې ترڅو بریا لاسته راوړې، هغه بریا چې تاسو ته بې له کوم قید او شرطه ددې اجازه در کوي، چې د نن او سبا ارزونه وکړې. نن در سره څه شته او سبا ته به در سره څه وي. دا هر څه د لیاقت او استعداد پورې اړه لري، ترڅو تاسو وکولاې شې د بریا او کامیابې په لور لوړه الوتنه وکړې او د اوږدمهال لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ولرې. هو تاسو کولای شې چې د نورو مرغانو په څېر په ځاله کې هم یواځې پاتی شې، دا ستاسو پرېکړو پورې اړه لرې چې د یواځیتوب کوم ډول خوښوې، د شاهین په شان په لوړو الوتنه او که د نورو مرغانو په شان په ځاله کې خوب.
مونږ ډېر ځله په دې وارخطا کېږو چې نور خلک به زمونږ په اړه څه فکر کوي او په حقیقت کې خلک زمونږ په اړه دومره فکر نه کوي، څومره چې مونږ ویره لرو.
تاسې په دې باندې خپل ذهن مشغول ساتې چې نور خلک به ستاسو په اړه څه فکر کوي.
تاسې خپلې سترګې داسې خښې کړي، چې د خلکو د ښو ارزونو په مقابل کې تاسو ونازول شې او تاسو ته څه ډالۍ در کړل شي. تاسې د بهرني بدلونونو په وړاندې په ډېر ځېرکی سره د غوره ټاکنې په لټه کې یاستئ، خو تاسې څلور سترګې نه لرې چې همیشه خپل ښې، چپ، مخامخ او شا ته وګورې او د خلکو د څرګندونو اړوند درېځ خپل کړې.
ژور فکر وکړه او یو داسې انځور وکښه چې ستا کومې پرېکړې تا او ستا چاپیره کسان حیرانوي. د خلکو د دا ویلو او هغه ویلو لپاره د ذهن مشغولا څخه ډډه وکړه. د چاپيرو کسانو سره مینه وکړه او د دوې په اړه فکر وکړه، خو دا فکر مه کوه چې دوې ستا په اړه څه وايي.
دا په خپل ژوند کې د ځان د حیرانوولو یوه لسیزه ده.
ددې لپاره چې بریالی اوسې، پوهیږې به چې استعداد، ذهنیت جوړونه، مهرباني، اغېزمنه مشري، نوښت او اداري اخلاق هم اړین دي. دا ټول ځانګړنې د شاهیني جرئت سره یو ځای کړئ، نو تاسې به په ډېرې چټکۍ خپل رېښتنې احساس ومومې او د خپل بریا لپاره به نوي فرصتونه برابر کړې.
تاسو باید د شاهین د جرئت ترڅنګ ددې وړتیا هم ولرې چې په سختو شیبو کې له ستونزو سره مبارزه وکړې او د رېښتینې ژوند لاره تعقیب کړې. ځکه چې خلک ستا ددې مبارزې په اړه ډېر فکر کوي. د شاهیني جرئت لرل ددې معنا نه لري چې تا سره دې شک او ویره نه وي. د شاهیني جرئت معنا دا دی چې په سختو شیبو کې تاسو ته بریا په برخه کوي او تاسې د بریا په لورې سوق کوي.