بازارموندنه په مختلفو طریقو تر سره کیږي لکه چاپي بازارموندنه، غږیز بازارموندنه، انځوریز بازارموندنه او بریښنایي بازارموندنه
خو مونږ بریښنایي بازارموندنه بحث لاندی نیسو
لمړی راځو د بازارموندنی تعریف ته
بازارموندنه:- عبارت د هغه پروسی څخه ده په کوم کې چي د پیریدونکو غوښتني او ضروریات مشخص او په ګوته کوی او دغه غوښتني او ضروریات د تولیداتو او خدماتو په واسطه پوره کوي عبارت د بازارموندنی څخه دی
اوس راځو د بریښنایي بازارموندنی تعریف ته
بریښنایي بازارموندنه:- عبارت د هغه پروسی څخه ده کوم چي اداره د پیریدونکو غوښتني او ضروریات د انټرنیټ په واسطه مشخص او په ګوته کوي او دغه غوښتني او ضروریات کمپنی یا اداره پیریدونکو ته پوره کوي عبارت د بریښنایي بازارموندنی څخه دی
هره تولیدي یا خدماتي اداری ته د بازارموندنی اړتیا شته تر څو وکولې شي خپلو تولیداتو او خدماتو ته پیریدونکي پیدا کړی او خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي
په اوسني وخت کې تجارتي اداری یوه د بل سره ډیري رقابتي اړیکي لري هره تجارتي اداره کوشش کوی چي خپلو پیریدونکو ته معیاري تولیدات او خدمات وړاندی کړي. خو اداری به ددغو پیریدونکو توجوع څنګه خپلو تولیداتو او خدماتو ته راجذب کوي؟ په لمړي قدم کې اداره کوشش کوي چي خپل پیریدونکي د تولیداتو او خدماتو څخه خبر کړي چي دغه خبرول یواځی او یواځی د بازارموندنی له لاری ترسره کیږي
د بازار موندنی لپاره ځانته جلا نوری اداری موجودي دي چي دغه اداری نورو تولیدي او خدماتي ادارو ته بازارموندنه کوي د پیسو په مقابل کې
د بازارموندنی اداری نورو ادارو ته پوره خدمات ترسره کوي لکه تجارتي اعلانونه جوړوي، د تجارتي اعلان ډیزاین کوي، تجارتي متن جوړوي انځوریز اعلانونه ترتیب کوي او داسی نور
د بریښنایي بازارموندنی ګټی
۱:- کم لګښت
د بریښنایي بازارموندنی یوه ګټه داده چي د اداری لګښت کم کوي که فکر وکړو انځوریز، غږیزی بازارموندنی د اداری لپاره په لوړه بیعه پریوځي.غږیزه او انځوریزه بازارموندنی اداری د تولیدی او خدماتی ادارو څخه بار بار یا وخت په وخت پیسی غواړي خو بریښنایي بازارموندنه صرف په یوه بریښنا پاڼي جوړولو لګښت راځي
۲:- استعمال کوونکي او اداری ته ژر معلومات ورکوي
بله ګټه یي داده چي استعمال کوونکي او اداری ته ژر معلومات ورکوي استعمال کوونکی د اداری د تولیداتو او خدماتو څخه ژر خبر کوي دا چاره یواځی په یوه کلک سره تر سره کیږي
۳:- د ډیټا راټولولو وړتیا
د بریښنایي بازارموندنی څخه په چټکي سره معلومات راغونډوي اداره پوهیږي چي زمونږ اعلان په څومره وخت کې څومره استعمال کوونکو لیدلی دی.اداره د پیریدونکو او استعمال کوونکو معلومات راغونډ کولې شي چي کوم پیریدونکی کوم تولیدات او خدمات خوښوي او یا یي نه خوښوي دوي کوم ډول شیانو سره علاقه لري په روزانه ژوند کې کوم ډول تولیدات او خدمات زیات استعمال کوي
۴:- د راجذب کولو قوه لري
د بریښنایي بازارموندنی د جذب او توجوع قوه زیاته ده. پیریدونکی او استعمال کونکی توجوع د تولیداتو او خدماتو طرف ته ژر را جذب کوي.