لیکنه : عابدالله یوسفزی
ټول هغه تجارتي فعالیتونه کوم چي د کمپیوټر او انټرنیټ په واسطه ترسره کیږي عبارت د بریښنایي تجارت څخه دی. د پیریدونکو غوښتني او ضروریات د انټرنیټ په واسطه معلوم او هفه پوره کړي عبارت د بریښنایي تجارت څخه دی. او یا ټول هغه کمپنی چي انلاین حالت ولری د پیریدونکو معلوماتي سیستم ولری د پیریدونکو ضروریات او غوښتني معلوم کړي عبارت د بریښنایي تجارت څخه دی
د بریښنایي تجارت ګټي
۱:- د شخصي پیریدونکو خدمات
یوه ګټه یي داده چي خپلو پیریدونکو ته خاص خدمات وړاندي کوي. یعني کمپنی د خپلو پیریدونکو ډیټا ټولوي او بیا خپلو خاصو پیریدونکو ته د هغوي د خوښي تولیدات او خدمات وړاندي کوي. کمپنی د پیریدونکو عدتونه، خویونه، د خوښي تولیدات او خدمات د راټولو شویو معلوماتو څخه معلوم کوي او ورته د خوښي تولیدات او خدمات وړاندي کوي
۲:- پیریدونکو ته معیاري خدمتونه وړاندي کول
د بریښنایي تجارت بله ګټه داده چي خپلو پیریدونکو ته معیاري خدمات وړاندي کوي. پیریدونکو ته د وتګ ضرورت نه پیښیږي بلکي کمپنی خپلو پیریدونکو ته د هغوی ټاکل شوي تولیدات او خدمات وړاندي کوي. د پیریدونکو ستونزي په انلاین طریقه حل کوی
۳:- د ګودام او ځاي مصارف
په کمپنی باندي د ګودام، دفتر، دوکان او نورو د ضرورت وړ ځایونو مصارف نه راځي ځکه چي کمپنی فزیکي شتون نه لري بلکي په انلاین طریقي سره خپلو پیریدونکو ته تولیدات او خدمات وړاندي کوي
۴:- نړیوالتوب
داسي کاروبار په اسانې او چټکي سره نړیوال ځاي نیسي ځکه د انټرنیټ په واسطه نور وګړي ژر خبر کولي شي د خپلو تولیداتو او خدماتو څخه او په اسانې سره نړیوال مارکیټ ته لاره موندلې شي
۵:- بنیادي جوړښت یا فزیکي جوړښت
د داسي کاروبار لپاره دا اړینه نه ده چي بنیادي یا فزیکي جوړښت نقشه جوړه او ترمیم کړو یواځي د یو ویب سایټ له لاري خپل کاروبار شروع کولې شوو
۶:- په اساني سره راکړه ورکړه کول
په داسي کاروبار کې په اسانې سره راکړه ورکړه ترسره کیږي پرته د کومې ویری او ډار څخه. داسي کاروبار کې پلورونکی او پیرونکی دواړه اطمیناني وي