ایا تر کافي خوب کولو وروسته هم د ستړیا احساس کوی؟ دا ولولئ:
ژباړه: احمدشاه پاڅون
که تاسو تر پوره خوب وروسته بیا هم په خپل وجود کي ستړیا احساسوی، نو دا خورا اسانه مشوره به مو ستونزه حل کړي.
د نیویارک )نیوز ډیسک( راپور کي ویل سوي، موږ اته ساعته خوب پوره کوو، مګر بیا هم خسته او ستړي یو. ښايي تاسو به اکثره په دې اړه فکر کړی وي، چي دا څه وجه ده؟ راسئ در وښیو چي ددې تر شا یوه ډېره کوچنۍخبره پټه ده.
روغتیا پوهان وايي: پکار ده، د خوب پر مهال خونه په بشپړ ډول تیاره (تاریکه ) کړل سي. په دې ډول ستاسو وجود بشپړ ارام احساسوي او په دې ډول مو خوب هم په ښه ډول پوره کیږي.
اکثره وخت لیدل سوي، چي کله رڼا وي وجود دې ته چمتو نه وي چي شپه ده او د پورته کېدو هڅه کوي. چي له امله یې خوب کي بې نظمي را منځته کیږي.
راسئ تاسو ته د تیارې، رڼا او د ژور خوب په اړه یو څه ووایو .
زموږ له خوب سره د رڼا تړاو:
زموږ وجود کي الله تعالي یو داسي پټ احساس، درک او فهم ایښی، چي په مرسته یې موږ بیدیږ، پورته کیږو، خورو، څښو او هر کار سرته رسوو.
دا نوار (فته) د لمر ختو سره یو ځای له سره فعالیږي او تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پوري کار کوي. ددې شي لپاره رڼا او تیاره ډیره مهمه ده. د شپې له پلوه، چي کله لمر ډوب سي، ورسره زموږ د وجود د تودوخي کچه هم راکښته او مېټابولزم سستیږي او چي کله لمر را خیژي د ميټابولزم د تېزیدو سره موږ هم له خوبه را پورته کیږو او یوه نوې ورځ را پیلوو.
نو پکار ده په بشپړه تیاره کي بیده سئ، څو وجود ته د رڼا له وجي ستونزه نه وي.
په تیاره کي وجود څه کوي؟
په تیاره کي زموږ په وجود کي ډیری بدلونونه را منځ ته کیږي او د هورمون لیپټن اندازه زیاتیږي. دې هورمون کي دا ځانګړنه سته چي کله یې هم اندازه کمیږي، ورسره موږ د لوږي احساس کوو او چي لوړیږي ورسره مو لوږه هم کمیږي. همدا وجه ده، انسان تر اته ساعته خوب وروسته هم د لوږي احساس نه کوي، مګر که موږ ویښ پاته سو او یا رڼا کي و اوسو، نو د لوږي احساس کوو.
په بل ډول، وجود ټوله شپه روژه (Fast) وي. له ویښېدو وروسته خوراک کولو ته په انګلیسي کي Break Fast ویل کیږي. یاني روژه مات .
سور، شین او د رڼا نور رنګونه:
هر کله چي موږ له خوبه راویښ سو، نو د لمر رڼا شین رنګه احساسوو. داسي لکه نور رنګونه چي هم ور ګډ وي، مګر بیا هم شین رنګ ورباندي غالب وي. دې ته په کتو سره موږ په بېړه پورته کیږو او په خپل کار پسي وځو. همدا لامل دی، چي له تلویزیون، کمپیوټر او لپټاپ څخه شین رنګه رڼا را وځي. په نورو رڼاوو کي ژیړ او سور هغه رنګونه چي وجود ورسره معتدل کیږي او موږ د پوره ارام او خوب د غلبې احساس کوو.
[review]