کله چې تاسې له دریم هېواد (افغانستان) څخه غواړئ د لنډ وخت لپاره بلجيم ته راشئ او ستاسې مالي مصارف دلته په بلجيم کې بل څوک غواړي په غاړه واخلي نو په داسې وخت کې اړينه ده چې په بلجيم کې میشت کس دا فورمه چې دریم بيس ضمیمه یا (Bijlage 3bis) ورته ویل کېږي، ډکه کړي.
دا فورمه یا په بله اصطلاح دعوتنامه تر شپږ میاشتو پورې د کارونې وړ ده چې په دې موده کې هغه کس چې غواړي بلجيم یا د شينګن سيمې ته راشي باید د بلجيم سفارت یا کنسلګری ته ور وړي او د ویزې غوښتنه وکړي.
دا فورمه په دې مانا ده چې په بلجيم کې ددې دعوت نامې استونکی کس د ویزې د غوښتونکي لپاره مالي امکانات د ویزې یا په بلجيم کې ددې کس د پاتې کېدو پر مهال ټول مالي مصارف په خپله غاړه اخلي. که چېرې دا کس په ټاکلې موده کې بېرته خپل هېواد ته ستون نشي بیا ددې فورمې استونکی کس مجبور دی چې تر دوه کلونو پورې په ویزه د راغلي کس پالنه وکړي.
که چېرې ددې دعوتنامې سربېره د ویزه غوښتنه رد شي، د دعوتنامې استونکی کولای شي چې د منفي پرېکړې له نېټې وروسته د دیرشو ورځو په موده کې د محکمې یا بیا کتنې غوښتنه وکړي.
دا فورمه تاسې کولای شئ چې له لاندې لېنک څخه ډونلوډ کړئ او ډکولو څخه وروسته یې د خپلې سيمې ښاروالۍ ته د راجستر لپاره ور وړئ او یا په مستقيم ډول خپلې ښاروالۍ ته ورتلای شئ او هلته دا فورمه ډکولای او له راجستر او کتنې وروسته یې ترلاسه کولای شئ.