د بلجیم د ټاکنو پر مهال ښي اړخو ګوندونو د کډوالو په اړه خلکو ته د سختو قوانینو د پلې کولو ژمنه ورکړې وه. خو اوس داسې ښکاري چې ويل شوي قوانین د عملي کېدو وړ نه دي.
همدا شان دوى ژمنه کړې وه چې دوى به د استراليا او کاناډا موډلونه عملي کوي. دا ماډل کډوالي په يوه منظم سیستم کې راولي او کډوال وړاندې له دې چې بلجيم ته راشي د ددوي د پناه غوښتنه څېړل کېږي.
د نوي فلیمیش اتحاد (N-VA) د پناه غوښتنې د بندولو ژمنه کړې وه، خو قانوني او ائتلافي خنډونو د دې پلان پلي کول ناشوني کوي. دوى مجبور دي چې د له نورو ګوندونو سره د اېتلاف په خاطر له دې ژمنې تېر شي.
همدا شان څرګنده کړې چې د آسټرالیا په څیر د کډوالۍ سخت ماډل هم د بلجیم لپاره د هغه د قانوني او جغرافیایي محدودیتونو له امله نشي عملي کېداى.
د ائتلاف غړي د کډوالۍ په اړه مختلف نظرونه لري، چې دا د یوې ګډې پالیسۍ جوړول ستونزمن کوي له همدې امله ښي اړخي ګوندونه د دې اېتلاف د نورو غړو په خاطرې مجبور دي چې خپل نورو ژمنو ته لومړیتوب ورکړي او د کډوالو مسله شاته وغورځوي.
بلجیم باید د کډوالۍ پالیسۍ د کورنیو قوانینو او نړیوالو ژمنو سره سمې پلې کړي، بلجيم له وړاندې په دې برخه کې د اروپايي او نړيوالې هوکړې لاسلیک کړي چې حکومت اړ دى هغو ته د خپلو نورو ملي ګټو په خاطر پام وکړي.
د کډوالۍ ستونزه د ټولې اروپا لپاره د مهمو ننګونو يوه شريکه ستونزه ده چې ښه ده چې د اروپايي ټولنې کډه پالیسي عملي شي تر څو ګټوره او غوره لاسته راوړنه ترلاسه شي.