د بلجیم د کډوالو چارو کميساره وايي چې يو کډوال چې دوسيه يې منفي شوي وي په کمپ کې يوازې 30 ورځې اضافه د اوسېدو حق لري.
دا نوى قانون په دې خاطر منظور شوى چې اوس مهال هم په بلجیم کې څلور زره نوي کډوال په تمه دي چې د کډوالو چارو اداره ورته ځاى ورکړي ولې د کډوالو اداره ورته ځاى نه لري.
په بلجيم کې د قانون له مخې په سلو ورځو کې باید د يوه کډوال دوسيه وڅېړل شي ولې په عمل کې ددې وخت مراعاتول ممکن نه دي.
په بلجيم کې که چېرې د يوه کډوال دوسيه منفي شي او غوښتنه يې ونه منل شي کولاى شي د ځينو نورو حقوقو په اساس په بلجيم کې د اوسېدو غوښتنه وکړي چې هر شخص تر حالت پورې اړه لري.
کله چې له هر اړخه د يوه کډوال دوسيه ونه منل شي، محکمه ورته د بلجيم د خاورې د پرېښودو حکم کوي چې پولیس کولاى شي دا کډوال په رضا يا زور خپل اصلي ټاټوبي ته واستوي.
په بلجيم کې د بشري حقوقو ادارې ددې کار مخالفت کوي او له همدې امله بلجيم ډېر کم او نادرو حالاتو کې دا کار کړى.
ليکنه : بشير
