یوې نوې ټکان ورکوونکې ادعا د بلجیم رسنۍ لړزولې ده، چې وايي یو شمېر بلجیميان ښايي د ۱۹۹۰ لسیزې د بوسنیا د جګړې پر مهال په یوه وحشتناکه کړنه کې ښکېل وو. د HLN ورځپاڼې د راپور له مخې، داسې ګمان کېږي چې دغو کسانو د سارایوو د کلابندۍ پر مهال پیسې ورکړې وې، ترڅو وکولی شي پر ملکي وګړو ډزې وکړي، لکه څنګه چې څوک ‘انساني سفاري’ یا ښکار ته ځي.
دا موضوع لومړی ځل د “سارایوو سفاري” (Sarajevo Safari) په نوم د یوه مستند فلم له لارې راپورته شوه. په دغه فلم کې ادعا شوې وه چې د جګړې پر مهال، شتمنو بهرنیانو د صربي ځواکونو تر کنټرول لاندې غونډیو ته سفر کاوه، ترڅو له هغه ځایه په ښار کې پر بې ګناه ملکي وګړو، چې د اوبو او ډوډۍ په لټه کې وو، د نښه ویشتونکو په سنایپر ډزې وکړي. دا ادعاوې اوس په ایټالیا کې د څارنوالانو له خوا څېړل کېږي، او اوس تازه راپورونه ښيي چې په دغو بهرنیو “ښکاریانو” کې ښايي بلجیمي وګړي هم شامل وو.
موږ افغانان، چې جګړه مو لیدلې ده پوهېېږو چې جګړه څومره وحشتناک اړخونه لرلای شي او د ځینو کسانو لپاره ان د “تفریح” په توګه کارول شوې ده. دا چې اوس د بلجیم قضايي سیسټم او رسنۍ د خپلو اتباعو د داسې پخوانيو تورونو په اړه څېړنې کوي، دا د عدالت د تامین لپاره یو مهم ګام دی. دا موږ ته راښيي چې که څه هم بلجیم یو امن هېواد دی، خو دا هم د نورو هېوادونو په څېر له خپل ماضي سره د حساب کتاب او د سختو جرمي قضیو سره مخ دی. د دې موضوع په اړه پوهېدل موږ سره مرسته کوي چې د خپل نوي کوربه هېواد په ټولنیز او حقوقي چاپېریال ښه پوه شو.
که څه هم دا لا هم یوازې ادعاوې دي او څېړنې روانې دي، خو دا خبر د بلجیم په ټولنه کې د یوې لویې پوښتنې په توګه مطرح شوی دی. دا چې آیا رښتیا هم د دوی هېوادوال په داسې یوه غیر انساني او وحشیانه عمل کې ښکېل وو، دا هغه پوښتنه ده چې ځواب یې د عدالت او تاریخ دواړو لپاره خورا مهم دی.
