ژباړه: عارفه عمر لور بشیر
بنسټيز خویونه Keystone habits دا هغه خویونه دي چې د یوه عادت په بدلون سره ستاسو په شخصیت کې نور فرعي خویونه په خپله اغیزمن کیږي، د بنسټیزو خویونو په بدلولو سره تاسو اړ نه یاست چې د هر عادت یا خوی د بدلون لپاره زیاراو کوښښ وکړئ.
دا بنسټيز خویونه یا Keystone habits دي چې ستاسو په هغو خویونو هم اغیز پرېباسي چې هغه خویونه ستاسو د پرمختګ او خوښۍ مخه نيسي، که چیرې تاسو په دې خبره پوهیږئ چې په تاسو کې هغه خویونه شته چې ستاسو د بریا او خوښیومخه نيسي او غواړئ دغه خویونه بدل کړئ، کېدای شي دغه کار ستاسو ډير وخت ونیسي، خو د بنسټيزو خویونو په پيژندلو او بدلولو سره تاسو په لږ زیار سره کولای شئ چې ډير نور فرعي خویونه بدل کړئ.
ډيری خلک غواړي چې خپل هغه خویونه او عادتونه چې د دوی د پرمختګ ، بریا او خوښیو مخه یې نیولې ده بدل کړي، خو د دغه خویونو په پيژندلو او بدلولو کې ستونزې لري، که چیرې تاسو هم د دغه وړ ستونزو سره مخامخ یاست نو لاندې اوه (۷) اصلي او بنسټيز عادتونه وپيژنئ او د هغو په خپلولو سره، خپل ژوند ته د بریاو او خوښیو دروازې پرانیزئ:
۱ـ د خپلو خوړو لېست یا لړ لیک جوړ کړئ.
د خوړو د یوه لړ لیک یا لېست لیکل دومره ستونزمنه خبره نه ده، که چیرې دغه لړ لیک جوړ کړئ او وروسته له دې هرڅه چې د ورځې خورئ، هغه په لېست کې ولیکئ، دا هم ولیکئ چې څومره اوڅه ډول خواړه خورئ؟ څومره اوبه، چای او یا قهوه څښئ. دا یوه ساده او اسانه عادت دی چې تاسو یې په ډيرې اسانۍ سره خپلولای شئ، خو همدعه ساده خوی ستاسو په شخصیت کې ستاسې د وزن او روغتیا کنترول کولای شي، په دې ډول به تاسو تل له خپلو خوړو باخبره یاست چې څه او څومره ستاسو وزن ته ښه او اړین دي، وروسته له دې تاسو به هیڅکله داسې خواړه نه خورئ چې ستاسو د چاغښت لامل وګرځي، او یا ستاسو روغتیا زیانمنه کړي.
۲ ـ مفکر اوسئ
فکر کول د انسان وجود ته ۲۰ روغتیايي ګټې لري، هر ګهیځ له پنځو تر لسو دقیقو پورې فکر کول د دې سبب ګرځي چې تاسو په ورځینو چارو کې له ذهني فشار نه وژغوري، دغه عادت د انسان د شخصیت د روزلو په برخه کې یوله اړینو او مهمو خویونو نه ګڼل کیږي، دغه خوی به تاسو دمه کړي، تاسو ته به د خوښۍ احساس در وبخښي او د ستونزو په وړاندې به ستاسو جګړه ایز ځواک پیاوړی کړي، که غواړئ سر له سباني ګهیځه دغه خوی خپل کړئ.
( د اسلام په مبارک دین یوه ګړۍ تفکر یا فکر کول له اویا کلونو عبادت سره برابر ګڼل شوی دی او حضرت روسول اکرم( ص) فرمايي چې فکر کول انسان نیکو کارونو او په هغو عمل ته رابولي.۰ژباړن))
ـ ۳یو منظم او سم فزیکي فعالیت غوره کړئ.
څیړنو په زبات رسولې چې منظم فزیکي فعالیتونه د بدن فزیکي جوړښت او روغتیا ته ډير ګټور او اړین دی، همدا شان ستاسو له زیات خوراک نه مخنیوی کوي، منظم فزیکي فعالیتونه کیدای شي ډير ساده وي لکه پلې تګ، باېسکل ځغلول، منډې وهل او یا هم دې ته ورته نور سپورتونه.
روغتیایي فعالیتونه ستاسو په ژوند او د ژوند په څرنګوالي نیغ په نیغه اغیز لري نو هڅه وکړئ چې یوه ساده منظم فزیکي فعالیت ولرئ او هیر یې نه کړئ.
۴ـ له خوبه ګهیځ وخته پاڅئ.
کله چې د ځان په اړه فکر کوم نو داسې انګیرم چې زه د ډيرو کلونو لپاره یوه شپېنی انسان وم، شپېنی یانې دا چې د شپې له خوا به تر ډيره ويښ وم، او سبا به تر ډيره ناوخته ویده وم، که به سبا تر غرمې مخکې یانې په ساښت کې له خوبه ویښ شوم نو دا به زما لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وه، خو ورځ به رانه ټوله تیره وه، ( فکر وکړئ چې که یو څوک د غرمې په دوه یا دریو بجو پاڅيږي، نو د لمر څومره ګټورې وړانګې به یې له لاسه ورکړې وي) .
کله مې چې هوډ وکړ چې د ګهیځ په شپږو بجو به پاڅېږم او د دغه عادت د خپلولو لپاره مې ۳۰ ورځې تمرین وکړ، نو ډير ژر وتوانېدم چې ځان او د غه عادت بدل کړم.
ګهیځ وخته پاڅېدل په ډراماتیک ډول ستاسود ظرفیت، انرژي او په پاتې ورځ ستاسو کنترول ډیروي.
مخکې زه تیروتی وم، ولې چې ما فکر کاوه چې ګهیځني اوشپېني خلک یواځې یوه نظریه ده او د دغو دو ډلو خلکو تر منځ کوم توپیر نشته، خو دا سې نه وه، دا دوه ډلې له یو بل نه ښه ډير توپیرونه لري، که تاسو له شپېنيو خلکو نه یاست نو یوځل ځان په ګهیځنیو خلکو بدل کړئ، دا به درته په ښه ډول څرګنده شي چې ګهیځ وخته له خوبه پاڅېدل یو له اړینو خویونو نه دی، د دغه عادت په خپلولو سره ستاسو په شخصیت کې ډير نور واړه او ناضروري خویونه په خپل سر بدلیږي او ښه بڼه غوره کوي.
۵ـ منندوی اوسئ
د هغه شتو اونور څه لپاره چې دا مهال یې په ژوند کې لرئ، منندوی او مشکور اوسئ، که چیرې تاسو په خپلو شته شتو او نورو اسانتیاو خوښ او منندوی اوسئ، نو په ورځينو چارو کې به تاسو خوشاله او له ذهني فشار نه به لرې اوسئ، منندوی او مشکور اوسېدل د خوښۍ او پرته له ذهني فشار نه د ژوند کولو لپاره یوه اغیزمنه او تجربه شوې لار ده.
که غواړئ چې په ژوند خوښ وئ نو د ډيرو ډيرو کتابونو لوستو نه اسانه لار داده چې هره ورځ له دریو نه تر پنځو هغه څه وشمېرئ چې تاسو ته د خوښۍ احساس درکوي او تاسو سره شته، لکه ښه روغتیا، د کور ښه او مهربانه غړي، ښه ملګري او داسې نورې لاسته راوړنې، بریاوې او خوښۍ.
( مشکور اوسېدل یا د شکر ادا کول د اسلام مبارک دین له اوامر نه هم دی چې هر مسلمان باید په خپلو شته شتو او اسانتیاو له لوی خدای نه منندوی اوسي. (ژباړن))
۶ـ هره ورځ نوي څه وازمویئ
انسان ډير ژر له هغه څه نه چې لري یې او یایې هر ورځ تر سره کوي، ستړی کیږي، که غواړئ چې له دغې ستونزې نه خلاص شئ نو هره ورځ د یوه نوي شي د ازمویلو عدت خپل کړئ، له خپل مستریح حالت نه راووځئ او د یوه نوي شي ازمویل او کارول پيل کړئ، ولو که هغه د نویو خوړو خوړل هم وي، تاسو چې څومره د خپل ژوند او خپل فکر شپول پراخوئ ، هماغومره به نویو خوښیو او بریاو سره مخ کیږئ.
۷ـ په لوړ کیفیت خوب وکړئ.
پوهیږئ چې هر کال د بې خوبۍ یا کم خوبۍ له کبله په نړۍ کې ۱۵۵۰ تنه مري او ۷۱۰۰۰ تنه ټپیان کیږي؟ دا یواځې یوه شمېرنه ده، ولې دا چې نور د څو تنو ژوند او اړیکې له ستونزو سره مخ کیږي په دې برخه کې لا شمیرنه شوی نه ده.
بې خوبې په موټر زغلولو، له ملګرو او دوستانو سره په اړیکو کې او په کارونو کې د انسان فکري تمرکز له منځه وړي، ډيرې شخصي او د کورنۍ اړوندې پېښې هم له بې خوبۍ نه منځ ته راځي.
دا ډول که زده کړیال یا زده کوونکی یاست، بې خوبي ستاسو حافظه یا یادښت قوه کمزورې کوي، د دې لپاره چې په پورتنیو ستونزو بریالي اوسئ نو د ښه او پوره خوب کولو عادت خپل کړئ او دغه عادت به ستاسو ټولنیز، عملي او مسلکي شخصیت په ښه ډول تضمین کړي.
سرچینه: ultimatediscipline