لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد
ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
بنفشه يي رنګ د زړه عضله پياوړې کوي ، د حجاب حاجز حرکات تنظيموي او د حجرو عمر زياتوي. دا رنګ د بندونو ( مفصلونو ) د التهاب په حالاتو کې او د ولادت پرمهال د دردونو د کرارولو لپاره هم کارول کيږي . او کله کله د زرغون او ژېړو رنګونو سره يوځاي د پوستکي دسرطان د درملنې لپاره هم کارول کيږي. د اروا پوهنې په ډګر کې له بنفشه يي رنګ څخه د ځينو اروايي او ذهني ستونزو د درملنې لپاره هم کار اخيستل کيږي .
دا رنګ د ناروغيو د انتقال مخه نيسي ، او د سر د پوستکي د ناروغيو او د نيم سيري د درملنې لپاره غوره درمل پېژندل شوي دي . دا ډېر آراموونکي رنګ دي او په ځانګړې توګه د عصبي او اروايي آرامتيا لپاره ډېر اغېزمن دي. د يادونې وړ ده چې له اندازې زيات استعمال څخه يې بايد ډډه وشي. دا رنګ په ښي غوږ ، غاښونو ، هډوکو، مثانه او توري باندې ډېرې اغېزې کوي، د معدې ناروغي رغوي او د ډېرو حجرو د خرابېدو مخنيوي کوي. ددې هر څه سره سره دا رنګ بدن ته دا وړتيا ورکوي چې له خوراکي توکو سمه استفاده وکړي .
د بنفش نه آخوا يا ( ما وراء بنفشه )
دا رنګ د هډوکو ناروغي رغوي ، او د نرمو هډوکو په درملنه کې مهم رول لري . خو هغه کسان چې د زړه او سږو په ناروغيو اخته وي دا رنګ ورته ښايې زيان ورسوي، د بنفشې نه آخوا رنګ د سرطان د درملنې لپاره نه کارول کيږي خو د يادونې وړ ده چې د يو شمېر خطرناکو او وژونکو ميکروبونو پاکوونکي رنګ ګڼل کيږي.
ګلابي رنګ
دا پر بدن ډېر نرم اغېز کوي او د عضلاتو په آرامېدو کې مهم رول لري، تجربو ښودلې ، هغه کسان چې ډېر سرزوري وي او ډېر ژر په سختۍ او تشدد لاس پورې کوي ، ګلابي رنګ يې آراموي . ډېري وختونه دا رنګ په محبسونو ، روغتونونو، څېړنيزو مرکزونو او د روږدو (معتادينو ) د درملنې په مرکزونو کې کارول کيږي . ګلابي رنګ د خوب د خونې لپاره ډېر وړ رنګ دي ، دا ځکه چې ګلابي رنګ يو ډول رومانتيکه فضاء رامنځته کوي .
پيروزه يي رنګ
پيروزه يي رنګ د تبې په راکمولو کې مهم رول لري ، ځکه دا رنګ انسان ته د يخوالي احساس وربخښي ، او همدا لامل دي چې په روغتونونو کې ترې ډېره ګټه اخيستل کيږي .
تور رنګ
دا رنګ د كمان رستم په رنګونو کې شتون نه لري ، او د سپين رنګ ضد دي . تور رنګ رڼا راکشوي ، هرڅه پټوي او د بدن غړي په خپل واک کې نيسي … ياد رنګ د بدن غړي آراموي او ژر ورته خوب ورولي .
دا رنګ اشتهاء کموي . د رنګونو متخصصين وايې : که غواړئ وزن مو کم کړئ ، نو د ډوډۍ خوړلو لپاره تور دسترخوان وکاروئ .
نيلي ( شين بخن ) رنګ
ددې رنګ اغېزې هم آسماني رنګ ته ورته اغېزې دي، او د حافظې په پياوړتيا کې مهم رول لري. ياد رنګ د کولمو د مختلفو ناروغيو لپاره غوره درمل ګڼل کيږي . په شريانونو او تنفسي سيستم باندې اغېزه کوي او ټولې تنفسي ناروغۍ رغوي .