لیکنه: ګیتي صدیقي
سريزه
سوله او پرمختګ د هر هیواد د جګرو او ناامنیو د خلاصون لاره ده. بیلابیل هــــیوادونه د همدغو موخو درسیدلو لپاره ډیر زیار باسي. د نړی هیوادونه بیلابیلې لارې آزمویــــلي دي چې د هغوی په منځ کې ترټولو اړینه د بهرني سیاست پراختیا ده. دنړی ډیری هیــــوادونه بهرني سیاست ته دسولې، سمون، امنیت او پرمختګ لاره په سترګه ګوري.
د بهرني سیاست اصطلاح اغیز نیغ په نیغه د هیواد سیاسي، تولنیزه او اقتصادي چارې کې ښکاره ده. د نړی پرمختګ، د اوسنۍ ژوند د انسانانو نوې راکړې ورکړې، دنـفوس وده، د نړی لومړی او دویم نړیوال جګړې اغــــــــیزونه دي چې د بهرني سیاســــت کاروان پرې تیریږي.
بهرني سیاست اغیزه په افغانستان کې او د دغه هیواد نړیــوال چارو کې نوی رول ورکوي. او دغه د هیواد سیاست پوهان پورې اړه لري، چې تر کومه حده بهرني سیاست ته پام کوي. اود بهرني سیاست د پراختیا په لاره کې اغیزمن قدمونه پورته کوي.
دا چې د افغانستان بهرني څه دی؟ څه اغیزې لري؟ او کومې جغرافیایي سیـــمو پورې تړاو لري؟ د افغانـــــستان بهرني سیاست د پاکـــستان په وړاندې ، په دغه لیکنه کې په لنډه توګه راوړو.
لنډیز
د افغانستان سیاست او امنیت په دغه ورستیو کې د نویو سیــــاسي او امنیتي پیښو سره تړاو موندلې ده. د افغانستان بهرني سیاست تر نورو برخو ډیر اغیز لري.
د افغانستان بهرني سیاست په دریو جغرافیایي سیمو پورې اړه لري. لومړی د هیواد سیاسي اړیکې د سیمې د هیوادنو سره، دویم د اسلامي نړی سره زموږ هیـــــواد اړیکې، او د نړی سترو هیوادنو سره؛ چې په بهرني چارو وزارت کې یو ۹ ماده یي منشور د سیاســـي چارو د سمون لپاره موجود دی.
زموږ هیواد دتاریخ په بهیر ډیرې اړینې او پیچلې پړاوونه تیرې کړي دي چې په ټوله کې د سیاست په ځانکړې توګه بهرني سیاست اغیز په سترګه کیږي. افغانـــستان د نورو هیوادونو په پرتله خپل سیاسي اړیکې ته ډیر اړ دي، ځکه دغه هیواد اوس د بهرني هیوادونو د پوځي سرتیرو کوربه دی. زموږ هیواد د نورو هیوادنو سره د اړیکې تر څنګ، خپل نږدې ګاونډي (پاکستان) سره سیاسي اړیکې لري. دغه اړیکه په سیمه کې خورا ارزښت لري.
لغات او اصطلاحات: ترهګرۍ، منشور، بهرني سیاست، د دیورند کرښه، ترازیتي او مواصلاتې کرښې، پوځي
بهرني سیاست
بهرني سیاست د هر هیواد د پرمختګ یوازنۍ لاره ده. که د بهرني سیــــاست مفهوم ته ځیر شو، نو ویلای شو چې بهرنۍ سیاست د یوه مقتدر حکومت هغه لاره ده چې د هغه په وسیله د هیواد ملي ګټې، ملې آرمانونه، فرهنګي، اقتصادي، او ټولنیــــــزې پرمختګ لارې چارې سمبالوي.
دوکتور فرامرز تمنا د افغانستان بهرني سیـــــــاست په دریو ســـــتونونو پورې اړوند ښایي.
۱-ملي ګټې( چې د یو هیواد واقعیتونو، تاریخي تجربو پورې اړه لري).
۲- ملي آرمانونه او ملي موخې ( چې د هر هیواد هیلو پورې اړه لري).
۳- اصل او ملي دودنه ( هغه موجودات او منعیات چې د هر هیـــــواد په فرهنګ کې شتون لري) ( ۱۷:۱).
بهرني سیاست په ځانګړې توګه د افغانستان بهرني سیاست په دریو لویو جغرافیــــایي سیمو پورې اړه لري. بهرني سیاســـــــت په سیمه کې، د هیواد سیاسي اړیکې د اسلامي هیوادونو سره، دریم او تر ټولو اړینه د هیواد سیاسي اړیکې د نړی د سترو هیوادونو سره.( ۱۶:۱ )
لومړی د یوه هیواد سیاسي چارې په سیمه کې اړینه ده . ځکه چې دغه زموږ ســیمه ده چې لومړني سیاسي ،اقتصادي ، فرهنګي او پوځي اړیکې جوړوي . ددغو اړیکو نیغ په نیـــــغه جغرافیایی نږدیوالې ، ددوو هیوادونو د وګرو اړیکې او تر ټولو اهمه هغه مهاجرین دي چې د افغانستان ددریو لسیزو جګړو په بهیر کې د سیـمې هیوادونو ترمنځ ټینګه کړې ده . زموږ هیواد په سیمه کې د پاکستان سره د اقتصادي او سیاسي اړخه ستونزې لري. له همدې کــبله په دغه مقاله کې ډیره پاملرنه د افغانستان بهرني سیاست د پاکستان سره شوې ده.
د افغانستان بهرني سیاست بل اړخ هم ددغه هیواد سیاسي اړیکې د اســـلام د نړی سره ده. لکه څرنګه چې پوهیږو افغانستان د یوه اسلامي هیواد په توګه د لوړو فرهنګي او اعتقادي ارزښت خاوند دی. زموږ د هیواد د وګړو ټینګه عقیده د دوی اړیکې د اسلامي نړی سره لا هم پراخه کړې ده. دغه پراختیا د افغانستان رول په اسلامي هیوادونو کې لا هم ښه کوي او دغه هیواد په اسلامي هیوادونو کي د ښه مقام لرونکی کیدلای شي.
دریم او اړین اړخ د افغانستان په بهرني سیاست کې د نوموړې هیواد سیاسي اړیکې د نړی سره ده. د افغانستان دغه سیـــــاسي اړیکې د نړیـــوال اقتصاد ، سیاست ، فرهنګ او علمي پرمختیا ته لاره خلاصوي .
د بهرني سیاست او دافغانستان د بهرنیو سیاسي اړیکو وروسته د افغانستان سیاست د خپل تر نورو نږدې ګاوندي (پاکستان) سره د پام وړ ده. د افغانســـــتان او پاکستان اړیکې تل د بدلونونو په بهیر کې د ملګرتیا ، رقابت او دښمني پړاونه یې تیرې کړي دي.
د فرهنګي ، دیني ، قومي ګډون او د ۲۴۳۰ کیلومـــــــتره سرحد (د دیورند کرښه ) د لرلو ترڅنګ بیا هم ددغو هیوادونو ترمنځ د ملګرتیا اړیکه ټینګه شوې نه ده. ددیـــورند کرښه ، ترانزیتي او مواصلاتي کرښې ، د پښتونخوا مــــسآله او د دواړو هیوادونو کوښښ د اړیکو لاښه والی د نړی د سترو هیوادونو سره ټول دغه لاملونه دي چې دغو هیوادونو یو بل ته د رقیب په سترګه ګوري. ( هیواد ورځپانه)
ځکه دغه هیواد تل د افغانستان د ویجاړولو هڅه یې کړې ده . طالبان د کړۍ د رامنـــــځته کولو سره د افغانستان د تسلط په هکله یې فکر کول. د طالبان رامنځته کیـــــدل په وسیله د پاکستان غوښتنې پر له پسې عملي کیدلې. دغه وخت وو چې یوه نوې پــــیښه رامنځته شوه چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یولسمې نیټې په نامه یادیږي.
کله چې القاعده کړۍ د امریکې متحده ایالاتو دوې لويې ســــــوداګریزې ودانی یې ویجاړې کړې او په سلګونو امریګایی وګرې ووژل شول ، نو پاکـستان دې ته اړ شو چې یا د طالبان ملاتړ او یا هم د متحده ایالاتو سره د ترهګرۍ پر ضد مـــبارزه غوره کړي. هغه مهال چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لاره غوره کړه،هیلې ډیرې شــــــــــوې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پایداره سوله ټینګه شي. خو له بده مرغه پاکستان په خپل ژمنــــې پایښت نه درلود او د پاکستان استخبارات (آی اس آی ) تل یې د طالبـــان ملاتړ کول. د اسامه بن لادن وژنه د امریکایی سرتیرو په یو پوځي عملیات کې چې د پاکستان په هیواد کې ترسره شوه د پاکستان بدنیتي افغانســــتان ته څرګنده شوه. ددغو لاملونو د اغیزې په پایله کې افغانستان او پاکستان ترمنځ د ملګرتیا اړیکې ټینګه شوې نه ده.
دوړاندې شویو لاملونو تر ځنګ نور هم دادې: د افغانـــستان او پاکستان غوښتنې د یو بل پر ضد دي لکه د دیورند مسآله پاکســـــتان د افغانـــــــستان څخه ددغې کرښې د رسمي پیژندل غوښتنکی دی چې افغانستان ته د منولو وړ نه ده. افغانـــستان د پاکستان لخوا د ترهګرۍ د مبارزې څخه ملاتړ غواړي خو پاکستان خپل ملي ګټې د افغانــــــستان په ناامنیو کې مومي.
د پاکستان بدنیتي او دهغه هیواد ملاتړ د تروریزم څخه افغانستان دی ته اړ کړ چې هند سره ښې اړیکې ټینګې کړي چې دغه پاکـــــستان د خپل په ګټه نه بولي . همدغه لاملونه دي چې افغانستان او پاکستان ترمنځ ښه اړيکې نه ټینګیږي.
او ددغه وضعیت په دوام سره د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي ، سیاسي او پوځـي جګړې هم رامنځته کیدلای شي.د ځینو نورو لاملونه لکه ( مواصلاتي کرښې، ددیورند کرښــــه ، د پاکستان اړتیاوې د منځنې آسیا په مارکیتونو کې ، صادراتي برشنا او نور) تر اغیزې لاندې دواړو هیوادونو سولې ته مخه کړه خو ددوی اړیکې د دښـــــمني او رقابت پر بنسټ ایښودل شوې ده.
ددیورند کرښې مساله لومړی او د افغانستان حکومت اختلاف د پاکستان د عضویت په هکله د ملل متحد کې دوې مسئلې دي چې تر اوس هم افغانستان او پاکــــــــستان د ملګرتیا اړیکې ناشونې کړې ده .کله چې په پاکستان کې کومه چاودنه وشي نو د دې چاودنې اصـلي لامل د دې هیواد په اند افغانستان ګڼل کیږي. حال دا چې جــــــــــوته ده چې په افغانستان کې ډیری چاودنې او ناامني پیښې د طالبان کړئ په وسیله چې د پاکستان آی اس آی لخوا یې ملاتړ شــوي دي ، رامنځته کیږي. د افغانستان او پاکستان اړیکې د دې بهیر په تیردو سره ډیرې ستونزې زغملي ، له همدې کبله افغانستان ورو ورو نورو ګاوندیو ته مخه کړې ده او له هغوی سـره څه ناڅه د ملګرتیا اړیکې ټینګې کړې ده.
لاندې ځینې د بهرنۍ چارو وزارت ځینې لومړیتوبونو څخه یادول اړین بولم.
۱-د ګاونډیو سره اړیکې
۲- د سیمې لویو هیوادونو سره اړیکې
۳- د اسلامي نړی سره اړیکې
۴- د نړیوال متحدینو سره اړیکې
۵- نړیوال حکومتوالي
۶- سیمه ییز همغږي
۷- ملي امنیت
۸- اقتصادي هوساینه
۹- ښوونه، فرهنګ او عامه ډیپلوماسي( ۳۴:۳)
دغه نه اصلي لومړیتوبه د هیواد سیاسي چارې په دریو جغرافیایي سیـــمو ( بهرني سیاست په سیمه کې، د اسلامي نړی سره، د نړی سترو هیوادنو) کې سمبالوي. (۳۵:۱ )
په ټوله بیا ویلای شو چې بهرني سیاست د یو هیواد هر چاره سمبالوی شي، نو باید تل ورته د اصلي پرمختګ لاره په ټوګه پاملرنه وشي.
پایله
سوله او پرمختک د هر هیواد د جګرو او ناامنیو د خلاصون لاره ده. بیلابیل هــــیوادونه د همدغو موخو درسیدلو لپاره ډیر زیار باسي. د نړی هیوادونه بیلابیلې لارې آزمویــــلي دي چې د هغوی په منځ کې ترټولو اړینه د بهرني سیاست پراختیا ده. دنړی ډیری هیــــوادونه بهرني سیاست ته دسولې، سمون، امنیت او پرمختګ لاره په سترګه ګوري.
د بهرني سیاست اصطلاح اغیز نیغ په نیغه د هیواد سیاسي، تولنیزه او اقتصادي چارې کې ښکاره ده. د نړی پرمختګ، د اوسنۍ ژوند د انسانانو نوې راکړې ورکړې، دنـفوس وده، د نړی لومړی او دویم نړیوال جګړې اغــــــــیزونه دي چې د بهرني سیاســــت کاروان پرې تیریږي.
بهرني سیاست اغیزه په افغانستان کې او د دغه هیواد نړیــوال چارو کې نوی رول ورکوي. او دغه د هیواد سیاست پوهان پورې اړه لري، چې تر کومه حده بهرني سیاست ته پام کوي. اود بهرني سیاست د پراختیا په لاره کې اغیزمن قدمونه پورته کوي.
دا چې د افغانستان بهرني څه دی؟ څه اغیزې لري؟ او کومې جغرافیایي سیـــمو پورې تړاو لري؟ د افغانـــــستان بهرني سیاست د پاکـــستان په وړاندې ، په دغه لیکنه کې په لنډه توګه راوړو.
لنډیز
د افغانستان سیاست او امنیت په دغه ورستیو کې د نویو سیــــاسي او امنیتي پیښو سره تړاو موندلې ده. د افغانستان بهرني سیاست تر نورو برخو ډیر اغیز لري.
د افغانستان بهرني سیاست په دریو جغرافیایي سیمو پورې اړه لري. لومړی د هیواد سیاسي اړیکې د سیمې د هیوادنو سره، دویم د اسلامي نړی سره زموږ هیـــــواد اړیکې، او د نړی سترو هیوادنو سره؛ چې په بهرني چارو وزارت کې یو ۹ ماده یي منشور د سیاســـي چارو د سمون لپاره موجود دی.
زموږ هیواد دتاریخ په بهیر ډیرې اړینې او پیچلې پړاوونه تیرې کړي دي چې په ټوله کې د سیاست په ځانکړې توګه بهرني سیاست اغیز په سترګه کیږي. افغانـــستان د نورو هیوادونو په پرتله خپل سیاسي اړیکې ته ډیر اړ دي، ځکه دغه هیواد اوس د بهرني هیوادونو د پوځي سرتیرو کوربه دی. زموږ هیواد د نورو هیوادنو سره د اړیکې تر څنګ، خپل نږدې ګاونډي (پاکستان) سره سیاسي اړیکې لري. دغه اړیکه په سیمه کې خورا ارزښت لري.
لغات او اصطلاحات: ترهګرۍ، منشور، بهرني سیاست، د دیورند کرښه، ترازیتي او مواصلاتې کرښې، پوځي
بهرني سیاست
بهرني سیاست د هر هیواد د پرمختګ یوازنۍ لاره ده. که د بهرني سیــــاست مفهوم ته ځیر شو، نو ویلای شو چې بهرنۍ سیاست د یوه مقتدر حکومت هغه لاره ده چې د هغه په وسیله د هیواد ملي ګټې، ملې آرمانونه، فرهنګي، اقتصادي، او ټولنیــــــزې پرمختګ لارې چارې سمبالوي.
دوکتور فرامرز تمنا د افغانستان بهرني سیـــــــاست په دریو ســـــتونونو پورې اړوند ښایي.
۱-ملي ګټې( چې د یو هیواد واقعیتونو، تاریخي تجربو پورې اړه لري).
۲- ملي آرمانونه او ملي موخې ( چې د هر هیواد هیلو پورې اړه لري).
۳- اصل او ملي دودنه ( هغه موجودات او منعیات چې د هر هیـــــواد په فرهنګ کې شتون لري) ( ۱۷:۱).
بهرني سیاست په ځانګړې توګه د افغانستان بهرني سیاست په دریو لویو جغرافیــــایي سیمو پورې اړه لري. بهرني سیاســـــــت په سیمه کې، د هیواد سیاسي اړیکې د اسلامي هیوادونو سره، دریم او تر ټولو اړینه د هیواد سیاسي اړیکې د نړی د سترو هیوادونو سره.( ۱۶:۱ )
لومړی د یوه هیواد سیاسي چارې په سیمه کې اړینه ده . ځکه چې دغه زموږ ســیمه ده چې لومړني سیاسي ،اقتصادي ، فرهنګي او پوځي اړیکې جوړوي . ددغو اړیکو نیغ په نیـــــغه جغرافیایی نږدیوالې ، ددوو هیوادونو د وګرو اړیکې او تر ټولو اهمه هغه مهاجرین دي چې د افغانستان ددریو لسیزو جګړو په بهیر کې د سیـمې هیوادونو ترمنځ ټینګه کړې ده . زموږ هیواد په سیمه کې د پاکستان سره د اقتصادي او سیاسي اړخه ستونزې لري. له همدې کــبله په دغه مقاله کې ډیره پاملرنه د افغانستان بهرني سیاست د پاکستان سره شوې ده.
د افغانستان بهرني سیاست بل اړخ هم ددغه هیواد سیاسي اړیکې د اســـلام د نړی سره ده. لکه څرنګه چې پوهیږو افغانستان د یوه اسلامي هیواد په توګه د لوړو فرهنګي او اعتقادي ارزښت خاوند دی. زموږ د هیواد د وګړو ټینګه عقیده د دوی اړیکې د اسلامي نړی سره لا هم پراخه کړې ده. دغه پراختیا د افغانستان رول په اسلامي هیوادونو کې لا هم ښه کوي او دغه هیواد په اسلامي هیوادونو کي د ښه مقام لرونکی کیدلای شي.
دریم او اړین اړخ د افغانستان په بهرني سیاست کې د نوموړې هیواد سیاسي اړیکې د نړی سره ده. د افغانستان دغه سیـــــاسي اړیکې د نړیـــوال اقتصاد ، سیاست ، فرهنګ او علمي پرمختیا ته لاره خلاصوي .
د بهرني سیاست او دافغانستان د بهرنیو سیاسي اړیکو وروسته د افغانستان سیاست د خپل تر نورو نږدې ګاوندي (پاکستان) سره د پام وړ ده. د افغانســـــتان او پاکستان اړیکې تل د بدلونونو په بهیر کې د ملګرتیا ، رقابت او دښمني پړاونه یې تیرې کړي دي.
د فرهنګي ، دیني ، قومي ګډون او د ۲۴۳۰ کیلومـــــــتره سرحد (د دیورند کرښه ) د لرلو ترڅنګ بیا هم ددغو هیوادونو ترمنځ د ملګرتیا اړیکه ټینګه شوې نه ده. ددیـــورند کرښه ، ترانزیتي او مواصلاتي کرښې ، د پښتونخوا مــــسآله او د دواړو هیوادونو کوښښ د اړیکو لاښه والی د نړی د سترو هیوادونو سره ټول دغه لاملونه دي چې دغو هیوادونو یو بل ته د رقیب په سترګه ګوري. ( هیواد ورځپانه)
ځکه دغه هیواد تل د افغانستان د ویجاړولو هڅه یې کړې ده . طالبان د کړۍ د رامنـــــځته کولو سره د افغانستان د تسلط په هکله یې فکر کول. د طالبان رامنځته کیـــــدل په وسیله د پاکستان غوښتنې پر له پسې عملي کیدلې. دغه وخت وو چې یوه نوې پــــیښه رامنځته شوه چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یولسمې نیټې په نامه یادیږي.
کله چې القاعده کړۍ د امریکې متحده ایالاتو دوې لويې ســــــوداګریزې ودانی یې ویجاړې کړې او په سلګونو امریګایی وګرې ووژل شول ، نو پاکـستان دې ته اړ شو چې یا د طالبان ملاتړ او یا هم د متحده ایالاتو سره د ترهګرۍ پر ضد مـــبارزه غوره کړي. هغه مهال چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لاره غوره کړه،هیلې ډیرې شــــــــــوې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پایداره سوله ټینګه شي. خو له بده مرغه پاکستان په خپل ژمنــــې پایښت نه درلود او د پاکستان استخبارات (آی اس آی ) تل یې د طالبـــان ملاتړ کول. د اسامه بن لادن وژنه د امریکایی سرتیرو په یو پوځي عملیات کې چې د پاکستان په هیواد کې ترسره شوه د پاکستان بدنیتي افغانســــتان ته څرګنده شوه. ددغو لاملونو د اغیزې په پایله کې افغانستان او پاکستان ترمنځ د ملګرتیا اړیکې ټینګه شوې نه ده.
دوړاندې شویو لاملونو تر ځنګ نور هم دادې: د افغانـــستان او پاکستان غوښتنې د یو بل پر ضد دي لکه د دیورند مسآله پاکســـــتان د افغانـــــــستان څخه ددغې کرښې د رسمي پیژندل غوښتنکی دی چې افغانستان ته د منولو وړ نه ده. افغانـــستان د پاکستان لخوا د ترهګرۍ د مبارزې څخه ملاتړ غواړي خو پاکستان خپل ملي ګټې د افغانــــــستان په ناامنیو کې مومي.
د پاکستان بدنیتي او دهغه هیواد ملاتړ د تروریزم څخه افغانستان دی ته اړ کړ چې هند سره ښې اړیکې ټینګې کړي چې دغه پاکـــــستان د خپل په ګټه نه بولي . همدغه لاملونه دي چې افغانستان او پاکستان ترمنځ ښه اړيکې نه ټینګیږي.
او ددغه وضعیت په دوام سره د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي ، سیاسي او پوځـي جګړې هم رامنځته کیدلای شي.د ځینو نورو لاملونه لکه ( مواصلاتي کرښې، ددیورند کرښــــه ، د پاکستان اړتیاوې د منځنې آسیا په مارکیتونو کې ، صادراتي برشنا او نور) تر اغیزې لاندې دواړو هیوادونو سولې ته مخه کړه خو ددوی اړیکې د دښـــــمني او رقابت پر بنسټ ایښودل شوې ده.
ددیورند کرښې مساله لومړی او د افغانستان حکومت اختلاف د پاکستان د عضویت په هکله د ملل متحد کې دوې مسئلې دي چې تر اوس هم افغانستان او پاکــــــــستان د ملګرتیا اړیکې ناشونې کړې ده .کله چې په پاکستان کې کومه چاودنه وشي نو د دې چاودنې اصـلي لامل د دې هیواد په اند افغانستان ګنل ګیږي. حال دا چې جــــــــــوته ده چې په افغانستان کې ډیری چاودنې او ناامني پیښې د طالبان کړئ په وسیله چې د پاکستان آی اس آی لخوا ملاتړ شــوي دي ، رامنځته کیږي. د افغانستان او پاکستان اړیکې د دې بهیر په تیردو سره ډیرې ستونزې زغملي ، له همدې کبله افغانستان ورو ورو نورو ګاوندیو ته مخه کړې ده او له هغوی سـره څه ناڅه د ملګرتیا اړیکې ټینګې کړې ده.
لاندې ځینې د بهرنۍ چارو وزارت ځینې لومړیتوبونو څخه یادول اړین بولم.
۱-د ګاونډیو سره اړیکې
۲- د سیمې لویو هیوادونو سره اړیکې
۳- د اسلامي نړی سره اړیکې
۴- د نړیوال متحدینو سره اړیکې
۵- نړیوال حکومتوالي
۶- سیمه ییز همغږي
۷- ملي امنیت
۸- اقتصادي هوساینه
۹- ښوونه، فرهنګ او عامه ډیپلوماسي( ۳۴:۳)
دغه نه اصلي لومړیتوبه د هیواد سیاسي چارې په دریو جغرافیایي سیـــمو ( بهرني سیاست په سیمه کې، د اسلامي نړی سره، د نړی سترو هیوادنو) کې سمبالوي. (۳۵:۱ )
په ټوله بیا ویلای شو چې بهرني سیاست د یو هیواد هر چاره سمبالوی شي، نو باید تل ورته د اصلي پرمختګ لاره په ټوګه پاملرنه وشي.
پایله
د افغانستان سیاسي اړیکې تل د پیچلتیا سره سم دی. داسې ښکاري چې دغه هیواد تل خـــپل اړیکو کې د ستونزې سره مل وو. په ځانګرې توګه د سیمې د هیوادونو سره. کله چې سیمه یا تر نورو نږدې ګاونډي( پاکستان) سره د بهرني سیاست اغیز ډیره په سـترګه کیږي. دغه هیواد افغانستان سره فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او قومي ورته والې لري. خو د دغو ورته والو سره سره د دواړو هیوادنو ترمنځ اړیکې د ناهمغږیو له کبله نه ټینګیږي.په لنډه توګه د دیورند کرښه تر نورو موضوعاتو ډیره اړینه ده.
په پای کې ویلای شو، له دې پیچلتیا په خلاصون سره زموږ هیواد د پرمخــــــــــتیا په لور روانیږي. نو باید افغانــستان او پاکـــستان ښه اړيکې ټینګې شي. ددې ستونزې د هموارولو لپاره اړين دي چې دوو خواوو د ځوانانو ترمنځ د دوســـــتي او ملګرتیا عقیده رامنځته شي. پاکــستان او افغانســـتان د سولې تر سیورې لاندې خپل ملې آرمانونو ، اقتصادي ، سیاسي ، فرهنګي پرمختیا ته رسیږي.
منابع
۱-تمنا، فرامرز. (۱۳۹۳)ه.ش سیاست خارجي افغانستان د سپهر همکاري های منطقه یي. کابل: چاپخانه مرکز استراتیژیک وزارت امور خارجه.
۲- صدیقي، ګیتي. د افغانستان بهرني سیاست او د پاکستان مخالفتونه. د هیواد ورځپانه، د ۱۳۹۵ د لیندۍ ۱۷، ۳۹۲۱ ګنه.
۳- عارفي، محمد اکرم. دیپلوماسي افغانستان. فصلنامه مطالعات خاور میانه، شماره ۳.