بودیزم BUDDHISM
BUDDHISM
پېژندنه:
بوايي دین له زیږون (میلاد) څخه پنځه پیړۍ وړاندې او له برهمني دین وروسته راڅرګند شو. د پنځېدنې په لومړیو کې يې د انسان جوړونې لور ته پام وو. لکه څرنګه چې د تصوف، ځیږ ژوند، د سوکالۍ او عیاشۍ لرې کول، د دوستۍ رامنځته کول، یوازیتوب او د نیکو کارونو تر سره کولو لور ته ېې بلنه ورکوله خو د رامنځته کوونکي له مړینې وروسته ېې ډیر وخت تیر نه شو چې د کوټه او باطلو بت پالنې ګروهو لور ته ېې لاره بدله کړه او پیروانو ېې د بنسټ ایښودونکي په شخصیت کې هومره تندلاري او غلو وکړه چې هغه ېې خپل پنځوونکی او معبود وګاڼه.
رامنځته کیدنه او نومیالي:
رامنځته کوونکی ېې زیداز تاګادیما (۴۸۰-۵۶۰م ز) دی چې په بودا سره ېې شهرت درلود. (بودا) د پوه او عالم په معنی دی. نوموړی همدا شان د (سکیاموني) په نوم هم مشهور وو چې د معتکف په معنی دی. بودا د نیپال په شاوخوا کې په یوه کلي کې وزیږید؛ لکه څنګه چې امیر وو په سوکاله او هوسا ژوند کې لوی شو او په نههلس کلنۍ کې ېې واده وکړ. کله چې ۲۶ کلن شو؛ خپله میرمن ېې پریښوده او د زهد، ځیږ ژوند، په کایناتو کې ځیرتیا او د نفس ځانته والي ته ېې مخه کړه او هوډ ېې وکړ چې له هغو ربړو او ستونزو څخه د انسان د خلاصون لپاره چې سرچینه ېې شهوت دی؛ کار وکړي. وروسته ېې د خپلو افکارو او اندونو د منلو لور ته بلنه ورکړه او ډیرو وګړو ېې پیروي وکړه.
اندونه او ګروهنې:
بودایان باور لري چې بودا د خدای زوی دی؛ همدی دی چې انسان له ربړو او غمونو څخه خلاصوي او له هغوی څخه ګناهونه په خپله غاړه اخلي.
دوی په دې ګروهه دي چې د بودا منځته راتګ په (مایا) کې د روح القدس د حلول په ډول وو.
دوی وايي: کله چې بودا وزیږید د آسمان اوسیدونکي خوښ شول او ملایکو د نیکمرغه زیږون په ویاړ سندرې وویلې.
دوی وايي: حکماوو بودا پیژانده او د هغه روحاني اسرار ېې درک کړي وو، یوه ورځ ېې هم له زیږون څخه نه وه تیره شوې چې خلکو ورته درناوی او سلام وکړ. بودا لا ماشوم وو چې مور ته ېې وویل چې دی تر ټولو خلکو لوی دی.
بودایان وايي: یو ځل بودا په یوه سټه (هیکل) کې ننووت او ټولو بتانو ورته سجده وکړه؛ شیطان غوښتل چې دوکه ورکړي او وېې غولوي خو ونه توانید.
دوی باور لري چې بودا په وروستیو ورځو کې بدلون وکړ او نور (رڼا) پرې را پریووت چې د هغه سر ېې چاپیره کړی وو او له تنې څخه ېې لویه رڼا تاوېده چې خلکو ېې په لیدلو ویل: دی بشر نه دی بلکه اله او پروردګار دی.
بودایان د بودا لپاره لمونځ کوي او باور لري چې نوموړی به دوی جنت ته بیايي. دوی لمونځ په غونډو کې سر ته رسوي چې پکې د بودا ډیر شمیر پیروان ګډون کوي.
کله چې بودا ومړ لارویانو ېې وویل: نوموړي په ځمکه کې خپله دنده بشپړه کړه او اوس له خپلې تنې سره آسمان ته ولاړ.
دوی باور لري چې بودا به یو ځل بیا راځي تر څو سوله او برکت بیرته نړۍ ته راوګرزوي.
باور لري چې بودا یوازینی لوی ازلي موجود دی چې له غیر طبیعي نور څخه جوړ دی او له مړو څخه ګروېږنه (حساب) اخلي.
بودایان باور لري چې بودا د بشر لپاره فرائض او دندې پرې ایښې دي چې د هغو تر سره کول تر قیامت پورې اړین دي او وايي بودا د ځمکې پر سر دیني هیواد رامنځته کړ.
ځینې څیړونکي وايي چې بودا له الوهیت (خدايتوب) او انساني نفس څخه منکر وو او پر تناسخ (روح ننوتون) ېې باور درلود.
د بودا په لارښوونو کې د مینې، تسامح، نیک کړچار، له بې وزلو سره مرستې، د شتمنيو او عیاشۍ سره پریکون، د ځیږ او ستونزمن ژوند لور ته د نفس مخ کولو، له ښځو او مال څخه لریوالي او د واده نه کولو لپاره د هڅونې په اړه ښوونې شته.
د بودايي کس لپاره د لاندې اتو څیزونو پلي کول اړین ګڼل شوي تر څو له هغه وروسته په خپل نفس او شهواتو بریالی شي:
۱- د هر کار په پیل کې له خوند او شهواتو څخه خالي او په سمه توګه ګام اخستل.
۲- مخامخ په ښه توګه او د نفساني غوښتنو له اغیز څخه لرې سوچ او تفکر.
۳- په مخامخ او سمه توګه د ځلا او روښنايۍ موندنه.
۴- په تر سره کیدونکي کار سم باور او ډاډ.
۵- له زړه سره د ژبې یوالی.
۶- له زړه او ژبې سره د کړچار سمون.
۷- سم او داسې ژوند چې بنسټ ېې د خوندونو په لرېتوب ایښول شوی وي.
۸- د پوهې او حق سیخي لارې ته د ژوند برابرولو لپاره سمې هڅې او د مال ټولولو پریښودل.
د بودا په لارښوونو کې راغلي دي چې د بدیو سرچینه درې څیزونه دي:
۱- نفساني غوښتنو او شهواتو ته ځان سپارل.
۲- د توکو په ټولولو کې بد نیت.
۳- ناپوهي، ناځیرکتوب او له چارو څخه د درک نه شتون.
د بودا له لارښوونو څخه:
۱- د هیڅ ژوي ژوند نباید له منځه یوسې.
۲- غلا مه کوه، داړه ماري مه کوه.
۳- درواغ مه وایه.
۴- نشه راوړونکو څیزونو ته مه نږدې کیږه.
۵- زنا مه کوه.
۶- هغه خوراک چې له خپل موسم پرته پوخ شوی وي مه خوره.
۷- ګډا مه کوه او د ګډا او سندرو په غونډو کې ګډون مه کوه.
۸- عطر او خوشبويي له ځانه لرې کړه.
۹- د ځان لپاره نرم خوبځای مه غوره کوه.
۱۰- د ځان لپاره سره او سپین زر مه اخله.
بودایان په دوو برخو ویشل شوي دي:
۱- پرهیزګاره بودایان: دا ډله د بودا ټولو لارښوونو او وصیتونو ته ژمنه ده.
۲- متمدن او ښاري بودایان: دوی یوازې د بودا ځینې لارښوونې او وصیتونه پلي کوي.
د بودا په اند ټول وګړي برابر او یو شان دي او هیڅ یو پر بل لوړتیا نه لري؛ بلکې پر نفساني غوښتنو د بریا له مخې.
بودایان دوه مذهبه لري:
۱- شمالي مذهب: د دې مذهب لارویانو د بودا د شخصیت په اړه ډیره توندلاري کړې ده؛ تر دې چې هغه ېې د خدایۍ تر پوړه رسولی دی.
۲- سهیلي مذهب: د دې مذهب په ګروهنو کې د بودا په اړه توندلاريتوب تر یوې کچې کمه دی.
له مسلمانانو سره ښې اړیکې لري. له هغوی سره ټینګ غلیمتوب نه لري او د دوی تر منځ د اسلامي بلنې لپاره ښه فرصت شته.
د بودایانو کتابونه: کتابونه ېې له آسمان څخه نه دي راکښته شوي او نه ېې هم دوی ادعا کوي؛ بلکې دا د بودا اړوند لیکنې او یا د هغه چارې دي چې د هغه ځینو لارویانو له لوري خوندي شوي دي. د دې کتابونو منځپانګه د بودایانو د ویش سره سم توپیر لري. د شمالي بودایانو کتابونه د ډیرو خرافاتو لرونکي دي چې د بودا په شخصیت پورې اړه لري خو د سهیلي بودایانو کتابونه لږ څه له خرافاتو لرې دي.
کتابونه ېې په دریو برخو ویشل شوي دي:
۱- د بودایانو د کړنو او قوانینو ټولګه
۲- د بودا د ویناوو ټولګه
۳- د مذهب د کړنلارو او د مذهب د سرچینې له اندونو څخه جوړ کتاب
اندیزې او ګروهیزې ریښې:
داسې څه نښې نشته چې په زبات ورسوي چې د بودايي مذهب لپاره اندیزې او ګروهیزي ریښې شتون ولري، خو څوک چې له هغه څه مخکې او د هغه د هم مهالو ادیانو څیړنه وکړي نو ورته څرګنده به شي چې د هغو او بودايانو تر منځ په ځینو اړخونو کې یو شان والي شتون لري؛ د بیلګې په ډول:
۱- هندويي: پر تناسخ باور او د تصوف لور ته پاملرنه.
۲- کنفوشیه: په عقیده کې د انسان لور ته پاملرنه او له کړاوونو څخه د هغه خلاصون.
۳- وړ به وي که د بوادییزم او نصرانیت تر منځ ورته والي او یو شانتوبونه هم وڅیړل شي، په ځانګړې توګه د هغو چارو چې د عیسی (ع) له زیږون او ژوند او د بودا له ژوند سره اړه لري. دا ورته والی څرګندوي چې نصرانیت په خپلو ډیرو ګروهنو کې له بوداییزم څخه اغیزمن شوی دی.
خپریدنه او د اغیز سیمې:
د بودا دین د ډیرو آسیاېې ټبرونو تر منځ خپور شوی دی او لکه څنګه مو چې مخکې وویل، بودایان دوه لوی مذهبونه لري:
۱- شمالي مذهب: د دې مذهب سپیڅلي کتابونه په سنکسریت ژبه لیکل شوي دي او دا مذهب په چین، جاپان، تبت، نیپال او سوماترا کې دود دی.
۲- سهیلي مذهب: د دې مذهب سپیڅلي کتابونه په بالي ژبه دي او دا مذهب په برما، سیلون او سیام کې شتون لري.
اخستل شوي له:
۱- الملل و انحل دوهم ټوک——————————————————- محمد عبدالکریم شهرستاني.
۲- مقارنة الادیان (الدیانات القدیمه)———————————————— محمد ابو زهره.
۳- فی العقاید والادیان————————————————————- د. محمد جابر عبدالعال الحیني.
4- Encyclopedia Britannica, Vol. 3. P 369-414 (press 1976).
ليکنه: مانع بن حماد جهني
ژباړه: محمود سعيد