ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
کېداي شي رڼا ګانې د بوټو رنګونه هم بدل، او په وده او لوييدو کې ورسره مرسته وکړي، او ښايې رڼاګانې د بوټو د لوييدو مخه ونيسي.
څېړنو ښودلې چې بنفشه يي رڼا د انګورو د تاکونو په ژر لوييدو کې مرسته کوي ، او سره رڼا د غلو دانو او حبوباتو په ژر رسېدو کې مرسته کوي،دا په داسې حال کې ده چې سور،نارنجي او ژېړ رنګونه د کوچنيو حجرو په وده کې مرسته کوي، خو له بل پلوه بيا زرغون،آسماني او بنفشه يي رنګونه ددې حجرو وده کمزورې کوې او ژر لوييدو ته يې نه پريږدي .
د درملنې طريقه
په رنګونو درملنه د نفسي او جسمي ناروغيو د درملنې يوه مهمه وسيله ګڼل کيږي . پوهان په دې اند دي، چې هر ژوندي ژوي په خپل بدن کې بريښنايي مقناطيس ( کهرومغناطيس ) لري، د ژونديو ژويو په بدن کې ددې حالت شتون هغوي ته دا وړتيا ورکوي، چې رڼا راکش او د رنګين کمان رنګونو ته يې وويشي، دا رڼا ګانې له سور رنګ څخه نيولې تر بنفشه يي رنګونو پورې ټول ځان کې رانغاړي .
ددې ترڅنګ پوهان دې پايلې ته ورسېدل چې د بدن مختلفې حجرې خپلې اړتياوې د رنګين کمان له رنګونو پوره کوي. او په پايله کې همدا رنګونه ددې لامل ګرځي، چې بدن ته رغښت او جوړښت وروبخښي او بيالوژيکي وړتيا يې غښتلې کړي .
بدن لکه څنګه چې خوراک او څښاک ته اړتيا لري ، همداسې د بدن ټولې حجرې هم رنګونو ته بيالوژيکي اړتيا لري، دا په دې مانا چې کله دبدن حجرو ته په کافي اندازه د رنګونو وړانګې ونه رسيږي او ليرې ترې پاتې شي، نو د بدن حجرې کمزوري کيږي او بالآخره په ناروغۍ اخته کيږي . ددې حالت په پايله کې د انسان پر بيالوژيکي کړنو هم اغېز پرېوځي.
دا ټول هغه واقعيتونه دي چې د تجربو په پايلو کې لاسته راغلي . ناروغ ته چې څنګه نور کيمياوي درمل يا خواړه ورکول کيږي ، نو په کار ده چې ددرملنې په موخه له رنګ څخه هم په هغومره اندازه ګټه پورته کړي . لکه څنګه چې يادونه وشوه په رنګينو وړانګو د ناروغيو درملنه ددرملنې مهم ډول پېژندل شوي .
رنځورپوهان د ناروغانو د درملنې لپاره بېلا بېل وسايل په کار اچوي، ځينې وختونه په رنګينو ټوټو يا دسمالونو باندې ناروغان پوښي، او ځينې وختونه د ناروغانو د بدن په مختلفو برخو باندې رنګينې رڼاګانې وراچوي يا پرې ځانګړې رنګونه متمرکز کوي. او يا يې دبدن مختلفې برخې په رنګينو تيلو باندې موښي، او يايې په جامو (کاليو ) کې مختلف رنګونه ورزياتوي .
ددرملنې دا طريقه چې د امريکا د اعصابو رنځورپوهانو په کار اچولې، بايد د رنګينو رڼاګانو دمتمرکز کولو له لارې ترسره شي.که دا رڼاګانې څو ځله د شلو دقيقو لپاره په سترګو باندې متمرکزې شي نو په پايله کې دا رڼاګانې د سترګو هغه حجرې چې رڼا راکشوي ، په فعاليت راولي . چې له همدې لارې بيا دانسان په عصبي سيستم کې توازن رامنځته کوي او پر انسان يې اغېزې راښکاره کيږي .
پوهان په دې اند دي ، که دا طريقه ناروغي په بشپړه توګه ونه رغوي ، خو په ټوليز ډول د ناروغ د اروائي حالت په ښه کولو کې ډېر رول لري. د بېلګې په توګه، رنګونه د انسان پام ځان ته اړوي او اروائي حالت يې بدلوي او په ماشومانو کې د سرزورۍ د حالت کچه راټيټوي. همدا راز په دې طريقه د رنګونو کارونه په سرطان اخته ناروغانو ته يو ډول اروائي راحت او ذهني سکون ورکوي.