د بوکو حرام په اړه به مو رسنیو څخه ډېر څه اورېدلي وي. ایا پوره یې پېژنئ؟ دلته به یې ستاسې په وړاندې لنډه پېژنده کېږدم. بوکو حرام د نایجریا یوه اسلامي ډله ده. د دوئ موخه په نایجریا کې د اسلامي دولت تاسیس دی. د دې ډلې بنسټ په ۲۰۰۲ کال کې محمد یوسف کېښود. محمد یوسف یو اغېزناک ملا ؤ. د ده په خبرو کې زیات اغېز ؤ. محمد یوسف تر ټولو لومړی د دې هیواد شمال کې د یوې مدرسې او ورسره نښتي مسجد اساس کېښود. په دې مدرسې کې د لیلیې انتظام هم شوی ؤ. دا چې نایجریا خورا زیات بې وزله وګړي لري، ژر له شاوخوا کلیو څخه لسګونه ماشومان د زده کړو په موخه راغلل او په لیلیه کې ځای په ځای شول. محمد یوسف اصلاً د یوه نظام د تاسیس خوب دماغ کې پاللی ؤ. د ده موخه یواځې تعلیم نه بلکې ماشومانو ته د سیاسي انګیزې او د ده د خوښې افکارو پېچکاري کول ؤ. خورا ژر لوی شمېر زده کوونکي له محمد یوسف څخه اغېزمن شول.
دې ډلې اصلي نوم جماعت اهل السنة لدعوة الجهاد دی. وروسته کله چې دوئ خپلې کړنې څرګندې کړې، یو مهم هدف یې د غربي تعلیم نامشروع بلل ؤ. دوئ لویدځ علم ناچله او بې ځایه وباله. د نایجریا محلي ژبه حوسا ده. په همدې ژبه کې بوکو ناچله او بې ځایه ته ویل کېږي. خو د دوئ مطلب له نا چله څخه غربي علم ؤ. حرام بیا له عربي حرام څخه اخیستل شوی چې مانا یې هم همدغه حرام ده. په بله وینا بوکو حرام یانې لویدځ علم حرام دی. همدا د بوکو حرام نوم ورته ځایي خلګو وکاراوه او د نړۍ په کچه مشهور شو. دوئ اوس هم ځان ته جماعت اهل السنة لدعوة الجهاد وایي خو مشهور په بوکو حرام دي.
د بوکو حرام ډلې نظریه دا ده چې هر هغه څه چې غربي منشاء لري، هغه حرام دي: غربي علم، عصري پوهه، سیکولر نظریات، ټاکنې او… دا ټولو ته حرام وایي. د بوکو حرام په نظر، د نایجریا حاکم مسلمانان هم کفار دي ځکه د دوئ په اند همدا خلګ خدایي حدود نه عملي کوي. د دې ډلې فعالیت د نایجریا شمال ختیځ کې زیات دی.
کله چې بوکو حرام په تروریستي کارونو لاس پورې کړ، دولت یې په ضد عملیات وکړ او مشر یې ور وواژه. د محمد یوسف له مرګ وروسته، ابوبکر شیکو د دې ډلې مشر شو او دوئ له ښار و کلیو څخه پښې سپکې کړې، د کامرون سره تر څنګ ځنګل کې یې پنا واخیسته. دا ډله اوس خپل فعالیتونه له همدې ځنګله تنظیموي.
بوکو حرام په دولتي تاسیساتو بریدونه کوي، د ملګري ملتونو تاسیسات هم له منځه وړي، پر نامسلمانو وګړو هم مرګوني بریدونه کوي. خپل سرتیرو تر لاسه کولو لپاره یې اوس ماشوم تښتونې ته مخه کړې. ماشومان تښتوي او بیا یې د ځانمګرو او نورو حملو لپاره تیاروي.
د بوکو حرام په اړه عجیب و غریب خبرونه شته. مثلاً څه مهال مخکې مې له بې بې سې نړیوال سرویس څخه واورېدل چې منډیرا ته نژدې یې د سورلیو بس درولی، سورلیو ته یې قران پرانیستی، هغوئ چې تلاوت کولی یې شوای، بچ شول خو نور وویشتل شول. دوه ورځې وړاندې یې بیا پوره کلی وسوځاوه او ماشومان چې له لس څخه تر پنځلس کاله عمر یې درلود، له ځان سره ځنګله ته بوتلل.
[review]