ليکنه: اېمل جلال
بيت المقدس لكه كابل د وينو او اوښكو سمبول دى. همدا سمبوليك ارزښتونه دي چې څوك ورته ژاړي، څوك يې د مرګ/ وژنې تر سرحده دفاع كوي او څوك پرې سترګې پټوي. دا چې ولې داسې ده؟ دغه څو كرښې يې كيداى شي لنډ ځواب وي.
د يو افغان په توګه د ټرمپ د پرېكړې د هم د غندلو حق لرم او هم پر بيت المقدس د سترګو پټولو حق لرم. اول حق اسلامي او عاطفي جنبه لري او دويم حق سياسي او ډيپلوماټيكه جنبه لري.
اول حق يعنې ديني حق يواځې د مسلمانانو پورې ځانګړى نه دى. عيسويان او يهودان هم د قانع كوونكو دلايلو پر اساس پر دې ښار ديني او عاطفي حق لري. كه د اسلامي لحاظه ترې دفاع كوم نو بايد په بيت المقدس كې د عيسويانو او يهودانو له شتوالي او د دوى د ديني ارزښتونو نه انكار وكړم. دا كټ مټ هغه كار دى چې صهيونيستي يهوادن يې همدا اوس عملي كوي او د غير يهودي پرګنو د تصفيې په موخه يې بې درېغه ظلم روان كړى دى. د دين پر اساس ددې ناورين حل د اوښكو او وينو پرته بله لاسته راوړنه نه لري.
خو كه د اسلامي اخوت پر بنا پر فلسطينيانو د روانو ظلمونو غندل د ځان حق بولو نو دا سياسي دريځ دى. اوس راځئ چې پدې لږه رڼا واچوو.
په ۱۹۴۸م كال كې د اسراييلو د تاسيس سره سم د عربانو عكس العمل پر دوو ازرښتونو ولاړ و. پان عربيزم يعنې قامپرستي او چپي افكارو يعنې سوسياليزم. دلته له اسلامي ارزښتونو نه يواځې د شعار تر حده ګټه پورته شوې. د دوى اصلي درد د فلسطينيانو نه د نيول شوې خاورې بېرته ترلاسه كول وو، نه د بيت المقدس آزادول. د اسراييلو سره په جنګ كې د مصر، اردن او سوريې او بيا وروسته تر يوه حده د عراق او لېبيا دولتونه ښكېل وو. دوى ټول د پان عربيزم پر بنسټ د غربي امپرياليزم پر وړاندې د شوروي ملګري وو. مثلاً پدې جنګونو كې د سعودي عربستان نوم به هېڅكله وا نه اورئ. ځكه سعودي د امريكا په بلاك كې د اسراييلو ملګرى وو. جالبه ده چې پدې موده كې افغان جهاد د اسلامي داعيې پر اساس تمويل كېدلو خو دې ددې داعيې ټيكداران د فلسطين په اړه چوپه خوله وو!
د فلسطين دغه په نشت حساب اوسنى حالت چې ګورئ دا د ياسر عرفات په څېر د چپي مبارزينو له بركته دى چې د يادو هېوادونو د غوڅ ملاتړ سره يې تر دې دمه را ورسولو. كنه د صهيونيستي رژيم په اجندا كې د خالص يهودي دولت رامنځته كول دي. ځكه دوى د هټلر د نازي رژيم نه د قومي پاكسازۍ ترخه تجربه لرله او د خپلې بقا لپاره يې دا يواځينۍ حل لاره ګڼله.
د ياسر عرفات د برياليتوب راز پدې كې و چې د فلسطين داعيه يې په بين المللي ډګر كې د خلكو تر غوږونو ورسوله. د شوروي په مشرۍ د ختيځ بلاك په سياسي او دولتي ملاتړ سربېره يې په اروپا او امريكا كې د سوسياليستي غورځنګونو، د بشري حقونو د مدافعانو، د نړۍ د مخكښو ليكوالو او پوهانو، هنري او سپورټي ستورو او حتى د هولوكاست نه د ژغورل شوو يهودانو پاملرنه جلب كړه. دا غير وسله وال مقاومت او مدني غورځنګ ددې سبب شو چې امريكا پر اسراييلو فشار راوړي تر څو د پاروونكو اقداماتو نه ډډه وكړي. پدې موده او را وروسته كلونو كې د انتفاضو محتوا كه وڅېړل شي نو د اسلامي شعايرو پر ځاى به پكې نشنليست عربي سوسياليستي كلتور ومومئ. ددې انتفاضو حتى اسلامي شعارونو سوسياليستي او نشنليستي رنګ درلود.
په ۹۰يمو ميلادي كلونو كې د شوروي اتحاد د ړنګېدلو نه وروسته د پان عربيزم او سوسياليزم ايډلوژيانې هم په كرار كرار خاموشه شوې. په ۱۹۹۵م كال كې د امريكا كانګرس پرېكړه وكړه چې په اسراييلو كې خپل سفارت له تل ابيبه بيت المقدس ته انتقال كړي خو د وخت ولسمشرانو (كلنټن او اوباما) دا جرائت ونكړ چې قانون توشېح كړي او په هرو ۶ مياشتو كې به يې يو ځل ځنډولو. اوس څه وشول چې ټرمپ ناڅاپه دا قانون توشېح اوعملي كړ؟
اوس نه عراق شته، نه مصر شته، نه سوريه او لېبيا شته او نه هغه پخوانى اردن پاتې دى. په تېرو ۱۵ كلونو كې په منځني ختيځ كې د امريكا د سياسي تېروتنو په پايله كې سيمه د ايران او روسيې د نفوذ او لاسوهنې په ډګر بدله شوې چې دا د امريكا او په تېره بيا د اسراييلو ملي ګټو ته مخامخ ګواښ دى. ايران د سوريې او لبنان له لارې د لومړي ځل لپاره په مخامخ ډول د ځمكې لخوا د اسراييلو خاورې ته لاسرسى وموند. د بله پلوه د ټرمپ په څېر احمق شخص د امريكا ولسمشر شوى. په امريكا كې د اسلام دښمنۍ او بهرنيانو سره د دښمنۍ د سياست سره د سپين پوستو امريكايانو ملاتړ ترلاسه كوي خو په منځني ختيځ كې بيا د سعودي په مشرۍ د خليج د هېوادونو سره په ګډه د ايران او روسيې د نفوذ د مخنيوي هڅه كوي.
سعودي خاندان چې نور پوهېږي د نفتو پېسې په خلاصېدلو دي، د امريكا په مشرۍ يې د نړيوال اقتصادي سيستم جال ته ځان حواله كړ او ددې په بدل كې يې د ايران سره د مخالفت په بهانه د اسراييلو سره يارۍ ته غاړه كېښودله.
څه فكر كوئ چې ټرمپ د بيت المقدس پرېكړه په خپل سر كړې ده؟ آيا كله مو فكر كړى چې ولې په سعودي كې خلك د ټرمپ دا پرېكړه ولې نه غندي؟ آيا يواځينى مسلمان اردوغان دى چې په ډاګه اسراييل ترهګر دولت بولي او امريكا ته ښكاره اخطارونه وركوي؟
د ټرمپ له دې پرېكړې څو اونۍ وړاندې د سعودي ځوان وليعهد د فلسطين د ادارې مشر محمود عباس په رياض كې خپل دربار ته وغوښت او ورته يې وويل چې د فلسطين د ستونزې د اساسي حل لپاره د بيت المقدس له ښاره تېر شه. ددې پر ځاى به درته د ابوديس په ښارګوټي كې چې د بيت المقدس په سوېل كې پروت دى، پلازمېنه جوړه كړو او د مصر د سينا له دښتې به درته لږه خاوره كړو. بس سوله به راشي او د ايران لاس به هم لنډ شي. بيا يې ګواښلى و چې ددې پلان د نه قبلولو په صورت كې به دې انجام د لبنان د لومړي وزير سعد حريري په څېر شي. او كه په راتلونكې د اسراييلو لخوا پر فلسطينيانو هرڅه راتلل مسئوليت به يې ستا پر غاړه وي. طبعاً عباس دا غوښتنه ونه منله. خلاصه په حقيقت كې دا پلان د ټرمپ هومره د سعودي هم دى. حتى تېره ورځ يې رسنيو ته امر كړى چې د بيت المقدس په اړه د پاروونكو خبرونو د نشرولو نه ډډه وكړي.
ټرمپ هيله لري چې پدې ډول د بيت المقدس پر وړاندې د غبرګونونو له لارې امريكايانو ته ووايي چې وګورئ ما درته نه وو ويلي چې اسلامي راډيكاليزم امريكا ته او نړۍ ته خطر دى؟ خلاصه موږ چې هر څومره پدې برخه كې لاريونونه كوو او چيغې وهو دا په يواځې په داخل كې د سياسي سوداګرو او په بهر كې د ټرمپ د اسلام دښمنه دريځ په ګټه وي. ټرمپ پدې ښه پوهېږي چې ددې پرېكړې سره يې د لاسي بم نه كړۍ ويستلې او د منځني ختيځ سيمې ته يې غورځولى. دا بم به موږ وژني خو سياسي ګټه به يې د سعودي په ګډون امريكا ته رسېږي. نو څه ضرور چې خپل ځان ستړى كوو!