هغه ناکام بی دیپلومه تجار چې د نړۍ لوی ميلياردر شو
د مايکروسافټ کمپنۍ بنست ايښودونکی او د نړۍ لوی ميلياردر (ويليم هنري دریم بيل ګيټس ) مشهور بیل ګیتس په ۱۹۵۵م کال د اکتوبر په ۲۸مه نيټه د امريکا د متحده ايالاتو د واشنګټن د سيټل په ښار کې زيږيدلی دی، او له دو خورګانو سره یی لوی سوی دی. بیل په داسی یوه کورنی کی زیږیدلی چی د لوی تجارت او سیاست د قدرت خاوندان وه.
پلار یی وکیل او موری یی ښوونکی وه. د هغه مور او پلار غوښتل چې بيل ګيټس هم په راتلونکي کې يو لوی وکيل شي، خو د نوموړي ډيره علاقه له کمپيوټر پروګرامونو سره وه. کله چې د ليک سايډ په ښوونځي کې داخل کړل شو، نو هلته له کمپيوټر سره هم ډير اشنا شو. په ۱۳ کلنۍ کې يې لومړنی د کمپيوټر پروګرام چې يوه کمپيوټري لوبه وه، جوړ کړ. په همدغه ښوونځي کې له خپل مهم ملګري پاول الين سره هم اشنا شو، همدغه ملګري د بيل ګيټس د تجارت په پراختيا کې مهم رول لوبولی.
په ۱۵ کلنۍ کې يې له خپل ملګري پاول الين سره د تجارت فکر پيل کړ، چې په نتيجه کې يې د (Traf-o-data) په نوم داسې دستګاه جوړه کړه، چې په لويو لارو او سړکونو کې يې نقليه وسايطو شمير مالوماوه او بيا يې ترافيکي انجينرانو لپاره راپور برابراوه. دغې دستګاه تر يو څه وخته پورې ښه کار وکړ. يوه ورځ يې د ښار لوړپوړو چارواکو ته بلنه ورکړه تر څو له دغې دستګاه څخه ليدنه وکړي، خو دستګاه کار ورنه کړ او له ناکامۍ سره مخ شوه. کله يې چې غوښتل دغه دستګاه وپلوري بيا يې هم کار ورنه کړ. په دې ډول د بيل ګيټس لومړنی تجارت ناکام شو.
له بيل ګيټس څخه د مور او پلار غوښتنه دا وه چې ښوونځي سر ته ورسوي او بيا کالج هم ووايي، تر څو په راتلونکي کې يو ښه وکيل شي. بيل ګيټس په ۱۹۷۳م کال کې له ليک سايډ ښوونځي څخه فارغ شو. نوموړي کالج ته د داخليدو په ازموينه (SAT) کې له ۱۶۰۰ نومرو څخه ۱۵۹۰ نومرې واخیستلي، دغه نومرې موږ ته د هغه لوړ ذکاوت هم راښيي. د ۱۹۷۳ په مني کې د هارورډ په کالج کې داخل شو. په همدغه کالج کې له (Steve Ballmer) سره هم اشنا شو، څوک چې وروسته د مايکروسافټ مشر هم پاتې شوی دی.
هغه د نورو زده کوونکو په شان خپل ډير وخت د کالج په درسونو نه مصرفوه، بلکې هر وخت د کمپيوټر پروګرامونو فکر ورسره و او زيات وخت به د کالج له کمپيوټرونو سره مصروف و.
ده غوښتل چې له همدې لارې يو لوی تجارت پيل کړي. بيل ګيټس د ښوونځي له ملګري پاول الين سره په اړيکه کې پاتې شو، په ۱۹۷۴م کال د اوړي په موسم کې يې له پاول الين سره په هانيوال کې وکتل. د دغه وخت په دوران کې پاول الين بيل ګيټس ته په يوه مجله کې خپره شوې مقاله ورښکاره کړه چې د (Altair) کوچنيو کمپيوټرونو په باره کې وه. دوی د دغې مقالې په ليدلو سره نور کار ته تشويق شول. الټاير کمپيوټرونه د MITS په نوم کوچنې کمپنې لخوا جوړ شوي وو. نو بيل ګيټس او ملګری يې له دغې کمپنې سره په اړيکه کې شول او ورته ويې ويل چې موږ د BASIC په نوم پروګرام باندې کار کوو چې کولی شي، الټاير کمپيوټرونه هم وچلوي. د کمپنۍ مشر ورڅخه د دغه پروګرام د جوړولو غوښتنه وکړه. دوی په دوه مياشتو کې د هارورډ د پوهنتون په کمپيوټر ليب کې دغه پروګرام چمتو کړ. الين MITS کمپنۍ ته د دغه پروګرام د ازمايلو لپاره ولاړ. دوی مخکې دغه پروګرام په الټاير کمپيوترونو کې نه و ازمويلی، خو بيا هم د پاول الين ازموينه په دغه کمپنۍ کې سمه وخته.
پاول الين د MITS په شرکت کې وګمارل شو. بيل ګيټس هم ډير وخت نه و وتلی، چې هارورډ کالج يې پريښوده، تر څو له خپل ملګري سره يو ځای کار وکړي. د بيل ګيتس په دغه کار د ده مور او پلار ډير خواشيني شول. بيل ګيټس هارورډ کالج نږدې نيمايي ته رسولی و، خو هغه د تجارت سره د مينې په خاطر هارورډ کالج پريښوده او ډيپلوم يې هم تر لاسه نه کړ. تر اوسه پورې بيل ګيټس د پوهنتون ډيپلوم نه لري.
د (Traf-o-data) ناکام تجارت څخه دوه کاله وروسته په ۱۹۷۵م کال د اپريل په ۴مه نيټه بيل ګيټس او پاول الين د مايکروسافټ بريالۍ کمپنۍ جوړه کړه. دغه کمپنۍ د وخت په تيريدو سره ډيره زياته بريالۍ شوه، اوس مهال په سلګونو هيوادونو کې د ۱۲۸۰۷۶ کارکوونکو په درلودلو سره د نړۍ له لويو کمپنيو څخه شميرل کيږي. يو وخت پاول الين نيوزويک مجلې سره په خبرو کې وويل: زه له ناکاميو سره مخ شوی يم، خو د ټرف او ډيټا ناکامي زما د خوښې وه، ځکه دغې ناکامۍ ما ته دا وښوده چې په هره ناکامۍ کې هغه تخمونه موجود دي چې د هغه نه وروسته بريا رازرغونيږي
بيل ګيټس په ۳۱ کلنۍ کې د نړۍ ځوانترين بيليونر شو. د فوربيس مجلې لخوا له ۱۹۸۷ څخه راپديخوا هر کال د مارچ په مياشت کې د نړۍ د لويو شتمنو ليست خپريږي. بيل ګيټس په تيرو ۲۱ کلونو کې ۱۶ ځلې د فوربيس مجلې د ميلياردرانو په سر کې راغلی. اوس مهال دده ټوله شتمني ۷۹.۳ بيليونه ډالره ده، چې سږ کال هم د فوربيس مجلې له لورې د نړۍ شتمن کس وپيژندل شو.
یوه لنډه خبره زما.
په پای کی دا یو مثال د زه او ته یی هم کولی شو خو دا باید لومړی په خبل ځان و منو څی کولی یی شو.
You also might be interested in
ژباړه: سمیع الله لودین ماغزه چې د انسان په کوپړۍ[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی