بُست دلوړو زده کړو موسسه
بُست د لوړو زدکړو موسسې په ۱۳۹۱ لېږديز کال د هلمند د لښکر ګاه په ښار کې خپل اکادمیک فعالیت پیل کړ. په لومړي سر کې یې د اقتصاد، حقوقو او سیاسی علومو او انجنیرۍ په پوهنځیو کښی فعالیت پیل کړ او په ۱۳۹۲ کي یی د طب او کمپیوټر ساینس پوهنځي هم فعاله کړل. په نږدې راتلونکې کې تصمیم لري چی د تعلیم او تر بیی او ژورنالېزم پوهنځي هم فعاله کړي. بُست د لوړو زده کړو موسسې رئیس، علمي ، اداري او د محصلینو چارو مرستیالان او د پو هنځیو رئیسان ټول د ماسترا تر کچې زدکړې او په اکادمیکو فعالیتونوکې د اوږدی مودې تجربه لري. اوس مهال تر ۸۰۰ ډیر محصلین چی ۳۰۰ تنه یی ښځینه محصلینې دي؛ په یادې موسسې کې خپلې زدکړې پر مخ وړي. په ۱۳۹۱کال کې د لوړو زدکړو د وزارت لخوا بُست د لوړوزده کړو موسسې د اهدافو د تحقق، اسانتیاوو، استادانو، علمي پروګرامونو، تدریسی نصاب، درسي او تد ریسي موادو، د محصلینو د زدکړو او فعالیتونو، د مالي امکاناتو د تداوم او د تقنیني اسنادو د تطبیق د څرنګوالي ارزونه تر سره شوه چې د ۸۸.۳۰ نمرو په خپلولو يې د ټول هیواد په کچه په ښو پوهنتونو کې لومړی مقام خپل کړ.
بُست دلوړ زده کړو موسسه په یوه لوی او پراخه شپږ پوړیزه تعمیر کې ، چي د لښکر ګاه د ښار په زړه کې موقعیت لري؛ د تحصیل چارې پر مخ بیایي. د یادونې وړ ده چې دا ودانۍ د موسسې خپل شخصي ملکیت دی. بُست د لوړو زدکړو موسسه د محصلینو د لا ښو زدکړو په موخه په پرمختللې تکنالوژۍ سنبال ټولګي، مجهز لابراتوارونه، د طب پوهنځي لپاره پر مختللی تدریسي روغتون، تجربه لرونکي استادان او اداری کار مندان، کانتین، سپورتي میدان، کتابتون، پراخه پارکنګ، د ښځینه محصلینو لپاره د سیمهيیز کلتور له مخې ځانګړي ټولګي، د محصلینو او استادانو د علمې او اکاډمیکو فعالیتونو او ابتکاراتو د پرمختګ لپاره مهالنۍ (د بُست پوهنتون مجله)، ترانسپورتیشن، امنیتي کامرې، چټک انټرنیټ او نورې لري.
اړیکې:
Email : info@bost.edu.af
Web : www.bost.edu.af
Phone : 0795 300 728
0702 300 728
0783 300 728