لیکنه : ډاکټر عبدالهادي حماس
زیاتونه : محمدرفیق هدایت
د داسې معلوماتو خپرول په هغو کسانو بد لګيږي په چا کې چې همدغه مشکل وي ، خو ماته بیا اعظم ( لوی) جهاد ښکاري . نننۍ زمانې ته چې د یو بد کار د نه کولو په باره کې دلایل وايې نو دوی یې بیا په بېلابېلو طریقو درته روا کوي ، محمدص ) وايي چې اخیره زمانه کې به د شرابو نومونه هم بدل شي ؛ مګر په دې هر څه کې د شرابو یو څه فیصدي وي ، دغه راز د بچه بازۍ لپاره هم ځینې کم عقل نه بلکې بې عقله کسان بېلابېل دلایل وړاندې کوي : دوی وايي چې بچه بازي په درې ډوله ده : بچه باز ، بچه ډوب او بچه خوش ( ځینې خلک یوازې د خوند او رنګ لپاره هلکان ګرځوي ، ځینې خلک بیا بدکاري (لواطت) ور سره کړي او ځینې وايي چې مونږ یې یوازې له لرې نه ګورو او د نورو غوندې ورپسې غومبسه کیږو نه . په هر حال په دغو کې یو ډول طریقه هم اول خو ټولینز اخلاق دا نه در سره مني او بیا اسلام تر دې حده ټینګار کړي چې د بې ږیرې هلک سره یې یواځې سفر هم ناروا ګڼلی دی او جناب محمدص) فرمايي : که په دین کې سختي نه راتللی نو ما به هلکانو ته امر کړی وای چې چادري وکاروي .
په دې ځای کې به د اسلام الله (مسلم ) یوه لڼده لیکنه رواخلم چې وايي :
سحق دیته وايي چې یوه ښځینه د بلې ښځې سره بربنډه (لوڅه) یوځای شي او یو له بلې سره د خپلو غورتونو په مښلو سره خپل شهوت پوره کوي . دا دواړه ناوړه او دا بې کاره عملونه د لوط ع) د قوم خلکو رابرسېره کړل چې په سدوم نومي سیمه کې وو ، لواطت او سحق ددې قوم خلکو څخه مخکې بل چا نه پیژندل ددې قوم ټول لس ناوړه او ناکاره عملونه وو چې تر ټولو بد یې شرک ، لواطت او سحق وو ، چې د ختمولو لپاره یې الله تعالی ورته لوط ع) راولیږه . خو دې بدبخته قوم د لوط ع) خبره ونه منله چې له امله یې دوی هلاک او تبا شول ، خبره یې ځکه نه منله چې دغه عمل په دوی کې ډېر رشد کړی و . دا دواړه عملونه (لواطت او سحق) د الله د غصې سبب ګرځي .
لواطت : یو داسې عقل او انسانیت نه منونکی عمل دی چې په دغه عمل یو نارینه د بل نارینه سره جنسي اړیکې ساتي . لواطت د لومړي ځل لپاره د لوط په قوم کې را منځته شو چې خدای تبا هم کړ ، هغوی دا عمل د خره او خنزیر نه زده کړ ، دغو دواړو ځناورو به پخپلو منځونو کې همجنس بازي کوله . اسلام دغه عمل ته چې یو نارینه پورته کیږي او د بل نارینه سره جنسي اړیکې ساتي ډېر په سپکه ګوري . حضرت عکرمه د حضرت ابن عباس رض څخه روایت کوي چې رسول الله ص) فرمایلي دي : مَنْ وَجَدْ تُمُوهُ یَعْمَلْ عَمَلَ قَومَ لَوطٍ فَاقْتُلُو الفَاعِلُ وَالمَفْعُولَ (ترمیذي ، ابن ماجه ) . ژباړه : چا چې داسې کس وموند چې هغوی د لوط ع ) د قوم عمل (لواطت ) کاوه نو فاعل او مفعول دواړه مړه کړئ ! دا چې اسلام ولې د دا ډول مجرمانو د وژلو حکم کړی د دې حکم طبې ارزښت به وروسته ولولئ .
د رسول الله ص) د یو بل حدیث مفهوم دی چې لوطي او یا هغه څوک چې لواطت کوي ، که نوموړی د ټولو سمندرونو په اوبو ځان پریمنځي بیا به هم د قیامت په ورځ ناپاک او نجس راپورته کیږي . د لوی خدای بیان دی چې که یو سړی د بل سړي سره لواطت ( د شا له لوري نه بد عمل کوي) نو شیطان له دوی څخه له دې ویرې تښتي چې د خدای عذاب په ده نازل نشي . د نبي کریم ص) روایت دی چې الله ج) په قبر کې د لوطي نه خنزیر جوړوي او هره ورځ د هغه په خوله کې اور دننه کوي او له مقعد (کو..) نه یې وځي . له پورته او نورو اسلامي روایاتو څخه څرګندیږي چې زمونږ دین د لواطت عمل ته په ډېره سپکه او کرکجنه سترګه ګوري او په خپلو پیروانو غږ کوي چې له دې ناولي عمل نه لرې واوسئ او ځان ترې وساتئ .
لواطت او طبي اړخ
طبابت د خپلو څېړنو پر بنسټ د لواطت د زیانونو او انساني کراماتو له مخې ځناورتوب بولي ، ځکه ددې کړنې سرچینه د خره او خنزیر نه اخیستل شویده ، په مانا د لوط قوم هغه مهال د لواطت په بدعمل لاس پورې کړ چې دوی دغه عمل له خره او خنزیره زده کړ ، له خره او خنزیر بل داسې په شعور ولاړ ژوي وجود نه لري چې دا ډول تمایل ولري او کله چې د عقل څښتن (انسان) داسې یو عمل تر سره کوي چې د خپل همجنس څخه جنسي غوښتنه بشپړوي ، نو دغه له ځناورتوب بل څه کیدای شي !؟ ان چې دغه کار له ځناورتوبه هم بد تر دی ، ځکه له خره او خنزیره بل داسې حیوان نشته چې دا ډول عمل تر سره کړي . طبابت دغه کار ته ځکه ځناورتوب وایي چې یو څوک پاک او پلیت ځای نه پیژني خو خپله غریزه پوره کول غواړي یا دا چې په شعور ژوند کوي ! په دې خاطر چې خپله حیواني غوښتنه پوره کړي ددې پروا ګیر نه وي چې په پلیتۍ کې ښکیل دی ، یوازې چې خپل خواهش یې پوره شي او بس . اسلام چې څومره د لواطت بد عمل ته په سپکه سترګه کتلي په هماغه اندازه طب هم ورته په بد نظر کتلي دي ، ځکه اسلام پاکوالی د ایمان له برخو ګڼي حال دا چې لواطت ډېر پلیت عمل دی . په طبابت کې هم پاکوالی ډېر ارزښت لري او هغه د ملا تیر جوړوي . نو دا چې لواطت چټلي ده نو تر سره کول یې د طبابت ملا ماتوي او د طبابت ملا ماتول د ځان ملا ماتول دي او کله چې د یو چا ملا ماته شي د هر راز بلاګانو مخه دده لوري ته شي . هغه زیانونه چې له لواطت څخه منځته راځي د ټولو په سر کې د ایډز ناروغي راځي . ایډز هغه ناروغي ده چې تر ټولو ستر لامل یې د لواطت ناوړه عمل دی ، د جنسي ناروغیو ننني پوهان له زنا کار انسان څخه هم لواطت کار زیات په ایډز اخته کیږي ، ایډز هغه خطرناکه ناروغي ده چې ځانګړتیاوې یې تاسې د ډاکټر عبدالهادي حماس د ( په اسلام طبي څیړنې ) کتاب په (۱۲) عنوان کې کتلی شئ . په ډېرې حیرانۍ باید ووایم چې نننۍ پرمختللې او په ډیموکراسۍ ولاړه نړۍ چې کله هم ټاکنې کوي نو انتخاباتو ته دریدلي کاندید رئیس جمهور یې په خلکو غږ کوي چې ماته رایه راکړئ ، که زه ستاسو په رایه بریالی شوم ، نو تاسو ته به یو ستر کار وکړم ، هغه دا چې د هلکانو نکاح به درته جایزه کړم او دغه کار ته به قانوني بڼه ورکړم !! بدبختانه د غې ټولنې په خلکو هم دومره سترګې پټې وي چې ژوند یواځې د هواهشاتو پوره کول ته وايي . دوی هم د هغه په دغه شعار غلطیږي ، رایې ورکوي او کاندید بریالی کیږي . زه د هغې ټولنې وګړي ګرم نه بولم ځکه منتخب جمهور رئیس یې چې دا ډول نظر لري نو دوی نه څه ګیله په کار ده ، جمهور رئیس خو د ملت داسې وي لکه پلار او ملت ورته خپله کورنۍ بریښي ، یو پلار چې خپل اولاد داسې بدبختیو ته راکاږي او خپله ټولنه د ایډز په وژونکي عمل اخته کوي ، یوازې ددې لپاره چې خپل ځان پرې لوړ کړي نو له نورو څه ګیله !؟ راځم د لواطت یو بل زیان ته خو له هغه مخکې دا خبره اړینه بولم چې کله ډاکټران دې ته اړ شي چې د مقعدي ناروغیو لپاره لکه بواسیر ، د پروستان جنګاښ او نورو بې شمېره ناروغیو لپاره ناروغ ته دهغه د مقعد معاینه وکړي ، په دغه معاینه کې ناروغ ته د مقعد له لارې د شهادت ګوته داخیلیږي کله چې ډاکټر ناروغ ته معاینه پیلوي نو دغه عمل ناروغ ته د سخت درد لامل ګرځي ، د شدید درد په زغملو سره ناروغ دغه ازموینه سر ته رسوي ، ددغه دلیل په نظر کې نیولو سره لواطت هم مفعول ته د سخت درد لامل ګرځي چې دغه کار دوه ډوله طبي زیان منځته راولي لومړی مفعول ته :
هغه دا چې کیدای شي د مفعول د مقعد هغه وال چې ډکې متیازې کنټرولوي په دې عمل سره وشکیږي ، یا یې هغه عصب زیان ومومي چې دغه وال کنټرولوي ددغه زیان پایله دا شي چې مفعول بیا ډکې متیازې نشي کنټرولولای . د مفعول لپاره د لواطت یو بل زیان دادی چې د بار ، بار دغه بد عمل تر سره کولو سره هغه روږدی کیږي لکه نشه یي! که هره ورځ دغه بد کار تر سره نه کړي طاقت یې نه کیږي ، ځکه چې مقعد ورته ډېر شدید (سخت) خارښت او در کوي . دغه درد او خارښت مفعول مجبوروي چې بیا ، بیا دغه کړنه تر سره کړي ، دغسې څو پېښې ما په روغتون کې ډېرې لیدلې دي چې لومړی به دا ډول لوطیان پولیسو ونیول ، هغوی ته به یې په خپلو تحقیقاتو کې خپله ستونزه بیان کړه ، چې مونږ له مجبوري دا کار کوو ، عادت شوي یو پولیسو به بیا دوی مونږ ته د درملنې لپاره راولیږل . دغه تنکي ځوانان نه په شرم وي نه په عزت بس له هر چانه غوښتنه کوي چې له دوی سره دا بد عمل وکړي .
فاعل ته د لواطت طبي زیانونه :
لومړی زیان یې دادی چې فاعل په ایډز ناروعي اخته کوي د کومې چې هیڅ ډول درملنه نه کیږي . دوهم زیان یې دادی چې کله له مفعول سره دا بد عمل کوي د هغه لپاره د سخت درد لامل ګرځي او هغه د درد له کبله ناراضایتي ښيي . د فاعل پر دماغو خورا ناوړه او بده اغیزه کوي او د مقابل لوري دغه کار د نه توافق په ډول انګیري ، که څو ، څو ځله دغه کار اجرا شي نو د فاعل پر دماغو د بدې اغیزې له کبله هغه په جنسي کمځواکۍ اخته کیږي . دریم زیان یې د فاعل لپاره دادی چې الله پاک د نارینه لپاره ښځه پیدا کړې ده د هغه مهبل ته یې ځانګړي صفات ورکړي ، په بله مانا خدای پاک په خپل قدرت سره د ښځې مهبل داسې جوړ کړي چې یو ډول ښویونکي مواد لري چې د نارینه جنسي الې په خوځښت کې مرسته کوي او له بېلابېلو صدمو څخه یې ژغوري ؛ خو ددې سرچپه په مقعد کې دا ډول ښویه ماده ځای نه لري ، د نارینه جنسي اله ددغې ښویوونکي مادې د نشتوالي په صورت کې د بېلابېلو صدمو سره مخامخ کیږي او په پایله کې یې هغه عصبي ضفیرې چې په نارینه جنسي اله کې ځای لري صدمه مومي او په نتیجه کې یې فاعل ته عصبي او روحي ستونځه پیدا کیږي . دا چې ځینې خلک وايي د پلاني په مخ کې نور نشته ځکه بدکار او لواطت کار دی ، مکانیزم یې دادی چې لواطت کار روحي ستونځه پیدا کوي او روحي ستونځه هغه څه دي چې پرې د اخته کس څېره بدرنګه کیږي ، د داسې خلکو مخ وچ کلک ، سپیره وي او سترګې یې ننوتې مالومیږي . د فاعل لپاره د لواطت بل زیان دادی چې دی په مقعد کې مداخله کوي او مقعد یو پلیت ځای دی د مکروبونو څخه ډک دی ، باکتریاوې پکې ځای لري ، کله چې لواطت کار په دغه ځای کې مداخله کوي ، نو د هغه د جنسي الې پوستکی ددغه پیدا کوي ، کیدای شي پوستکی یا سریې خوړین شي یا نو دارې دانې پرې راوخیژي ، همدارنګه د سلفیس دار منځته کیدو ویره یې هم شته ، لدې پرته نورې بې شمېره د پوستکي ناروغي کیدای شي . مقعد هغه ځای دی چې پرته له دې چې هلته مکروبونه ځای لري ، د معدې او کولمو هغه انزایمونه او تیزاب هم پکې شته چې د غذایي توکو په هضم کې یې برخه اخیستې ده او په بقایاوو کې یې ګډ دي نوموړي انزایمونه او تیزاب د جنسي الې د تخریب لامل ګرځي .
فاعل ته د لواطت یو بل زیان دادی چې کله دی د لواطت بد عمل تر سره کوي ، نو مقعد خو یووال لري . دغه وال په نارینه جنسي الې باندې فشار راوړي او د انزال (منیو وتلو) په وخت کې د منیو دبهر کیدو مانع ګرځي او مخه یې ډب کوي ! کیدای شي مخ ډب کیدنه د منیو لارو د بندیدو لامل شي او پایله یې پدې تمامه شي چې د فاعل د شنډوتوب لامل وګرځي . پورتني ټول هغه زیانونه دي چې د ناولي او پلیت عادت (لواطت) څخه منځ ته راځي ! د اسلام مقدس او هراړخیز دین د لواطت کار (فاعل او مفعول ) لپاره ډېره درنه سزا ټاکلې ده او په دواړو یې د وژلو حکم کړی دی ! په دغه حکم کې د اسلام یوه ستره ټولنیزه او طبي ښیګڼه پرته ده د دغو دواړو په وژلو سره اسلامي ټولنه کې د یوه ستر افت څخه خلاصیږي ! دغه افت د ایډز بدمرغه او وژونکې ناروغي ده ، ځکه د ایډز تر ټولو سترلامل همدغه لواطت دی ، نو اسلام دغو خلکو ته پدې خاطر د مرګ سزا ورکوي چې د دغو نارغانو خو ختماً زیانونه نشي بچ پاتې کیدای ، نو مخکې له دې چې ټولنه یې د زیان ښکار شي دوی باید له منځه یووړل شي . لواطت یو بل ټولنیز زیان هم لري ، هغه دا چې کوم خلک په لواطت روږدي شي نو دوی د خپلو ښځو په وړاندې بې توپیره کیږي ! لوطي د هلکانو په لټه کې وي او خپله سرتورۍ یې له یاده وتلې وي ، پایله یې دا شي چې هغه هم په فساد کې ښکیل شي او په دې ډول ټولنیز فساد رامنځته شي ! دا چې اسلام د یو ټولنیز عدالت او انډول دین دی ، نو ددغه کار د منع کیدو یو مهم دلیل دا دی چې ددغه ټولینز فساد مخه ونیول شي ! ایا تاسې پوهیږئ چې لوی خدای ج ) د محصین یا هغه زناکار او لواطت کار چې واده لري خو بیا هم زنا او لواطت کوي ، د سنګسارۍ یا په تیږو د ویشتلو جزا ټاکلې ده ؟ په دې کار کې یو ستر طبي راز دی ، هغه داچې له دغو دوو پلیتیو او ناوړه کړنو څخه د ایډز وژونکې او لیږدیونکې ناروغي پیدا کیږي او د دغې ناروغۍ لپاره واده وال د اخته کیدو ډېر چانس لري ، له لرې د هغه په کاڼو ویشتو کې یوه طبي فلسفه پرته ده ، چې کیدای شي د هغه په نېږدې وژلو سره د هغه د وینې له لارې نورو ته دغه پلیته ناروغي ولیږدوي ، یا کیدای شي دې ورته نورې ناروغۍ کومې چې له لواطت او زنا څخه رامنځته کیږي او تر دې مهاله نه وي را برسیره شوې . کیدای شي د هغو لیږد له دې لارې صورت ونیسي .
دا چې ټول خلک ولې دغه مجرم سنګ ساروي ، په چا یې چې تیری کړی ، هغه یا د هغه کورنۍ یې ولې نه سنګ ساروي په دې کې هدف دا پروت دی ، چې که دغه پلیتي پاتې شي نو ټول خلک په ناروغۍ اخته کوي نو ځکه باید ددې بلا په له منځه وړلو کې برخه واخلي .
کابل ته د (لاش انتیک) په نوم یو امریکایی د دې بچه بازۍ د سروې لپاره راغلی و ، نوموړي امریکايي خبره کوله چې ماته په امریکا کې دا دنده راکړل شوې وه چې ته به د (لواطت) په برخه کې څېړنه وکړې نو زه ځکه افغانستان ته راغلم چې دغه عمل په افغانستان کې زیات دی ، ده وویل : په دې څیړنه کې مې یوکال او دوه میاشتې تېرې شوې خو زه لا هم د ( بچه بازۍ) د ګټې په اړه د معلوماتو په لاسته راوړلو کې پاتې راغلی یم ، که چېرې زه د (لواطت) د فایدو (ګټو) په اړه معلومات حاصل نه کړم نو زما کتاب به ډېر نیمګړی وي . دغه راز دی وايي : ماته دا جالبه ده چې دلته ځینې خلک دغه کار بد هم ګڼي او کوي یې هم ، مثلاً : له ما سره په کابل کې ځینې افغانان بچه بازان دي ، دوی په هغو هلکانو پورې خاندي چې بل څوک ور باندې اخته وي ، خو ما دوی پخپله ولیدل چې بل څوک ورباندې اخته وي له یوې څیړنې څخه مې دا معلومه کړه چې دغو بچه بازانو (لوطيانو) په وړوکوالي (هلکتوب) کې پخپله هم ښه پریمانه عمل کړی دی او اوس بیا په بل چا پسې ګرځي او که نه وشي نو د ماشومتوب کاکردګي خو چا نه ده ورنه وړې پخپله یې ورکوي . لاش انتیک وايي چې د ډېرو بچه بازانو میرمنې مو ولیدې چې پردیو خلکو سره زنا کوي ، ځکه دغه میرمنې وايي چې زمونږ میړونه هلکان ساتي او له مونږ سره کوروالی نه کوي په میاشتو ، میاشتو کور ته نه راځي نو مونږ مجبورې یو چې له بل چا نه دا خواهش پوره کړو او زمونږ زیاتره ماشومان هم زمونږ له خپلو میړونو څخه نه دي د (پردیو ذات دی) دغه امریکایی په دغه لیکنه کې وايي چې زه له اسلامي مطالعې سره ډېره مینه لرم ؛ خو بیا مې چې مسلمانان وکتل نو بېرته مې له اسلامه زړه توریږي ځکه هغه څه چې مسلمانان کوي کفار یې هم نه کوي .
یو خو ناپوه وي چې ګیله نه ده ترې په کار ، په افغانستان کې پوه خلک هم دا کار کوي لکه : قومندانان او د پاټکونو (پوستو) سربازان (سره خوله) هلکان ساتي کیدای جمهور رئیس ته هم معلومات وي او دا څومره بده خبره ده چې یو بهرنی او امریکایی کافر راځي بیا په افغانستان کې د بچه بازۍ (لواطت) په اړه څېړنه کوي او دا هم وايي چې زه ډېر خفه یم چې تر اوسه مې ددې کار د فایدې په اړه څه پیدا نه کړل او زما کتاب نیمګړی شو . په دې ملګرو کې هم مونږ او تاسې ځینې پیژنو چې ښه وعظ او نصیحت به کوي خو پخپله به یو ژور لوطي وي ، که له اسلام بیخي راتېر شو نو دا خو انسانیت هم والله که وي چې په دې نه شرمیږو چې میرمنې مو له پردیو سره څملي او مونږ په هلکانو پسې ګرځو او یا څیړنو دا جوته کړې چې بچه باز پخپله هم په وړوکوالي کې هلک توب کړی وي . نو په څه به وشرمیږو . محمدص) د معراج په شپه ځینې کسان ولیدل چې د اور وزرې یې وي او دا هغه کسان وو چې علم لري او بیانوي یې ؛ خو پخپله عمل نه پرې کوي . د لواطت په اړه پخوا هم بي بي سي ، اشنا راډیوګانو او ټلویزیونونو راپورونه خپاره کړي دي او ښځینو مظاهرې هم کړي دي چې دا څه غیر انساني کړنې روانې دي او دا لواطت یې په هغو سیمو کې ډېر ښودلی دی چې په هغو سیمو کې میرمنې یا پیغلې بهر ته نه وځي او حیا ډېره کوي . یوه دعا به وکړو چې اول دې مسلمان او بیا دې خدای ټوله نړۍ له دې خرتوب او خنزیر توبه بچ وساتي او که څوک پخپله همدغه عمل تر سره کوي او بل چاته یې د نه کولو نصیحت کوي ، خدای دې په هغه ځای کې دده خولې ته اور ورته کړي . امین یارباالعلمین .