ليکنه: جان روسل
ژباړه: حبيب وقار
– برتانيه يوه بڼ ته ورته ده، بڼونه په سندرو او خبرو نه جوړېږي. د بڼونو چې بيا سيوري ته کښېنې، اوه څومره ښکلي دي. روډيارډ کېپلېنګ ((د بڼ وياړ)).
آيا بڼونه وروستۍ اختراع ده؟
عصري او پرمختللی بڼ زرګونه کلونه پخوانی شاليد (سابقه) لري. پخوانيو انسانانو ښکار کاوه او يو ځای به راټولېدل. دوی به د ډېر وخت لپاره په يوه ځای نه اوسېدل. بلکې له موسم سره سم به يې په خوړو، نباتاتو او حيواناتو پسې له يو ځای څخه بل ځای ته سفر کاوه. لس زره کاله پخوا د نيولوتيک دورې په وخت کې دوی دې حالت ته ورو بدلون ورکړ. انسانانو د نباتاتو په اهلي کولو لاس پورې کړ. په دې معنی چې دوی کولای شول په يوه ځای پاتې شي او له خپلې خوښې سره سم خواړه وکري. لومړی بڼ د سبزيجاتو بڼ وو په کوم کې چې انسانانو د خوراکي نباتاتو بېلابېل ډولونه کرلي وو.
خلکو کوم ډول نباتات کرلي وو؟
په اروپا کې پخوانيو کرکيلو ته په کتو سره چې خوراکي نباتات لکه غنم او نور حبوبات په کې شامل دي، دوی د نورو موخو لپاره نورې کرنې هم درلودې چې د ښکلا او ښايست لپاره وې. د سج (د دوی مذهبي ونه ده) ونې په ډول به يې ځينې ونې او بوټي د درملو لپاره هم کرلې، چې شنې، تازه او د خوراکي توکو ساتونکې به وې. يقيناً چې نباتاتو مذهبي او روحي ارزښت هم درلود. دوی يوازې د کرلو او لويېدلو لپاره نه وو بلکې ګټور او د خوړلو وړ هم وو. د بڼونو د کرلو په پيل کې نباتات يوازې د خوراک لپاره نه کرل کېدل.
خلکو ولې بڼونه کېښودل؟
نن ورځ بڼونه د آرامۍ او چکر لپاره تر ټولو ښايسته ځايونه دي، چې د کلونو په تېرېدو سره ډېرې موخې ترې تر لاسه کېږي. په پخوا وختو کې بڼونه د هديرو د ښکلا لپاره کرل کېدل. په مذهبي لمانځنو او همدارنګه ودونو او د مړيو په غم کې به کارول کېدل. ونې په يقيني توګه په ځينو کلتورونو کې مقدسې بلل کېدې. تل شنې ونې د پيانو غږولو لپاره مهمې وې. او په مصر کې يې ډېر ارزښت درلود. پخوانيو يونانيانو به ونې او نباتات د زيارتونو لپاره اېښودې او کرل او همدارنګه ځينې کلتورونه باور لري چې بڼونه مقدس او پاک دي. د لويو بڼونو په جوړولو سره دوی ښودله چې د بڼونو څښتنان ډېر بډای دي. پخوانيو زورواکو به لوی لوی بڼونه جوړول څو خپله پانګه او زور وښيي. او په بل عبارت دوی لوی باغونه د نېکبختۍ نښه بلله. په منځنيو پېړيو کې د لوی کور او بڼونو جوړولو په ټولنه کې د دوی د حالت او ځواک ښودنه کړله چې دوی به له مقدسو ځايونو څخه بڼ ته ترجېح ورکوله
جنت څه معنی؟
ښاغلي فرانسېس باکون بڼونو ته د (انسانانو د يوې ځانګړې خوشالۍ) نوم ورکړی. د ده په نظر خوښي او خوشالي په بڼونو پورې تړل شوې نظريه ده. پخوانيو يونانيانو باور درلود چې د خوراکي توکو کرل د بې وزلو کار دی، خو بڼونه د خوښيو او فکر کولو ځايونه وو. د انګليسي ژبې د (پردايس) يا جنت نوم د پخوانۍ پاړسي له (پايرېدېزا) څخه اخيستل شوی دی چې د دېوال لرونکي بڼ معنی ورکوي. د منځني ختيځ بڼونو د عربي شپو څرګندونه کوله، چې د خوښيو وړ او ډېر لوړ ځايونه دي او هلته خلک له ژونده خوند اخلي.
تر ټولو پېژندل شوی بڼ کوم دی؟
تر ټولو پېژندل شوی او پخوانی بڼ د بابېليون بڼ وو. چې د پخوانۍ نړۍ له اوو عجايبو څخه ګڼل کېږي، نوموړی بڼ چې د مېوو د ونو، ډول ډول نباتاتو، ګلونو، ښايسته ډبرو او آبشارونو لرونکی دی، ۲۶۰۰ کاله پخوا د فرات سېند په غاړه جوړ شوی. نوموړی بڼ په داسې ډول جوړ شوی وو چې سېند کولای شول په پرلپسې توګه يې خړوب کړي او په پايله کې به تل شين او تازه وو.
آيا بڼونه هم هنري بڼه لري؟
څنګه چې بڼونه د کال په بهير کې لويېږي نو جوړول او ښکلا ورکول يې ډېر اهميت لري. انسانانو زده کړي چې طبيعت و ارزوي، کنټرول يې کړي او په پوره پاملرنې سره بڼونه داسې جوړ کړي لکه څنګه چې رسامي کړي او ودانۍ جوړوي. په فرانسه کې د ورسايلېنس بڼ د بڼونو د جوړولو يوه ښه بېلګه ده. هر څه منظم دي او ونې په يوه ښه او مناسب ډيزاين سره پرې شوې دي.
په پاملرنې سره پلان جوړ شوی که نه، چې بڼونه تر اوسه هم ښکلي او د ليدنې لپاره آرام ځايونه دي. په يوه ښه ورځ کېدای شي تاسې د جنت هوا تنفس کړئ، که تاسې سم فکر وکړئ.
[review]
You also might be interested in
ژباړه: محمد یعقوب واحدي ځیني وخت میرمني داسې یوه جمله[...]
ژباړه، ترتیب او راټولونه: روح الله وسیم وردګ ۱ـ بد[...]
لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری افغانان پدې کې نېکمرغه دي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی