ژباړه: شفیق امیرزی
امریکايي سوادګر د د یوه مکسیکويي کلي سره نږدې د ساحل پر څنډه ولاړ و، د کب نیونې وړه کېښتۍ یې له څنګه تېره شوه؛ ځوان کب نېوونکی پکې سپور و، یو څو کبان یې په تله کې ښکارېدل.
امریکايي پوښتنه کړه:
– په دې څو کبانو دې څومره وخت تېر کړ؟
– بس یو څو دقیقې.
– یو څه حوصله به دې کړې وه؛ ډیر کبان به دې نیولي وو
– خو په همدې مې د کورنۍ ګذاره کېږي
– ښه نو دا دومره اوږده ورځ به څه کوې؟
– ډیر ویده کېږم، لږ کبان نیسم، له کورنۍ سره مې وخت تېروم، ماشومان مې راباندې ګران دي، بیا ځم په کلي کې ګرځم را ګرځم، له ښکلو منظرو یې خوند اخلم، ماښام میخانې ته ځم له ملګرو سره مې ګیتار غږوم، سندرې وایم او خپل وخت له خوښیو ډک تېروم.
امریکايي سوداګر په حیرانۍ ورته وکتل چپ اړخ ته کوږ شو کب نیونکي ته یې وویل:
– ګوره ما په هاروارد کې زد کړې کړې، کولی شم درسره مرسته وکړم، باید ډير کبان ونیسي، ښې پیسې به وګټې، غټه بېړۍ به واخلې، له دې بېړۍ به بیا ډېرې پیسې وګټې؛ کولی شې نورې بېړۍ واخلې، بیا به څو وړې کېښتۍ او لویې بېړۍ د کبانو د نیولو او خرڅولو لپاره ولري.
کب نیونکي په بې پروايي ځواب ورکړ:
– ښه بیا به څه وشي؟
امریکایی نور هم ور نږدې شو:
– ددې پر ځای چې د بل په لاس کبان و پلورې پخپله به هغه خپلو اخیستونکو وړې هم به ګټه ډېره کوې او هم به دې کاروبار ورځ تر بلې ښه کېږي؛ بیا به یوه فابریکه جوړه کړې، کارونه به یې څارې، دا وړوکی کلۍ به هم پرېږدې پلازمېنې ته ولاړ شې، له هغه ځایه به لاس انجلس ته ولاړ شې له هغه ځایه بیا نیورک ته او هلته به تر دې هم لوی کارونه وکړې.
کب نیونکي پوښتنه وکړه
– ښاغلیه وبښه خو دا کار به څومره وخت و نیسي؟
– شل تر پېنځه ويشت کالو
– ښه نو بیا به څه وشي؟
امریکايي سوداګر ځان وښوراوه د دواړو لاسو ګوتې یې سره بېلې کړي او په غرور یې وویل:
– ښه تر ټولو مهم ټکی همدا دی، همدا چې ښه فرصت دې پیدا کړ خپل تولیداد په بازار کې په لوړ قیمت وپلورې له دې کاره به مېلونونه ډالره پیدا کړې
کب نیونکي وویل:
– آه!! مېلونونه ډالره ……….. ډیر ښه بیا به څه وشي؟
امریکايي وویل:
– ښه نو دا وخت به له کاره لوېدلی وې، تقاعد به دې کړی وي، د ساحل تر غاړه به یوه واړه کلي ته ولاړ شې، ډيره به ویده کېږي، لږ وخت به کبان نیسي، له خپلو ماشومانو سره له خپلې زړې مېرمنې سره به د وخت تېروې له هغوی سره به تفریح کوې، په ټول کلي کې به ګرځې را ګرځې، له منظرو به یې خوند اخلې، ماښام به ځې میخانې ته یوه پیاله به غړنګوې ، وروسته به له خپلو ملګرو سره ګېتار غږوې او سندرې به وايې او د خپل عمر وروستي وختونه به په خوښۍ تېروې.
کب نیونکې وویل:
– زه همدا اوس تقاعد یم، په دې کلي کې له خپلو بچو سره ژوند کوم.
You also might be interested in
ژباړن: حمیدالله حمیدي د نني انسان تر ټولو ستره لاسته[...]
لیکنه: جیف جاینس ژباړه: شفیق امیرزی لیکوالي کوم جادويي یا[...]
لیکوال: ډاکټر پریا ژباړن: حمیدالله حیمدي که انسان وکولای شي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی