ژباړه: زاهدالله ځلاند
په یو وخت کې د یوه سوداګر د کور نه غلا وشوه. سوداګر شکمن و، چې غل د ده په خدمتګارانو کې دی. سوداګر بیربل
ته ورغی او ټوله کیسه یې ورته تېره کړه. بیربل د سوداګر کر ته لاړ او د سوداګر ټول خدمتګاران یې راټول کړل او
بیربل د یوې شېبې لپاره فکر وکړ او بیا یې د سوداګر ټولو نوکرانو او خدمتګارانو ته داسې لښتې ورکړې، چې د ټولو
اوږدوالی سره مساوي و او ورته یې وویل، چې د غله لښته به سبا ته دوه انچه اوږدېږي او تاسو ټول به سبا ته د خپلو
پوښتنه یې ورڅخه وکړه، چې غلا چا کړې ده؟ ټولو انکار وکړ.
لښتو سره دلته حاضرېږئ.
ټول خدمتګاران خپلو کورونو ته لاړل او بله ورځ ټول بېرته د سوداګر په کور کې راټول شول.
بیربل ورته وویل، چې خپلې لښتې ښکاره کړئ.
په خدمتګارانو کې یوه خپله لښته دوه انچه لنډه کړې وه.
بیربل سوداګر ته وویل، چې ستا د کور غل دغه دی.
وروسته سوداګر له بیربل څخه پوښتنه وکړه، چې تا دغه غل څنګه معلوم کړ؟
بیربل ورته وویل، چې غله د شپې خپله لښته د دې لپاره لنډه کړې وه، چې سهار ته به د ده لښته دوه انچه اوږدېږي.