لیکنه: اسدالله داور هلمند
څنګه چی زړورتیا زموږ په شخصیت باندی اغیزه لری همداسی بیره هم زموږ په شخصیت باندي ډیره اغیزه لري هر هفه څوک چی بیره لري هغه خلک هیڅ وخت نشی کولی چی خپل استعداد او وړتیا څرګنده کړي په دي خاطر داسی خلک خپل هدف ته نه شی رسیدلی او یا هم ډیر په مشکله خپل هدف ته رسیږی دا ډول خلک تل کم جراته وي او يو ډول ډار د دوی په زړه کي کوي تاسی به ډیر داسی خلک لیدلی وي چی د هغوی سره تل ویره وی او هيڅ کار په سمه توګه نشی تر سره کولي ځینی خلک داسي وي چی خپل د مقابل لوری مخته هیڅ خبری نشي کولي دا ډول خلک سره دا بیره وي که په یوه مجلس او هم په یوه غونډه کی خبري وکړي مقابل لوري (په مجلس کی ناست کسان ) به پر دوی نیوکه وکړي او کله چی خبري کوی ستوني یی وچیږي او په زغږ (غږ) کی ژر توپیر راځي هغه خلک چی بیره لري تل هره خبره زړه نا زړه کوي د ځان او راتلونکی په اړه فکرونه کوي مګر عمل کی یی هیڅ د لاسه نه کیږي او پر ځان بی باوره وي
ارواپوهان ددي ناروغی د درمنلی لپاره دیري څیړني کړي دي او دي پایلي ته رسیدلي دي چي په انسان کی د زړورتیا کمښت د کوچنیوالي څخه پیدا کیږي او ددي لامل په ماشومتوب کی د مور او پلار بی پروایی بولي د یو ماشوم لپاره د هغه ماشومتوب ځکه مهم دي ځکه یو ماشوم په دي دوره کی شعور پیدا کوي له بده مرغه ځینی مور او پلار د هغوي سمه روزنه نکوي او تل ماشوم ته بد او رد وایی د مثال په ډول ماشوم ته وايی چی کله مشران ناست وي تاسي د خبرو کولو حق نلري او زیاتره وخت د ماشوم خوښی ته هیڅ نه ګوري په دي ډول سره ماشوم ځان کم بولي او دا یی لوي لامل دي چی کله دا ماشوم غټ شي بي جراته وي او ماشوم داسي فکر کوي چي دي هیڅ کار په سمه ټوکه نشي ترسره کولي او دا بیره ورسره وي چی که کوم ګام واخلي له ماتي سره به مخامخ شی او داسي وسوسي دده ذهنیی خپګان نور هم زیاتوي زه دا نه وایمه چي هر هغه هیڅ د ماشوم زړه کيږی هغه دي وکړي دلته مور او پلار ډیر مسولیت لري چی د دوی سمه روزنه وکړي د بیلګي په توګه کله چي ماشوم کوم خراب کار تر سره کړي تل هغه باید ونه وهل شي بلکي د وهلو پر ځای باید ماشوم قانع کړي او په ډیره مینه ورته ووایی چی دا کار مه کوه دا کارونه ستاسی په ګټه نه دی او دا کارونه ستاسو په ګټه دی دا وکړه په دي سره هم په ماشوم فشار نه راځي او ماشوم خوشحاله کيږي څوک چۍ غواړي بریالي اوسي باید جرات پیدا کړي بیره له خپل زړه باید وباسي او پر ځان باید باور ولری دا فکر دي ولري چي هیڅ کار مشکل نه دي او تر هیڅ چا باید ځان کم ونه ګڼی د راتلونکی په اړه دی فکر وکړي ددي پر ځای چي په تیرو پسي افسوس کوي سمه ده چی په لومړی سر کی درته ستونزمنه وي مګر راتلونکی ستاسو دي او خوشحاله به اوسي
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي زه په کار او بار کې د[...]
ژباړه: رفيع الله آرمان دبهداشت روان ملي موسسې په وينا په[...]
ژباړه: عطا محمد میاخېل نېکمرغي داسې څه نه دی،[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی