بیلانس شوی تهداب چې تسمه تهداب(strap footing) هم بلل کیږي له دوه تهدابونو تشکیل شوی وي چې د یو تسمه یې بیم په واسطه سره نښلول شوی وي .بیلانس تهداب هغه ځای کې کاریږي چیرته چې یو تهداب د بار زغملو لپاره محدود شوی ځای لري ،او یا هم ځمکې ته د فشار په لیږد کې محدودیت وي .دا کیدای شي هغه ځای کې مخ ته راشي چیرته چې د خاورې زغم ظرفیت کې تغیر کوي او یا هم د تهداب لاندې خاوره کمزورې وي .
په بیلانس شوي تهداب کې بارونه د کنسولي عمل لاندې له یو تهدابه بل تهداب ته ولیږدول شي،ځکه نو کنسولې تهداب هم ورته ویل کیږي .بیلانس شوې تهداب له مرکب تهداب سره توپیر لري او هغه ځکه چې کنسولي تهداب دوه بیلابیل تهدابونه لري او مرکب تهداب ټول یو وي .کنسولي بیم له بیرونې تهداب څخه اصلي تهداب ته د کنسولي عمل سره بارونه لیږدوي .
کنسولي یا بیلانس شوی تهداب کله وکارول شي. When to Use Balanced and Cantilever Footings
بیلانس شوی یا کنسولی تهداب په لاندې شرایطو کې کاریږي .
1. کله چې تهداب پوره مساحت ونه لري څو بارونه په خوندي ډول ځمکې ته ولیږدوي نو داسې حالت کې تهداب ملکیت په خط (property line)باندې جوړیږي .همدارنګه دا هغه وخت کاریږي کله چې د تهداب لاندې خاوره ونشي کولی چې بارونه په خوندي ډول ولیږدوي.
2. کله چې یو ساختمان یوې شته ودانۍ ته نژدې حوړیږي ،او شته ودانۍ نه شي کولي د نوي جوړیدونکي ساختمان بارونه واخلي ،نو په دې وخت کې نوې پایه او تهداب باید شته ساختمان ته نژدې جوړ شي مګر د تهداب لپآره ځای محدود وي .
3. ددوه پایو د اتکا لپاره مرکب تهداب هم کاریدای شي ،مګر کله چې ددوه پایو ترمنځ فاصله زیاته وي نو بیا د مرکب تهداب ورکول غیراقتصادي تمامیږي نو په دې وخت باید د تهدابونو د نښلونې لپاره داسې تهداب وکارول شي.
4. په بیلانس شوو تهدابونو کې د بارونو مرکز ثقل داسې منطبق شي په تهداب باندې فشار یو شان وي.دکنسولي تهداب په وخت ،څرنګه چې یوه له پایو د کنسولي عمل په واسطه اتکا کیږي او د بارونو مرکز ثقل کیدای شي منطبق نه شي او په دې ډول به فشار په تهداب یو شان نه وي .
د بیلانس شوي او کنسولي تهداب ډیزاین . Design of Balanced and Cantilever Footings
د بیلانس شوي او کنسولي تهدابونه په داخلي پایه باندې مړو بارونو د ورزیاتولو لارې د بارونو په بیلانسو کولو سره ډيزاینیږي .کله چې چپراس دداخلې پایې سره نژدې وي ،داخلي تهداب کیدای شي ډیر دروند شي.د تسمه بیم چې دوه تهدابونه سره نښلوي د مومنټ پراساس ددننې او بیروني بارونو سره د کنسول په شکل ډیزاینږي .