بې سواده مېندې او پلرونه د ماشومانو په روزنه کې د مېندو او پلرونو سواد او زده کړه خورا مهمه ده، علم او پوهه بې بدیله ده. زموږ هېواد کې دا یوه ستره ستونزه ده، زه د بې سوادۍ په لاملونو او نورو اړخونو خبرې نه کوم، زه وایم هغه مېندې او پلرونه چې زده کړې یې نه دي کړي څنګه کولای شي چې خپل اولادونه په غوره شکل وروزي؟ دوی د غوره روزنې لپاره غوره انګیزه لري باید له دغې انګیزې نه ګټه واخستل شي، دوی د غوره روزنې او نه روزنې په ګټو او زیانونو تر هرچا ښه پوهيږي، هرڅوک غواړي چې بچي یې تر دوی ښه ژوند ولري. له بل پلوه به پلار او مور د کمترۍ له پیټې خلاص شي، خپل مسولیت به یې په ښه توګه تر سره کړی وي، بچي به یې ښه روزل شوي وي او غوره راتلونکی به ورته انتظار کوي. خو په څه ډول؟ که موږ او تاسو زده کړه نه لرو په دې مانا نه ده چې موږه د خپلې ټولنې د اوږو بار یو، موږ کولای شو چې په نورو برخو کې خپل اسعتداد او وړتیا نه ګټه واخلو. پوهان زیار صیب وايي ( چې هوا ککړه ده نو ساه وا نه خلو؟ موږ ته الله تعالی داسې ماشین راکړی دی چې که یې ساتنه وکړو هېڅ کله مو نیمه کې نه پرېدي، موږ لاسون او پۍې لرو، موږ سترګې لرو، موږ غوږونه او نور غړي لري چې تل زموږ امر ته لاس په نامه ولاړ دي او بې منته چارې راته ترسره کوي. راشې له دغه ماشین نه د خپلو اولادونو د غوره روزنې لپاره ګټه واخلئ. ایا تاسو فکر کوئ چې د نړۍ ځواکمن تر ټولو انسانانو پوه او جامع الکمالات دي؟ ښکاره ده چې نه! خو کېدای شي ښه مدیران وي. تاسو کولای شي چې د خپلو اولادونو ښوونه او روزنه په سمه او دقیقه توکه مدیریت کړئ. له عادي مهال وېش نه یې پیل کړئ. تاسو کولای شئ له خپلو سترګو نه ګټه واخلئ، هڅه وکړئ چې هرڅه ته د زده کړې په نظر وګورئ،. دا ستاسو دید پورې اړه لري چې څه شي وینئ( د زندان له پنجرې دوو زندانیانو بهر وکتل، یوه ته ګلونه او باغونه ښکاره شول بل ته سپېره دښته) ټولنه لکه ښوونځي د زده کړې ځای دی، دا تاسو پورې اړه لرئ چې څه شي ګورئ. خلک وګورئ، نور ماشومان وګورئ، هم د غوره ماشومانو ژوند ته وګورئ او هم د نه روزل شویو ماشومانو ژوند ته، ښه ترې واخلئ او بد یې وغندئ. که د لوستو توان نه لرئ د لیدو توان خو لرې، ترې ګټه واخله! له خپلو غوږونو ګټه واخلئ. غوږنه ستر دنعمت دی، پکار ده چې له دغه نعمت نه ګټه واخلو. تاسو کولای شئ چئ هر ځای کې له دغه نعمت نه ګټه واخلئ، موټر، ښار، کور، راډيو، تلویزیون…. که موږ له خپلو غوږونو د ښو خبرو د اورېدو او د زده کړې لپاره ګټه واخلو تاسو به نور غږونه وانه ورئ. ډېری خلک په خونه کې د ساعت له (ټک ټک) نه شکایت کوي، شعرونو، ټوکو او داستانونو کې هم د ساعت (ټک ټک) یاد شوی دی. ایا دا دومره لوړ او بد غږ دی چې موږ ترې شکایت وکړو؟ مطمئن یم چې ستاسو ځواب (نه) دی. دا موږ یو چې ستره کیسه مو ترې جوړه کړې ده. ګنې زموږ شاوخوا ډېر او زوروونکي غږونه دي. ځینې د خپلې بې خوبۍ، ستړیا او نارامۍ علت د ساعت (ټک ټک) ګڼي چې که ورته متوج نه شې هېڅ کله به یې وانه ورې. له وینا نه ګټه واخلئ. څه مو چې ولیدل او څه مو چې واورېدل تاسو یې په غوره ډول، د زده کړې او عبرت لپاره خپلو ماشومانو ته ووايئ. تاسو کولای شئ چې ورځینۍ پېښې ورته د کیسې، ټوکې، کیسۍ په ډول ووايئ. ستاسو او د ښوونکي توپیر دادی چې هغه د کتاب خبرې کوي او تاسو د خپلې تجربې او مشاهدې خبرې. ژبه له قلم او کتابه کمه نه ده. خبرې او درمل یو شان اغیزه لري. له خپلې حافظې نه ګټه واخلئ. کله مو چې په سترګو ولیدل او په غوږنو واورېدل، خپلې حافظې ته یې وسپارئ، ذخیره یې کړئ او د اړتیا پر مهال ترې د خپلو ماشومانو د غوره روزنې لپاره ګټه واخلئ. دا کوم پيټی نه دی چې تاسو ستړي کړي. له خپلې حافظې نه سمه ګټه واخلئ د هغو مسایلو د ذخیرې لپاره ترې ګټه واخلئ چې تاسو او یا هم ستاسو بچو ته ګټه رسوي، په بې ځایه افکارو او بې ځایه خبرو خپله حافظه مه کمزورې کوئ. یوه ورځ د ړندو لیسې ته لاړم، داسې استادان مې ولیدل چې دوه پوهنځۍ یې لوستې وې. ښځه او خاوند مې ولیدل چې هم په هماغې لیسې کې یې دنده ترسره کوله، هم یې له رسنیو سره همکاري کوله او هم یې خپل بچي په غوره ډول روزلي وو. د کمترۍ دا حساس له ځانه لرئ کړئ چې ګنې تاسو بې سواده، بې کاره او نا پوه یاست، هیلمند و اوسئ او په ځان باور ولرئ! ـ خفه وم چې بوټونه نه لرم، یو کس مې ولیده چې پښې یې نه درلودې.
You also might be interested in
لیکنه: ارش ننګیال هېڅ انسان کامل نه دی، انسان سره[...]
لیکنه: آرش ننګیال ماشوم هغه څه ژر زده کوي چې[...]
ژباړه او زیاتونه: آرش ننګیال دروغ څه شي دي؟ دورغ هغه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی