ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
د جبران بل مورد هغه دى چې سړى خپله کمزوري په کارونو کې د غیر ضروري دقت له لارې جبرانوي. يعنې په ډېرو وړو خبرو پسې گرځي. څنگه چې دغه سړى لوى کارونه نه شي کولاى نو په وړو جزيياتو کې د پلټنې له لارې هڅه کوي چې ځان او ښايي نور وغولوي. کولاى شو دغه جبران بېلښتي جبران ونوموو.
د بېلگې په توگه يو شاگرد چې ذهن يې پڅ دى، د درسونو په حفظ کولو سره ځان د تکړه شاگردانو په کتار کې دروي. يعنې په تفکر کې خپله کمزوري د درس په حفظ کولو او د انضباط په رعايت سره جبرانوي.[6]∗
ښکاره ده چې داسې «ښه!؟» شاگردان پر ښوونکو گران دي؛ ځکه چې دا د هغوى په نظر مودب او هڅاند زده کوونکي بريښي خو ټول دوستان بیا د دوى په اړه ورته ښه نظر نه لري. ملگري يې دوى په دې تورنوي چې، د ژوندانه په دغه لوبه کې چې ښوونځى نومېږي او د ښوونکي او زده کوونکي پر دوو مقابلو لوبغاړو ويشل کېږي، ټگي برگي کوي. څرگنده ده چې د پيغورونو دغه باران د دوى عقده لا زياتوي. دوى په دې توګه ځينې لنډمهالې برياوې ترلاسه كوي. كه څه هم دغه لاره د بري موندنې له جبران څخه توپير لري؛ لېكن بيا هم د اتلولۍ د جبران څرك پكې ښکاري. دلته سړى ښوونکيو ته داحق ورکوي چې دغو بې چاره گانو ته درناوى وکړي.
په ځان ښودنه کې هم همدا حال ښكاري. ځان ښودنه دا ده چې څوک دې بې وخته د مسايلو خورا بې اهميته او بې ارزښته جزيياتو ته پام اړوي. کله چې دغه کسان بې وخته د الفاظو پر اس سپرېږي نو پر هره خوا يې داسې ځغلوي چې ممکن پخپله د خپلو خبرو محتوا، څنگه چې ښايي، درک نه کړاى شي. په ريښتيا د هغه سړي پر حال ژړا پکار ده چې د کلمې تر مانا د هغې ټکو ته ډېر پام کوي او که دغه پرده يې له مخې لرې شي نو د فکر خواري به يې جوته شي.
خو هغه زلمكي او ژڼي چې د جاه طلبۍ په اور کې سوځي او يا د دغه اور لمبې د هغوى له لاشعور څخه راپورته کېږي، بيا هم د حقارت پر وړاندې بېلې لارې غوره کوي. دوى کله کله د دې پر ځاى چې خپل حقارت پټ کړي، ممکن لا یې جوت او په مبالغه يي توگه یې رابرسېره کړي او له هغې گټه واخلي. خامخا به وپوښتئ چې دا به څنگه امکان ولري چې څوک دې له حقارته گټه واخلي؟ خبره داسې ده چې دوى تمارض کوي يعنې په ټگۍ سره ځان ناروغ ښيي او له ناروغۍ گټه اخلي. که تر دې مخکې خپلو خپلوانو دوى ته اهميت نه ورکاوه، په دې حالت کې به ورته پام وکړي؛ ځکه چې ناروغ يعنې هغه څوک چې نور يې خيال ساتي، پام ورته کوي، غوښتنې يې پوره کوي او هر وخت يې خبر اخلي. په دې توگه هغه چې ځان عاجز ښيي، وياړنه گټي.
د ځان عاجز ښودنه دوې موخې يا دوه ډوله گټې لري.
لومړى دا چې: د نورو پام، خواخوږي او محبت راجلبوي. مثلاً څوک چې تر دې د مخه چا ورته پام نه کاوه، تر دې وروسته به له دې نظره يو دم د خپل محيط اول نمبر کس شي. يعنې هغه نقش به مومي چې ده يې د لرلو هيله درلوده.
كه دغه کس ماشوم وي نو ټول پرې راټولېږي او نازوي يې. مور يې له ځانه سره پر خپل کټ څملوي. (په غربي هېوادونو كې ماشومان معمولاً په جلا كوټو كې څملي، له مور او پلار سره په يوه خونه كې نه څملي. ژباړن) ټوله کورنۍ له هغه پوښتنه كوي: څه شى غواړې؟ څه شى درته راوړم؟ … نو دى به امرونه کوي او نور ټول به د ده په خدمت کې وي، دى به د کورنۍ مرکز گرځېدلى وي.
دويم دا چې: عاجز ښودنه نور بې وسلې کوي. دا پر نورو او ان پر ځان باندې د نيوکې لپاره په ښه ورځي. «څه شى؟»، «دا تاسې څه واياست؟»، «زه هېڅ کار نه کوم، نه وينئ چې زه ناروغ يم؟» دا يو ډول وياړمنه بهانه ده. غوره عذر دى، داسې عذر چې تل د منلو وړ دى نو سړى کولاى شي، بې غمه څملي او ان خپل وجدان هم ويده کړي: «مبارزه به څه گټه ولري؟ زه ولې ځان په تکليف کړم؟ زما له لاسه يو کار هم نه کېږي، زه ناروغ يم.»
دغه لاشعوري يا نيم شعوري محرکونه د هيستريک[7]∗ او نيوروز د تظاهراتو اصلي سرچينې دي. په خوب کې ميتيازې کول او تړتړيتوب غالباً همدا ريښه لري. دا هماغه «ناروغۍ ته پناه وړل» دي چې فرويد يې په هکله ټينگار کړى دى.
خو خبره همدلته نه ختمېږي. که يو څوک د مبارزې لپاره نه وي جوړ شوى، که يو څوک د اتل کېدو ظرفيت ونه لري او دا هم ونه غواړي چې ځان ناروغ وښيي نو يوه بله لاره هم ورته شته چې خپله د تسلط غوښتنې غريزه ورباندې پوره کړي. کله چې سړى نه شي کولاى ځان پر نورو بر او مسلط کړي نو د نسبيت له اصله گټه اخلي. هغه داسې چې نور سپكوي، خصوصاً هغه کسان چې په ده باندې شک کوي او يا دى له هغوى کرکه لري. دى تل د هغوى د ژوند جزييات او سلوک څاري. همدا چې هغوى کومه وړه تېروتنه وکړي، دى به يې په ملنډو غټوي، د نورو پر وړاندې به پر هغوى رېشخند وهي. که دغه کسان هېڅ عيب ونه لري نو دى به ورته له ځانه عيبونه جوړوي، په درواغو او بهتان به لاس پورې کوي خو دا بايد هېره نه کړو چې هغه كس چې خلک ځوروي او عيبونه يې لټوي، تر ډېره په دې پسې وي چې ځان پورته وښيي، نه دا چې نورو ته تاوان ورسوي.[8]∙ (لاروشفوکو) ويلي دي چې «انسان تر ډېره د تکبر په وجه د نورو عيبونه لټوي او بد رد ورپسې وايي، نه د شيطانۍ او خباثت په وجه» ځکه چې موږ پر خپلو هغو عيبونو چې موږ تر نورو ټيټوي، سترگې نه پټوو خو کله چې نور زموږ عيبونه ويني د هغوى دغه گستاخي نه بخښو.