ژباړه: مقتصد ستړی
وه نه و، په ښار کښې یو غریب سړی په وران ویجاړ کور کې استوګن و، د کور دیوالونه یي دومره زاړه وو چې ړنګېدلو ته یي بهانه غوښته، غریب سړي د کور جوړولو لپاره یوه، یوه روپۍ وسپموله څه یي قرض واخیستې، د کور دیوالونه ورسېدل د بام جوړولو لپاره ورسره روپۍ نه وې، په بام یي پلاستیک اوار کړ، خاوره یي ورباندې واچوله او خپل نوي کور ته ور ووت .
ددوئ په کوڅه کښې یو غل اوسېدو، غله دا فکر وکړ چې سړی مالداره سوی نوی کور یي جوړ کړ،بلاخره یوه شپه ددې سړي کور ته د غلا لپاره ورغی، څو ګامه یي لا نه و اخیستې بام سوری شو، غل د کور په خاوند لاندې ورولوېده، د کور خاوند او زامنو یي د غله نیولو هڅه وکړه مګر ونه توانېدل، غل د کور خاوند ته چې ولي یي دومره خام بام جوړ کوی ډېر په غصه شو.
بادشاه ته ورغی، عرض یي وکړ: عزتمن بادشاه زه یو کور ته د غلا لپاره ورغلم د هغوئ بام خام و ښکته ور ولوېدم، ښه ده چې پښې مي ماتي نه سوې کنه اوس به ګوډ وم، ته زما سره انصاف وکړه او د هغه کور خاوند ته سزا ورکړه.
د بادشاه په امر د کور خاوند دربار ته حاضر شو، بادشاه پوښتنه وکړه :
آیا دا رښتیا ده دا سړی ستاسو له بام څخه را لوېدلی؟
ـــــ هو دا رښتیا ده، ښه سوه چې پر ما ولوېد کنه اوس به یي غبرګي پښې ماتي وې .
ـــــ بادشاه حکم وکړ د کور خاوند په دار ځوړند کړئ.
بې وسه د کور خاوند د بادشاه په پښو کې پرېووت په چیغو یي پیل وکړ واړه زامن مي دي ما مه وژنه زما څه غلطي ده سزا باید غل ته ورکړل شي.
بادشاه د کور خاوند ته ډېر په قهر سره وویل:
غلی شه احمقه ! ته اوس بیا ماته نصیحت کوې ؟
د کور خاوند چې له بادشاه نا امیده شو نیغ ودرېد : محترمه دا خو د هغه مزدور غلطي ده بې کاره پلاستیک یي په بام باندې اوار کړ، هغه ویل د باراني موسم تر راتګ پورې یي هیڅ بلا نه وهي.
بادشاه حکم وکړ د کور خاوند پرېږدئ، مزدور راولئ او په دار یي ځوړند کړئ.
د بادشاه له حکم سره سم یي مزدور راووست او د دار تختې ته یي ورساوه.
مزدور چې پوه شو بله لار نسته، په زوره، زوره یي نارې کړې، زما هیڅ غلطي نه ده غلطي د هغه چا ده چا چې پلاستیک جوړ کړی که سم پلاستیک وای ولي به دومره ژر څېري کیده؟
عسکرو د بادشاه په حکم مزدور هم پرېښود او د پلاستیک جوړونکی یي د بادشاه په دربار کښې حاضر کړ.
له پلاستیک جوړونکي څخه بادشاه پوښتنه وکړه:
آیا پلاستیک تاسو جوړ کړی؟
ـــــ هو محترم زه پلاستیک جوړونکی یم او دا پلاستیک هم ما جوړ کړی و .
ـــــ ټوله غلطي ستاسو ده ولي داسې بیکاره پلاستیکونه جوړوئ همدا اوس دې په دار ځړوم .
همدارنګه پلاستیک جوړونکی هم د بادشاه مخې ته ودرېد او وویل:
زه ډېر کلک پلاستیک جوړوم، زمونږ د فابریکې سره نږدې یو کس د بام له سره کاغذپران الوزوي دا ځل مي پام د هغه نندارې ته و، ټوله غلطي د هغه کس ده.
همدارنګه کاغذپران الوزونکی هم د بادشاه په حکم دربار ته حاضر شو او وویل:
زه کاغذپران خوښووم، الوزوم یي، دا ننداره تر شنه اسمان لاندې ډېره پر زړه پورې وي دې کښې زما هیڅ غلطي نشته، انصاف به دا وي چې غل په دار وځړوې .
بادشاه وویل سمه ده زه اوس پوه شوم غلطي د غله ده غل باید په دار وځړول شي، عسکر ووتل غل یي ونیو، دار ته یي راووست، غل په قد ډېر اوږد و، هر څومره چې یي هڅه وکړه د دار په تخته یي پښې له ځمکې نه پورته کېدلې .
دا خبر یي بادشاه ته وکړه، بادشاه خپلو عسکرو ته په قهر سره وویل بې عقلانو دومره کوچنۍ او ساده پوښتنه هم زما څخه کوئ، ورشئ کوم بل څوک راولئ په دار یي وځړوئ.
عسکرو د ښار له څلور لارې یو د کم قد سړی راووست د دار په تخت یي ودراوه، سړي چیغې او نارې شروع کړې، زما څه ګناه ده، څه مي کړې دي، ولي مي پانسۍ کوئ ؟
دا وخت بادشاه هم نندارې ته راورسید، سړی د بادشاه په پښو کې اوږد وغځېده، بادشاه ته یي وویل :
زه یو غریب سړی یم، له ځنګله څخه لرګي راوړم خرڅوم یي واړه زامن او لوڼي مي دې خوله او لاس مي نه چلېږي که زه مړ سم خدای مه کړه زامن به مي سوال ته مجبوره شي زما څه قصور؟
ــــ ددې خبرو وخت اوس نه دی یو سړی باید په دار وځړوم د غله قد لوړ دی د دار په تخته نه ځاېږي تاسو مناسب یاست باید په دار دې وځړوم.
ـــــ دا څه معنا ګناه یو څوک کوي، سزا یي بل ته ورکول کېږي، د غله تر پښو لاندې یوه څاه وکاږئ دا یي ځوړند …!
ددې سړي خبرې د بادشاه په زړه ښې ولګیدې یو ځل بیا یي غل راووست، عسکر لګیا شول پښو ته یي څاه کاږې، که ګوري غل په ډېر تلوار سره د دار تختې ته وخوت، هله ژر کوئ، هله ژر کوئ ناوخته کېږي زه ځم هله ….!
بادشاه په ډېره حیراني سره وپوښتل:
ولې دې خپل مرګ ته تلوار دی هسې هم مړ کیږې؟
ــــ همدا اوس د جنت بادشاه مړ شوی هغه وصیت کړی که هر څوک لومړی جنت ته داخل شي هغه به دجنت بادشاه وي.
دا وخت د بادشاه په زړه کښې د جنت واکدارۍ ته تمه پیدا شوه، عسکرو ته یي حکم وکړ غل پرېږدئ او ما په دار وځړوئ، په همدې ډول بې عقل بادشاه په خپل حکم ځان په دار وځړاوه .