لیکوال: ع.ب سهاک سمسور
یو ماشوم! نوې اډه کې وچې شونډې ولاړوه عوښتل يې مهاجر بازار ته لاړشي، دمهاجرو په اډه کې هر افغان بس ته یې یو وارې سر ور ښکاره کاوه تر څو یې مهاجر بازار ته وړیا بوځي، خو هیڅ کیلینر ورسره نه منله، خوارکي باندې، غرمه راغله او نږدې دی چې ماښام شي، ډېر زیات په تشویش وه، هیچا ورسره مرسته نکوله.
یوښځه او میړه ملي بس ته ختل ترڅو مهاجر بازار ته لاړ شي، دې وخت کې د یتیم ماشوم او کیلینر غږ پورته شه، یتیم ماشوم زارئ ورته کولې او کیلینر نه منله چې وړیا یې مهاجر بازار ته بوځي، ښځې چې ماشوم ته وکتل زړه یې پرې وسوځیده او کیلینر ته یې غړ کړ، کار پرې مه لره، کرایه یې مونږ ورکوو. ماشوم ډېر زیات خوشاله شه او په دې توګه خپل کورته ورسیده.
روسان مات شول، مجاهدین راغلل، هغه هم لاړل او همدرانګه طالبانو هم سقوط وخوړ او د ښاغلي حامد کرزي حکومت دویمه دوره هم راغله، نږدې دیرش کاله تیرشول.
په سرک یو زړه ښځه ولاړه وه، هر موټر ته چې لاس ورکړي، موټر ودریږي نو بوډئ ښځه ورته وه وايي چې زویه کرایه نشته راسره، که بې کرایې مې دې کوټه سنګي ته ورسوې؟ هر موټر وان چې دا واوري ترې حرکت وکړي او همغسې یې پریږدي. دير وخت يې انتظار وکړ خو ناڅاپه یوه سپین رنګ ټوډي ودریده،
مورې چیرته ځې؟
تر کوټي سنګي مې ورسوه، خو پيسې نلرم!
خیردي موري آن تر کوره به دې ورسوم، ځوان ځواب ورکړ، د ځوان له نظامي کالیو داسې معلومیږي چې په ملي اوردو کې کوم ښه منصب لري.
بوډۍ ښځه: زویه خدای ج دې ډېر اجر درکړي، کمزورې شوې یم او بې وسه شوې هم یم، چا مرسته راسره نکوله، که تاسو نه واي په دې سرک پاتې کیدلم.
د ملي اردو منصب دار: زه خپله یوه ورځ په پېښور کې ډير کوچنی وم ډېر غریب هم وم، همداسې پاتې شوی وم، هر چاته مې ډېرې زارئ وکړې خو هیچا راسره مرسته نکوله. یوه ښځه او میړه مهاجر بازار ته تلل، ښځې یې زما کرایه ورکړه او کورته ورسیدلم. که هغه مهربانې ښځې مرسته نه واي کړې نو زه به هم په همغه ځای پاتې کیدلم، له هغې ورځي هر ناداره بوډۍ ښځه چې ګورم، په دې نیت چې هغه ښځه به وي، تر کوره پورې یې رسوم.
بوډئ ښځې له ځان سره وه خندل او هاغه د پېښور د هغه ماشوم کیسه یې را په یاد شوه، ځوان ته هم چې ګوري داسې ښکاري لکه همغه ماشوم چې غټ شوی او ددې مخې ته د ملي اردو د منصب دار په څیر کې موټر چلوي
مورې ولې دې وخندل، زویه الله ج دې نور سرلوړی لره، هغه ښځه زه وم له ځان سره مې ځکه وه خندل چې خدای پاک مې په دونیا هم د نیکې بدله راکړه.
مورې زما یوازي مور وه، پلار خو جهاد کې شهید شوی دی اوس مې مور هم وفات شویده، زه شکر دی هم هستي او هم منصب لرم، نور به دې زه تر مرګه خدمت کوم، ته به نور هیچا ته هم احتیاجه نشې، زما خو دا ارمان وه چې تاسو پیدا کړم او خدمت مو وکړم.
بوډۍ ښځې له خوښئ په ژړا شوه
پایله: نیکي په اوبه کې واچوه، اوبه يې نه وړي