لیکنه: انور لمر
ژوند کې انسان له ډېرو ستونزو او تېروتنو سره مخ کیږي. هره تېروتنه که د یو چا څخه کیږي په بل کس یې اغېزه خامخا وي. اغېزه یې په هغه چا ډېره وي څوک چې ورسره نږدې اړیکه ولري، لکه د کور غړي.
د ښځې او میرمن تر مینځ ځیني تېروتنې او ناسم پوهیدل ټول ددې سبب ګرځي چې نه هواره کیدونکو ستونزو ته لاره سمه کړي.
خو که یو کس تېروتنه کوي هغه خپله تېروتنه مني او بښنه هم غواړي نو باید وبښل شي، که ونه بښل شي نو د هغې کس چې تېروتنه یې کړيده، دا بل کس چې بښنه نه کوي ډېر زیانمن شي.
بې موخې یو څوک هم بل څوک نه بښي:
تاسو به پام کړی وي هیڅ کله به داسې نه وي شوي چې پرته له خپلې ګټې بل څوک وبښئ، هر څوک چې یو بل څوک بښې نو په هغې څو ځله فکر کوي چې کومې ګټې او تاوانونه یې ماته رسیږي که یې وبښم.
موږ دی دپاره یو څوک بښو چې د هغې سره مو خپلې ګټې وي: لکه د مور او پلار تر مینځه ځیني ستونزې: دوی تېروتنې کوي ځیني تېروتنې داسې وي چې هیڅ د بښلو نه وي، خو دوی دی پاره یو بل سره بښې چې کیدای شي په ماشومانو یې ناوړه اغېز پاتې شي.
د ځوی او مور تر مینځ هم ځیني خبرې کیږي او د پلار او ځوی تر مینځ هم ځیني داسې پېښې کیږي چې د بښلو نه وي، خو ځکه یو بل سره بښي چې د نورو خلکو د خندا او پیغور سبب نه شي.
پدې وخت کې بیا هم پلار او یا ځوی د ځان د ګټو دپاره دا کار کوي چې چاته مې بیدیا سترګې نه وي ټیټې.
موږ ولې یو څوک نه بښو؟
ځیني وخت انسان د داسې خلکو سره مخ کیږي چې که هغې دومره لویه ګناه هم نه وي کړي بښل به یې درته ګران کار وي.
ځکه چې ته به پوهېږې چې دې انسان سره دی کار نه بندیږي او ورته بل کوم وخت اړتیا نه لرې. کله ،کله سړۍ دا ډار هم لرې، چې که مې دا ځل وبښلو نو سبا به راسره بیا داسې کار وکړي لکه د نن یې چې کړی دی. پدې هم ډاریږي چې بیا به داسې فکر وکړي چې ځکه مې وبښلو چې کمزورۍ یم.
نو پدې کې بیا هغې خبرې ته ځو چې څوک هم بل څوک د خپلې موخې او ګټې پرته نه بښې.
د خدای دپاره بښل:
یوه اسلامي غوښتنه ده چې بښل تر بدل اخیستلو ښه دي. رښتیا خبره ده او پدې موږ ټول پوهیږو، پدې کې دهغه انسان چې ګنګار دی او د هغې انسان چې نه دی ګنګار تر مینځ د ښوالي او بد والی توپیر کیږي.
خو پدې وخت کې چې څوک خپل ګنګار بښې نو هڅه یې دا وي چې دئ په ډاګه کړي او یا یې خلکو ته وښایي چې ما هغه د خدای دپاره وبښلو.
په داسې حال کې چې هغه انسان چې پدې وخت کې بښنه کوي دومره ظالم نه وي چې د چا څخه بدل واخلي.
دئ دی دپاره چې ګنګار بیا د تیري جرات پرې ونه کړي نو، دا خبره د خپل ځان د ساتلو په خاطر کوي چې ما د خدای دپاره وبښلو.
دلته بښونکي بیا هم د خپلو ګټو دپاره خپل مجرم وباښه. خو بیا هم که د ځان او یا د بل دپاره وي بښنه کول او بښنه غوښتل د ښه ژوند یوه غوره لار ده.
خو دا چې دا دود موږ تر اوسه هم نه لرو د پام وړ خبره ده.
ما ځیني شخصي دښمنۍ لیدلي دي چې د نیکونو د وخت څخه ورته په میراث پاتې دي خو د بښلو دود یې نه دی زده کړی، دواړه خوایې یې تر اوسه بیخونده او ټوپک پر غاړه ژوند کوي. خو دوی نه دي خبر چې د بښلو وروسته به یې ژوند څومره ښه وي.